د اقتصاد پوهنځی پيژندنه

د اقتصاد پوهنځی پيژندنه

اقتصاد پوهنځی په ۱۳۹۸ کال کي د هلمند پوهنتون له تا‌‌‌سيس څخه ورسته  تاسيس او په فعاليت يې پيل کړی دی. اقتصاد پوهنځی د هلمند پوهنتون په چوکاټ کي د اقتصادي علومو يوه اکاډميکه اداره ده چي د ليسانس په کچه محصلين روزي.

اقتصاد پوهنځی د تاسيس له وخته تر اوسه د هلمند پوهنتون د نورو پوهنځيو په څير د پوره شفافيت او لوړ کيفيت لرونکې ده او په ښه ډول يې ټولې اکاډميکې چاري مخته ځي. ځينو استادانو يې د پوهنځی او پوهنتون څخه د ښه کارکرده ګی ستاينليکونه تر لاسه کړي او په خپله غيږه کي يې ډير ممتاز محصلين روزلي دي.

د اقتصاد پوهنځی په خپل تشکيل کي دوه  څانګې (مالي او بانکي او اداره او تجارت) لري چي  د اوس لپاره فعالي دي.

په اقتصاد پوهنځی کي اوس مهال ۳۹۳ تـنه محصــــــلــين زده کـــــــــــــــړه کـــــــوي چي د ۱۰ تـنه تجربه لرونکو دايمي او قراردادي استادانو له خوا تدريس ورکول کيږي. او په تيره یوه  دوره کي يې ۱۰۱ تنه فارغان وړاندي کړي دي.

 

د اقتصاد پوهنځی لرليد او ماموريت

د اقتصاد پوهنځی لر ليد (Vision)

د اقتصاد پوهنځي به د هیواد په سطحه د بشري سرچینو په روزنه کې دمالي او اداري چارو په تنظیم او د اقتصادي علومو په تدریس او تحقیق په برخه کې په ملي او نړیواله سطحه یوه معیاري او مخکښه پوهنځي وی.

د اقتصاد پوهنځۍ ماموريت (Mission)

اقتصاد پوهنځي به د هیواد اقتصادي اړتیاوو ته په کتو سره له معیاری ښونیزو او څیړنیزو میتودونو څخه په استفاده دمسلکی کادرو نو د روزنی لپاره یوازنی مخکښ او پیاوړی  تحصیلی  نهاد و اوسی .