د کرنیز اقتصاد او ترویج څانګه

د کرنیزاقتصاد او ترویج څانګي لنډه پیژندنه

د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي د کرنیز اقتصاد او ترویج څانګه د هیواد د کرنیزو زده‌ کړو او تحقیقاتو په برخه کي د یو له اساسي رکنونو څخه ګڼل کيږي چي د دوامداره کرنیزي پراختیا د علمي او عملي بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کي حیاتي رول لوبوي. کرنیزاقتصاد او ترویج څانګه هڅه کوي، چي د کرنیز تولید لوړوالي او د طبیعي منابعو د مدیریت لپاره نوي، مؤثري او عملي لاري چاري وړاندي کړي. ددې څانګي په ماموریت کي د لیسانس په کچه د محصلانو روزنه، د اقتصاد او ترویج اړوند بنسټیز او تطبیقي تحقیقات او له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکاري اهداف شامل دی، ترڅو علمي پوهه او نوې تکنالوژۍ انتقال سي.

 دغه څانګه د کرهڼي پوهنځي د جوړېدو سره په ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کي طرحه سوې او په ۱۳۹۲ کال کي د دوه کادري بستونو سره خپل فعالیت پیل کړ او اوس مهال څلور کادری (دری ماسټر او یو ماسټری په جریان کی دی) استادان  لری. تر اوسه پوري دغه څانګه اته دورې فارغ ‌التحصیلان (۲۲۹ محصلین) لرلي دي او اوس مهال په څلورو ټولګیو کی  ۹۸ فعال نارینه محصلین په زده کړې بوخت دي.

 د اقتصاد او ترویج څانګی د لیسانس دوره څلور کاله (اته تحصیلي سمستره، چي هر یو ۱۶ اونۍ لري) ټاکل سوې ده، او ټوله برنامه یی ۱۵۸ کریډیټه ده چي له دې جملط څخه اساسي مضامین ۳۲ کریډیټه ( ۲۰.۲۵ سلنه)،  تخصصي مضامین ۸۴ کریډیټه ( ۵۳.۱۷ سلنه)، اختیاري مضامین۴ کریډیټه ( ۲.۵۳ سلنه)، ټول ‌شموله مضامین ۳۲ کریډیټه (۲۰.۲۵ سلنه)، او عملي کار او مونوګراف ۶ کریډیټه (۳.۸۰ سلنه) کیږی تشکیلوي.

 

د کرنیزاقتصاد او ترویج څانګي لیرلید او ماموریت

الف: لر ليد Vision))

دکرنیز اقتصاد او ترویج څانګی استادان په دی باور دي چي د کرنیزاقتصاد او ترویج څانګه به د کرنیزو محصولاتو په برخه کي په کار پوه  مسلکي کادرونه او څېړونګي به د نړیوالو معیارونو سره سم ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي.

ب: ماموريت (Mission)

د کار  مارکيټ، ټولني  او د وخت د اړتیاوو سره سم د داسي متخصصو او مسلکي کادرونو روزل چي په ملي او اسلامي ارزښتونو باور ولري؛ او د علمي خدمتونو وړاندي کول تر څو کرنه په داسي توګه علمي، عصري او پایداره کړي چي د ټولني، هیواد، سیمي او نړۍ د پرمختیا، او رفاه بهیر چټک کړي.علمي معیارونو ته په پام سره به د لوړ تحصیل لرونکو علمي کادرونو پرمټ د کرنیز اقتصاد په محتلفو برخو کي مسلکي او پوه څېړونکي وروزي.

ج: موخي (Goals

  • د کرنیز اقتصاد او ترویج څانګه تل په دې هڅه کي ده چي محصیلینو ته د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو زمینه برابره کړي.
  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن د مسلکي کادرونو روزل.
  • د کرنیزومحصولاتودبازار موندنې لپاره مؤثرمیتودونو کارول.
  • د علمي او تحصصي پروګرامونو پراختیا همدارنګه د ملي او نړیوالو علمي معیارونو سره برابرول.

 

 

 

بنسټیز ارزښتونه (Core Values)

  1. اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی درلودل.
  2. د قانون، مقرراتو او اصولورعایتول.
  3. امانتداري شفافیت اواداري فساد له منځه وړل.
  4. د هر ډول تبعیض له منځه وړل.

د کرنیزاقتصاد او ترویج څانکي فارغ التحصیل  تعریف

د کرنیز اقتصاد او ترویج څانګي فارغ‌التحصیل یو مسلکي شخص دی چي د کرهڼي د اقتصادي اصولو، منابعو مدیریت، د کرنیزو شرکتونو مدیریت، بازارموندني او د کلیو د اقتصادي پرمختګ په اړه علمي او عملي پوهه لري. دغه پوهه او مهارتونه د دې لپاره کارول کيږي چي د زراعتي تولیداتو ارزښت زیات کړي، د بزګرانو او مالدارانو مهارتونه لوړ کړي، د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو حل ته ونډه ولري او د کرنیز سکتور په اقتصادي ودي کي اغیزناک رول ولوبوي.

د کرنیزاقتصاد او ترویج څانګی فارغ‌التحصیل په لاندي برخو کي فعالیتونه کولای سي.

۱. کرنیز اقتصاد اړوند فعالیتونه

  • د کرنیزو پروژو اقتصادي تحلیل او ارزونه
  • د کرنیزو محصولاتو د لګښت او ګټي محاسبه
  • د بازار موندنې (Marketing) او د محصولاتو د نرخ تحلیل
  • د کرنې په سکتور کي د پانګوني مشوره ورکول
  • د کرنیزو پالیسیو ارزونه او تحلیل

۲. کرنیز ترویج (Extension) اړوند فعالیتونه

  • بزګرانو ته د نوي کرنیزي ټکنالوژۍ او طریقو انتقال
  • د روزنیزو پروګرامونو، ورکشاپونو او سیمینارونو تنظیم
  • د بزګرانو د پوهاوي لوړولو لپاره تعلیمي مواد چمتو کول
  • د بزګرانو ستونزي پېژندل او اړوندو ادارو ته یې رسول
  • د دولت او بزګرانو ترمنځ د اړیکي پل جوړول

۳. دولتي ادارې

  • د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کي کار کول
  • د احصایې او پلان جوړوني په ریاستونو کي دنده
  • د پراختیایي پروژو د څار او ارزوني (M&E) برخه
  • د کرنیزو سبسایډیو او پروګرامونو مدیریت

۴. نړیوالي او نادولتي مؤسسې (NGOs & INGOs)

  • د کرنیزو پراختیایي پروژو همغږي کوونکی
  • د ساحوي افسر (Field Officer)
  • د پروژې د اقتصاد او ترویج سلاکار
  • د خوړو خوندیتوب (Food Security) پروژو کي کار

۵. خصوصي سکتور

  • د کرنیزو شرکتونو د بازار موندني مسوول
  • د کرنیزو تولیداتو د عرضې ځنځیر (Value Chain) مدیریت
  • د زراعتي توکو د پلور او توزیع برخه
  • د کرنیزو کاروبارونو (Agri-business) مدیریت

۶. تدریس او څېړنه

  • په مسلکي ښوونځیو او انسټیټیوټونو کي تدریس
  • د کرنیزو څېړنو په مرکزونو کي څېړونکی
  • د علمي مقالو او راپورونو لیکنه

۷. خپل شخصي کاروبار

  • د کرنیزو مشورو شخصي دفتر پرانیستل
  • د بزګرانو د اتحادیو او کوپراتیفونو مدیریت
  • د کرنیزو محصولاتو پروسس او بسته بندي
  • د تخم، سرې او کرنیزو وسایلو سوداګري

د کرنیزاقتصاد او ترویج څانګي استادان او کارمندان

د کرنیز اقتصاد او ترویج څانګي ټول اداري او تدريسي فعالیتونه د څانګي د آمر په مشرتابه او د څلور (۴) رسمي استادانو په مرسته ترسره کيږي، چي درې (۳) یې د ماسټرۍ او یو (۱) یې د لیسانس تر کچي لوړي زده کړي لري. ټولي چاري د لوړو زده کړو د قانون، کریډیټ سیسټم، نصاب، او کریکولم د لواحو او طرزالعملونو په رڼا کي مخ ته وړل کيږي.

د کرنیزاقتصاد او ترویج څانګي د زیربنايي امکاناتو په اړه لنډ معلومات

د کرنیز اقتصاد او ترویج څانګه د تجربه لرونکو ماسټر او لیسانس استادانو په شتون کي فعالیت کوي، چي د عصري ټکنالوژۍ او مجهزو تدريسي وسایلو په مرسته زده کړي وړاندي کوي. څانګه څلور مجهز درسي ټولګي لري، چي په ټولو کي د ګرمي او يخي هوا سیستم، مناسبي څوکۍ، تدريسي بورډونه، پروژیکټر او نور اړین وسایل برابر سوي دي.

دغه څانګه فعاله شعبه لري او ټول اړین مرستندویه او اداري وسایل پکي موجود دي، څو تدریسي او اداري چاري په همږغي پر مخ ولاړي سي. محصلین او استادان د پوهنتون اړوند اسانتیاوي لکه د اوبو رسولو شبکه، بريښنا، پارکینګ، کتابتون، کمپیوټر لب، انټرنیټ، کانټین او خدماتي کارګران په منظمه توګه کارولی سي.

 

د کرنیزاقتصاداوترویج څانګی تشکیلاتی چارټ

 

 

د کرنیزاقتصاد او ترویج څانګي د علمي پروګرام پيژندنه:

د کرنیزاقتصاد او ترویج څانګي  معرفي

 

 

 

د کرهنیز اقتصاد څانګي کتلاک لینک :

https://drive.google.com/file/d/1dzyrOlvrnXkHmkEFi7oJU3cwszwk63bo/view?usp=sharing