لــیرلــید
هلمند پوهنتون غواړي د هیواد او سیمي په کچه یو معیاري د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو داسي مرکز واوسي چی زده کړه ایز بهیر يې د عصري تیورۍ پر بنسټ پیل او پر عملي څېړنه او تحقیق پای ته ورسیږي.
دا پوهنتون غواړي چي علمي او مسلکي خدمتونه د لوړ ظرفيت لرونکو استادانو په مټ په عصري ټکنالوژۍ سمبال زده کړه ایز، څېړنیز او اداري چاپیریال کي وړاندي کړي، تر څو روزل سوي فارغان یې په خپله مسلکي برخه کي د هیواد او نړۍ د وضعیت د درک وړتیا ولري او موثره خدمتونه تر سره کړي.
ماموریت
د هلمند پوهنتون د لوړو زده کړو په برخه کي خدمتونه تر سره کوي، تر څو د خپل هیواد لپاره هغه مسلکي وګړي، چي د ټولني او عصر ضرورت وي په اسلامي روحیه، د وطنپالني په احساس، په علمي، تحقیقي او مسلکي وړتیا سمبال وړاندي کړي.
هــــــدف
په معیاري کچي په ټولنیزو، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي برخو کي د علمي او مسلکي کادرونو روزل.
ارزښتونه
د ټولو اسلامي او بشري ارزښتونو درناوی.
لوړ کیفیت.
سالم او مؤثر مدیریت.
د پوهنتون په ټولو چارو کي شفافیت او د هر ډول فساد مخنیوی.
د هر ډول تبعیض، تعصب او کرکي مخنیوی.
مقصدونه
د استادانو او مامورینو د ظرفیت لوړول.
ټولني ته د ښه کيفیت لرونکو علمي کادرونو وړاندي کول ترڅو ملي او اسلامي ارزښتونو ته درناوی و لري.
د تدریس لپاره د مختلفو او پرمختللو مېتودونو څخه استفاده کول تر څو محصلین په معیاري ډول سره و روزل سي.
د لوړو زده کړو وزارت د ټولو لوایحو مقرراتو او کړنلارو پلي کول.
د پوهنتونونو د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره د تدریس د کيفیت لوړول او د ستراتیژیک پلان جوړول تر څو د پوهنتون ټوله چاري په ښه توګه پر مخ ولاړي سي.
د هر ډول تعصب څخه مخنیوی کول.
په ټولو چارو کي روڼتیا او شفافیت.