فزیک څانګه

 

د فزیک څانګي تاریخچه:

د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د ځوان نسل د سالمي او مسلکي روزني په هدف په (۱۳۸۹)ه ش کال چي د (۲۰۱۰) م کال سره برابر دی د کيمیا څانګي په تاسیس سره خپل فعالیت پیل کړی دی چي وروسته د هغه څخه په ترتیب سره د پښتو، ریاضي او فزیک څانګي یو په بل پسې پرانیستل سوې.

فزیک څانګه د هلمند پوهنتون، د ښووني او روزني پوهنځي په چوکاټ کي په (۱۳۹۲) ل. کال چي د (۱۰۱۳) میلادي سره سمون لري پرانستل سوه، د همدغه کال د عمومي کانکور له لاري د ښووني او روزني پوهنځي په چوکاټ کي ورته محصلین معرفي سوه او تدریسي چاري يې پیل سوې چي تر دې مهاله یې په ۷ دورو کي (۱۰۱) تنه فارغین د مسلکي ښوونکو په توګه د ټولني د خدمت لپاره فارغ التحصیل کړي دي، اوس مهال فزیک څانګه دوه ټولګي لري چي (لومړی او درېیم )  چي مجموعاً ۱۴ تنه محصلین لري چي په ترتیب سره ۸ تنه په لومړی ټولګي کي او ۶ تنه په درېیم ټولګي کي په زده کړو بوخت دي. د فزیک څانکي د تدریس چاري د ۷ تنه استادانو لخوا پرمخ وړل کيږي چي د دې جملې څخه څلور تنه (پوهنیار محمد عبدالله صدیقي، پوهنیار احمد ظاهر احمدي، پوهنیار عبدالوحید زیار، او پوهنیار رحمت الله افغان  ) د ماسټري په کچه زده کړي کړي دي اودرې تنه یې (نوماند پوهنیار جمیل احمد رحیمي، نوماند پوهنیار زلمی هڅاند، او نوماند پوهنیار ضیافت الله متوسم ) د لیسانس تحصیلي درجه لري .

د فزیک څانګي تعریف:

د فزیک څانګه د لیسانس دورې یوه علمي-تعلیمي دوره ده چي په کې محصلین د فزیک بنسټیزي تیورۍ، تحلیلي مهارتونه او د هغوی حل لاري زده کوي. دا دوره د ښوونیزو او څېړنیزو مهارتونو په تمرکز سره محصلین داسي روزي چي هغوی د فزیک مفاهیم په تدریسي چاپېریال کي وړاندي کړي او د ټولني علمي، تخنیکي او څېړنیزو اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي. د دې برنامې موخه دا ده چي فارغین نه یوازي د فزیک په علم کي تخصص ولري، بلکي د ښووني او روزني د مؤثري لاري په کارولو سره راتلونکي نسل د علم او ټیکنالوژۍ له پرمختګونو سره همغږي کوي.

 

د فزیک څانګي د رامنځته کيدو اړتیا:

  1. هدف (Goal):

د ټکنالوژۍ د مناسب استعمال اوجوړولوپه برخه کي په کارپوه، ملي ګټو ته ژمن اوپه ځان بسیا کادرونه ټولني ته وړاندي کول د فزیک څانګي هدف جوړوي.

  1. رسالت (Mission):

د څانګي د محصلینو او څېړونکو د تحصیلي او څېړنیزو پروګرامونو د ښه پرمختګ لپاره په علمي، لابراتواري، او ساحوي برخو کي لازمي اسانتیاوي رامنځته کول.

  1. لرلید ((Vision:

د فزیک څانګه هڅه کوي تر څو د هیواد په سطحه د فزیک د ښوونکو او څېړونکو په برخه کي تشو او ستونزو ته ممکنه د حل لاره پیدا او د هغه د لیري کولو لپاره مسلکي کادرونه وروزي.

د فزیک څانګي اهمیت:

د فزیک څانګه په ساینس کي له خورا مهموڅانګوڅخه ده، چي د طبیعت د بنسټیزو قوانینو او پدیدو د درک لپاره اساسي ونډه لري. د فزیک څانګي اهمیت په لاندي ټکو کي درپیژنو.

  1. د طبیعي نړۍ پوهه(Skills of the Natural World) :

فزیک د کائیناتو د بنسټیزوقوانینو مطالعه ده، لکه د حرکت، انرژۍ، اومادي څرنګوالی. د دي څانګي له طریقه موږ پوهیږوچې نړۍ څنګه کار کوي لکه د سیار وحرکت، د رڼا څرنګوالي، د طبیعي نور بنسټیز اصول اوداسي نور.....

  1. د ټکنالوژي پرمختګ(Technological Advancement) :

فزیک د ټکنالوژي په پرمختګ کي مهم رول لري. لکه د کمپیوټرونو، سمارټ فونونو، لیزرونو او بریښنايي وسایلو په جوړښت کي چي فزیک یې اساس اوبنسټ جوړوي، رول لري.

  1. د انرژۍ سرچینې(sources of Energy) :

د انرژۍ مختلفي سرچینې لکه د اټومي انرژۍ تولید، لمریزه انرژۍ، او د باد انرژۍ د فزیک د اصولو په مرسته کشف شوي او وده ورکړل سوې ده. او همدارنګه فزیک موږ ته د انرژۍ د کارولو او سپما لاري چاري راښيي.

  1. د فزیک ونډه په طب کي(The Role of physics in Medicine) :

په طب کي هم فزیک خپل ځانګړي اهمیت لري. ځکه د طب بېلا بېل وسایل دي چي د فزیک پر اصولو جوړشوي او کار کوي لکه التراساونډ، MRI، CT Scan، ایکسري ماشینونه، رادیوتراپي او داسي نور.....