د پوهنتون په اړه

د هلمند پوهنتون لنډه پیژندنه

هلمند پوهنتون  په 1386 ه.ل کال کي د لوړو زده کړو وزارت لخوا منظور او په  1387 هـ ل کي یې د خپلو ودانیو د نه شتون له امله د هلمند  پوهنی ریاست اړوند د عالي دارالمعلمین په ودانیو کي تدریسي او اداري چاري عملاً پیل کړې، خو اوس له نېکه مرغه دوې ساحې  یوه یې اووه سوه (700) جریبه چي د ښار په 17 کیلومتري کي موقعیت لري چي دا مهال د هلمند پوهنتون او د کور او ښارو جوړولو وزارت په ګډي همږغۍ یې پر ماسټر پلان کار روان دی او بله یې هم 73 جریبه ځمکه ده، چي د ښار په داخل کي موقعیت لري،  اوسمهال ټول فعالیتونه په ښاري ساحه کي مخته وړل کیږي.

دا پوهنتون د  1393 هـ ل کال را پدې خوا د کیفیت لوړاوي په پروسه کي شامل سوی دی او  په 10/11/1395 نېټه یې لمړی پړاو د 51 نمرو په ترلاسه کولو بریالی  سرته ورساوه. دغه راز دوهم پړاو  یې په 2/3/ 1398ه.ل نیټه د 73 سلنه نمرو په ترلاسه کولو په بریالیتوب سره بشپړ کړ.

هلمند پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت اړوند د لوړو زده کړو بنسټونو د عالي شورا د( 8) ګڼه او 3/11/1444 ه.ق نېټه چي د ۲/۳/ ۱۴۰۲ ه.ل سمون لري،  د لوړو زده کړو مؤسسې څخه پوهنتون ته ارتقا‌‌ء وکړل.

پوهنځي او څانګي

هلمند پوهنتون   شپږ  فعالي پوهنځي (کرهڼه، ښوونه او روزنه، انجنيري، شرعیات، اقتصاد او وترنري) او د دې پوهنځيو په چوکاټ کي (20) فعالي څانګي او شاوخوا ( 2400) تنه زده کړيالان لري. د ۱۴۰۳ ه.ش کال په وروستیو کي تازه دې پوهنتون ته د کمپیوټر ساینس پوهنځي په دوو څانګو(معلوماتي سیستمونه او معلوماتی ټکنالوژۍ) کي  منظوره سوې، چي  په نږدې وخت کي به یې د محصلینو  جذب هم پیل سي.