Helmand University

Helmand University wants to be of the most outstanding, region- wide and country- wide Institute and the learning process should be based on modern, Academic theory and terminated with research.

 

Chancellor's Message  Helmand University

2 weeks ago

 

د هلمند پوهنتون د رئیس پیغام!

علمي بنسټونه او اکاډمیک مراکز د ټولني د پرمختګ او سوکالۍ لپاره اساسي رول لري. دا مراکز د تحقیق، نوښت او د بشري پوهي د ودي لپاره کار کوي، ترڅو د ټولني اړتیاوو ته ځواب ووایي او د خلکو د سوکاله راتلونکي لپاره لار هواره کړي.

د حقیقي سعادت راز د علم، تقوی او اخلاص په ترکیب کي نغښتی دی. شرعي، ساینسي او مسلکي پوهه هغه وسیله ده چي انسانان د حقیقت دروازې ته رسوي او د تمدنونو د ودي لامل ګرځي.

هلمند پوهنتون، د افغانستان د معتبر او مخکښ اکاډمیک بنسټ په توګه، ژمن دی چي د متخصصو، متعهدو اومذهب او وطن‌پالو کادرونو د روزنې، د علم د ودي او د ټولني د پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکي هڅي وکړي. زموږ هدف دا دی چي د دیني، ساینسي او مسلکي زده‌کړو له لاري یو سوکاله او پرمختللی نسل وروزو، چي نه یوازي خپل هیواد ته خدمت وکړي، بلکي د نړیوال علمي ډګر یو فعال غړی هم ووسي.

موږ باور لرو چي د علم، اخلاقو او کار متمرکزه هڅه کولای سي زموږ ملت ته روښانه راتلونکی ور وبخښي. نو ځکه، هلمند پوهنتون به د ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو علمي ادارو سره د همکارۍ او د عصري، مسلکي او شرعي علومو د پراخولو لپاره خپلي هڅي جاري ساتي.

شیخ الحدیث مفتي شریف الله ابواحمد
د هلمند پوهنتون رئیس

 

                       

شیخ الحدیث مفتي شریف الله ابواحمد

All mediaAll media

۱ اداري تعمیر

د هلمند پوهنتون ریاست او اداري ۱ تعمير

د هلمند پوهنتون تدریسي بلاکونه

Latest newsAll News

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .