د ښووني او روزني پوهنځي د رئيس پيغام
الحمدلله رب العالمين وصلواه و السلام علی اشرف الانبياء و المرسلين و عالی اله و اصحابه اجمعين.
د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی، د علم، مهارت، او خدمت هغه مرکز دی چي د ټولني د فکري، علمي او اخلاقي روزني د مسوولیت دروند بار پر اوږو وړي. زموږ موخه دا ده چي د معیاري تحصیلي برنامو او نويو علمي څېړنو له لاري، داسي کادرونه و روزو چي نه يوازي د تدريس او څېړني په ډګر کي مخکښ وي، بلکي اسلامي او ملي ارزښتونو ژمن هم وي.
موږ باور لرو چي د يوې پرمختللي ټولني بنسټ د علم پر مټ اېښودل کېږي. له همدې امله، پوهنځی هڅه کوي چي د ملي او نړيوالو معیارونو سره سم د تحصيل او څېړني فضا رامنځته کړي، د ټولني علمي او عملي اړتیاوي پوره کړي، او د علمي نوښت له لاري د هېواد د هر اړخيز پرمختګ برخه وګرځي.
زه د پوهنځي له ټولو استادانو، کارکوونکو او محصلينو مننه کوم، چي د علم او خدمت په لاره کي خپلي رښتيني هڅي کوي. هيله لرم چي زموږ دا ګډ سفر د يوې روڼي، علمي او باثباته راتلونکي پيلامه وي.
په درناوي
پوهنيار محمدنويدسادات
د ښووني او روزني پوهنخي رئيس
د ښووني او روزني پوهنځي لنډه پیژندنه
د هلمند پوهنتون په چوکاټ کي د ښووني او روزني پوهنځــــــي په (۱۳۸۸ ل.ل.) کال کي منظـــــــــور او په (۱۳۸۹ ل.ل.) کي په رسمي ډول خپلي اداري، علمي او اکاډمیکي چاري دکيميا څانګي په فعاليت سره پیل کړې. اوس مهال د ښووني او روزني پوهنځی شبږ فعالي څانګي لري، چي محصلين پکښي په زده کړو بوخت دي. د ښووني او روزني پوهنځي تدريسي او څېړنيزي چاري د مسلکي، متخصصو او ژمنو استادانو لهخوا پر مخ وړل کېږي. د محصلینو لپاره په پوهنتون کښي مسجد شریف، معیاري درسي ټولګي، کتابتون، کمپیوټر ليب، تدريسي لابراتوارونه، د انټرنیټ اسانتیا، او سالم تفریحي چاپېریال برابر سوی دی، ترڅو محصلین په یوه مناسب او اغېزمن علمي چاپيريال کي خپلي زده کړي ترسره کړي.
د ښووني او روزني پوهنځي څانګي او فعاليت کلونه

ليرليد، رسالت او موخي
د ښووني او روزني پوهنځی غواړي د خپلو علمي او څېړنيزو برنامو او متخصصو کادرونو پرمټ د ټولني د اړتیاوو سره سم د معیاري تحصیلي خدماتو او نويو علمي څیړنو په ترسره کولو سره د سيمي او هېواد په کچه ځانګړی مقام خپل کړي.
د ښووني او روزني پوهنځی د تعليمي او تحصيلي ادارو لپاره د ليسانس په کچه په علمي او څېړنيزو مهارتونو، معاصرو تدريسي مېتودونو پوه، اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن د مسلکي کادرونو روزل خپل رسالت ګڼي.
- د علمي او څېړنیزو چارو په برخه کي په ملي او نړیوالو معیارونو سره د ښووني او روزني پوهنځي عیارول.
- د بېلابېلو علمي او تخصصي پروګرامونو پراختیا او له نړیوالو منل سوو معیارونو سره یې برابرول.
- د څېړنو پر مټ د ټولني د ستونزو پېژندل او ورته مناسبې حل لاري پیدا کول .
- د زيربطو ادارو او اشخاصو په وړاندي ښووني او روزي پوهنځي څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو او دوامداره اړيکو ساتل.
- د هيواد په هر اړخيزي او دوامداره پراختيا کي پراخه ونډه اخېستل.
- د فزيکي پراختيا او د ودانيزو، زيربنايي اسانتياوو له لاري پوهنځي په يو اغيزناک او مساعد علمي چاپيريال بدلول.
- د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتنه.
- نوښت او خلاقیت.
- همکاري او ګډ کار.
- مسؤلیت او حساب ورکونه.
- نظم، ډسپلین او شفافیت.
- تعهد او ژمنتیا
د ښووني او روزني پوهنځي کادري غړو جدول

د تحصيلي درجې له مخې د استادانو احصائيه

د علمي رتبو له مخي د استادانو احصائيه

د ښووني او روزني پوهنځي برحاله محصلينو شمېر

د ښووني او روزني پوهنځي د فارغه محصلينو شمېر
