ریاضي څانګه

د ریاضي څانګي لرليد، رسالت او موخي

  • لرليد(Vision)

د هلمند پوهنتون د ریاضي څانګه غواړيچيد هيواد او سيمي  په کچه د ریاضي د علم په تدریس، څېړنو او عملي تطبیق کي ځواب ويونکې او مخکښه علمي مرجع واوسي.

  • رسالت(Mission)

د هلمند پوهنتون د ریاضي څانګه ژمنه ده، چي محصلینو ته د وخت د اړتياوو سره سم د ښه تدريس، معياري څېړنو او عملي مهارتونو زمينه برابره کړي، ترڅو د ټولني د  پرمختګ لپاره داسي متخصصین وروزي، چي په اسلامي ارزښتونو، مسلکي مهارتونو، او څېړنیز تفکر سره سمبال وي.

  • اهداف (Goals)
  1. پر ملي او نړیوالو معیارونو برابر اکاډميک چاپيريال رامينځته کول او د کيفيت د لوړاوي په برخه کي د څانګي اکاډميک اعتبار اخيستل.
  2. د استادانو د مسلکي او تخصصي پوهي په برخه کي د ظرفيت لوړول.
  3. د ریاضي د عصري موضوعاتو پر بنسټ نوي څېړني ترسره کول او د علمي څېړنو فرصتونه برابرول.
  4. ټولنې ته د رياضي په برخه کي مسلکي، متخصص، او نوښتګر  ښوونکی او څېړونکی وړاندي کول.
  5. زده کوونکي دې ته هڅول چي د ریاضيکي استدلال، تحلیل، او منطقي تفکر مهارتونه ترلاسه کړي.
  6. د ملي او نړیوالو تحصیلي او څېړنیزو ادارو سره اړیکي ټینګول او د علمي همکاریو زمینه برابرول.
  7. د ټولني د اړتياوو او عصر سره سم په ملي او نړيواله کچه نصاب ته پراختيا  ورکول او پلي کول.