د اګرانومي څانګي لنډه پېژندنه
اګرانومي د ساینسي علومو هغه برخه ده چي د خاوري ، اوبو او نبات د مدیریت له اړخه د لوړ حاصل او باثباته غذا د تولید سره سرو کار لري. یا په بل عبارت اګرانومي د کرني د یو لړ فکتورونو تر څنګ د خاوري او اوبو چاري داسي ترتیبوي چي د نباتاتو د ښې ودي او لوړ حاصل سبب وګرځي او ددې لاري د بشریت د هوسایني لپاره کار کوي همدارنګه دا څانګه د نباتاتو اصلاح، د ښو تخمونو انتخاب ، پر وخت کرنه، د نباتي اړتیا سره سم د سرو استعمال ، تولید، ساتني او په مجموع کي د کرني د ټولنیز اقتصاد نوښتونه په بر کي نیسي ترڅو د ښې کرني په پار د کرني په ساحه کي پلي او لوړ تولید تر لاسه سي اګرانومي څانګه په ۱۳۸۷هـ ل کال کي د هلمند پوهنتون کرني پوهنځۍ په چوکاټ کي تاسيس سوې ده تد ریسي بهیر یې د اتو تنو رسمي استادانو لخوا د مهالوېش مطابق د لا ښه مسلکي پیاوړتیا په خاطر جریان لري چي اوس مهال یوازي د لیسانس تر کچي پوري فارغین ورکوي او تر دا مهاله یې دیارلس دورې فارغین چي ټولتال ۴۸۹ تنه کیږي د اګرانومي په برخه کي د ټولني د خدمت لپاره وړاندي کړیدي.
د اګرانومي څانګي لیرلید او ماموریت
(VISION الف: د اګرانومي څانګي لیرلید (
اګرانومي څانګه غواړي چي په خپله برخه کي د علمي، څېړنیز زده کړه یز مرکز په مټ داسي مسلکي کادرونه وروزي چي د هیواد او ټولني حالت ته په کتو په اسلامي روحیه او وطنپالني سمبال د خدومت کولو او په اړونده برخه کي د پر مختګ وړتیا ولري.
(MISSION) ب: د اګرانومي څانګي ماموریت
اګرانومي څانګه هڅه کوي داسي یو پرمختللی او په عصري ټکنالوژۍ سمبال علمي او تدریسي چاپیریال رامنځته کړي چي تحصیلي او څیړنیز پروګرامونه يي و محصلینو او کروندګرو ته اسانتیاوي برابري کړي.
(GOALS) موخي
- په ملي او سیمه ایزه کچه د هیواد د کرهڼيزي پراختیا په خاطر د یو معیاري، علمي تدریسي بهیر رامنځته کول
- د مسلګي او کادري وړتیا په مټ نوښت او کار کولو ته زمینه برابرول
- د خاوري تنظیم او حاصلخیزي ساتل.
- د اوبو تنظیم په مناسبه طریقه پروخت استعمال.
- د معیاري کرني تر څنګ یې چاپیریالي ستونزي ،ناروغۍ ،آفتونه هرزه واښه پروخت کنترول.
- د امکان تر حده د لوړو او باکیفیته حاصلاتو تولید.
(CORE VALUES) بنسټیز ارزښتونه
- د استادانو مسلکي وړتیا ته وده ورکول
- د هیواد د ګټو خوندیتوب
- د مسلکي کادرونو په مټ د خلکو او هیواد د اقتصاد پیاوړتیا
- په ټولوکړنو کي شفافیت
د اګرانومي فارغ التحصیل یا اګرانومیست تعریف
په اګرانومي پوه او په دې ساحه کي کار کونکي د خاوري ، اوبو او نبات هغه متخصص ته ویل کیږي چي د علمي څېړنو پر بنسټ د ټکنالوجي په مرسته د نارغیو او افتونو د کنترول او چاپیریال ساتني تر څنګ په کرنیزو عملیو کي داسي نوښت او پرمختګ راولي تر څو د کرنیزو محصولاتو د لوړوالي سبب وګرځي.
د اګرانومي څانګي فارغ التحصیل په لاندي برخو کي فعالیتونه سرته رسولی سي
- د کرنبزو نباتاتو د لوړ تولید په منظور د اوبو د مدیریت په ټولو برخو کي.
- د کرنبزو نباتاتو د لوړ تولید په منظور د خاوري او نباتاتو د مدیریت په ټولو برخو کي.
- د خاوري د حاصلخیزۍ او نباتي تغذیې د مدیریت په برخه کي.
- د نباتي نسلګیرۍ ،د وراټیو د اصلاح په برخه کي.
- د کرنیزو نباتاتو د تولید سوو محصولاتو د پروسس او ذخیرې په برخه کي.
- د کرنیزو نباتاتو د ناروغیو او افتونو د مدیریت او کنترول په برخه کي.
- د اګرانومي اړوند ساحوي فارمونو دکنترول او مدیریت په برخه کي.
- د اګرانومي اړوند دلابراتوار په برخه کي.
- د چپیریال ساتني ادارې سره د ایکو سیسیتم د ثبات لپاره د ټولو کرنیزو سیستمونو د مدیریت په برخه کي.
- د کرني اړوند لوړو اداروته د کروندې د ترتیب او تنظیم په برخه د مشاور په صفت.
- په ازاد بازار کي د شخصي کرنیزو فارمونو جوړولو په برخه کي په ځانګړي ډول د کروندګرو د غوښتنو لپاره د کرنیزو نباتاتو د دوه رګه تخمونو د تولید په برخه کي.
- په ټوله کي د زیربط اداراتو سره د اګرانومي د مسلکي په توګه کار کولای سي.
د اګرانومي څانګي استادان او کارمندان
اګرانومي څانګه اداري کارمند نه لري د څانګي ټولي اداري او تدریسي چاري د څانګي د آمر او استادانو په مټ دلوړوزده کړو وزارت په چوکاټ کي د هلمند پوهنتون کرهڼي پوهنځۍ د اصولو او مقرراتو سره سم د مهالوېش په اساس مخ ته وړل کيږي.
د اګرانومي څانګي د بنسټیزو امکاناتو په اړه لڼډ معلومات
داګرانومي څانګه د باتجربه استادانو چي له جملې څخه یې درې تنه دوکتوران څلور تنه ماستران او یو تن لسانس دی لرونکې ده ، چي د عصري ټکنالوجۍ او پر مختللو تدریسي وسایلو په مټ د مهالوېش سره سم تدریس مخ ته وړي دا څانګه په عصري وسایلو سمبال (کافي اندازه چوکۍ، تدریسي بورډ، پروجکټور او په ګرمۍ کي د یخي هوا سیستم) تدریسي ټولګۍ لري چي د سمسترونو په جریان کي په نورمال شکل تدریس پکښي کیږي.
د اګرانومي څانګي تشکیلاتي چارټ

د اګرانومي څانګي دعلمي پروګرام پېژندنه:
د اګرانومي څانګي معرفي:
|
(AGRONOMY) اګرانومي
|
د څانګي مکمل نوم
|
ګڼه
|
|
۱۳۸۷ لمریز
|
دتاسیس نېټه
|
۱
|
|
۱۳۸۷ لمریز
|
دفعالیت کال
|
۲
|
|
لسانس (څلور کاله)
|
علمي برنامه
|
۳
|
|
دوه سمسترونه
|
یو تحصیلي کال
|
۴
|
|
اته سمسترونه
|
ټولټال سمسترونه
|
۵
|
|
کریډیټ
|
تحصیلي کړنلاره
|
۶
|
|
۱۶ اونۍ تدریس
۳ اونۍ فاینل ازمویني
|
د یوه سمستر موده
|
۷
|
|
د لوړو زده کړو وزارت څخه منظور سوي کریکولم (۱۶۰) کریډیته
|
تحصیلي نصاب
|
۸
|
|
(۲۲) کریدیټه یا ۱۳.۷ سلنه پوهنتون شموله مضامین
(۷۲) کریدیټه یا ۴۵ سلنه تخصصي مضامین
(۶۰) کریدیټه یا ۳۷.۷ سلنه اساسي مضامین
(۶) کریدیټه یا ۳.۶ سلنه اختیاري مضامین
|
د تحصیلي نصاب جوړښت
|
۹
|
|
۱۰ سلنه حاضري او د تولګۍ کړني
۱۰ سلنه عملي او کرزنۍ دنده
۲۰ سلنه وسط سمستر ازموینه
۶۰ سلنه فاینل ازموینه
|
د یوه مضمون ارزونه
|
۱۰
|
|
۵۵ نمرې
|
په مضمون کي د بریالیتوب ټیټه نمره
|
۱۱
|
|
لږ ۱۷
زیات ۲۱
|
د یوې اونۍ د کریډیټونو ګڼه
|
۱۲
|
|
په هر مضمون کي دفاینل ازمویني د شمولیت لپاره ۷۵ سلنه حاضري اړینه ده
|
د حاضرۍ ظوابط
|
۱۳
|
|
۱-دري دوکتوران
۲-څلور ماستران
۳- یو د ماسترۍ په جریان کي
|
د اګرانومي څانګي د موجوده استادانو کڼه
|
۱۴
|
|
نسته
|
د موجوده کارمندانو ګڼه
|
۱۵
|
|
د اګرانومي څخه فارغ کس د لاندي اسنادو مستحق ګرځي
۱-د و وزارت په تاید تصدیق پاڼه
۲-د وزارت په تاید ډیپلوم
۳-د وزارت په تاید د نمرو ټرانسکریپټ
|
د اګرانومي څانګي دتحصیلي دورې په بریالیتوب پای ته رسولو اسناد
|
۱۶
|
د دوره یي ارزوني د پایلي دانلوډ لینک :
https://drive.google.com/file/d/18cU4-6G3D_STSIbkvRDpOFO14F7ynRl0/view?usp=sharing