د کیمیا څانګي د آمر پيغام
الحمدلله رب العالمين والصلوه و السلام علی اشرف الانبياء و المرسلين و علی اله و اصحابه اجمعين.
څرنګه چي ښوونه او روزنه د يوې ټولني د ملا تير جوړوي، نو موږ هم دې ارزښت ته په کتو سره د ګران هېواد افغانستان لپاره د کیمیاوي علومو په برخه کي و نوي نسل ته ښوونه او روزنه ورکوو، او هڅه کوو چي پدې برخه کي د هېواد اړتيا پوره کړو. دا چي په اوسني وخت کي د عصري زده کړو پرته د ټولني پرمختګ او پر ځان بساينه ناشونې ده، نو د ځوانانو څخه مو هيله ده، چي لوړو زده کړو ته مخه کړي او خپل ګران هېواد په هر ډګر کښي په ځان بسیا کړي.
والسلام،
پوهندوی نيازمحمد ذاهدي
د کېميا څانګي آمر
د کیمیا څانګي لنډه پېژندنه
کیمیا څانګه د هلمند پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځی په لومړني تشکیل کښي چي (۱۳۸۹ هـ ش) کال کې منظور سوې او په همدې کال کښې یې په رسمي ډول خپلي اداري، علمي او اکاډمیکي چاري د کیمیا څانګی په فعاله کېدو سره پیل سوې. د کیمیا څانګی تدریسي چاري په (۱۳۸۹ هـ ش) کال د سنبلې میاشتي په شپاړسمه نېټه پيل سوي دي. او د څلورو کلونو تدریسي چارو په تکمیلېدو سره نوموړي څانګي لومړه دوره فارغین په ۱۳۹۳ کال کښی ۴۱ تنه محصلین فارغه کړل، او تر ۱۴۰۴ تحصیلي کال پوري یې ۱۲ دورې محصلین چي تعداد یې ۳۶۵ تنه دي و ټولني ته د خدمت لپاره کادرونه فارغه کړې دي.
د کیمیا څانګه اوس مهال اوه تنه رسمي استادان لري او د ۲۱ تنو په شاوخوا کښي محصلین په څلورو ټولګیو کښي لري، پنځه تنه استادان یې په تدریس او نورو علمي فعالیتونو مصروف دي، او دوه تنه استادان یې یو یې د دوکتورا او بل تن یې ماسټري زده کړي کوي.

ليرليد، رسالت او موخي
د کیمیا څانګه به د افغانستان او نړی په کچه یوه معیاري څانګه وي، دا څانګه به د ټولني د اړتیاوو وړ مواد د نویو څیړنو پر بنسټ وړاندي کوي او همدارنګه د کیمیاوي علومو په مختلفو برخو کښي به کادرونه په اسلامي او ملي روحیه روزي.
د کیمیا څانګه هڅه کوي، چي یو داسي علمي او اکاډمیک چاپیریال جوړ کړي، چی زده کړیز نصاب او تدریس به یې د اسلامي اصولو په پام کښې نیولو سره د اوسني نړیوالو پرمختګونو مطابق وي او همدارنګه څيړني او اختراعات به یې د کیمیاوي علومو په برخه کښې په ملي او نړیواله کچه معیاري او د اعتبار وړ وي.
د څانګي ټول علمي او اداري فعالیتونه داسي معیاري کول، چي څانګه وکولای سي د کیمیا د علم پر بنسټ په ښه کیفیت سره علمي کادرونه وروزي، چي اسلامي ارزښتونو او د هیواد ملي ګټو ته ژمن وي، او د ټولني د ستونزو د حل پر بنسټ پرمختګونه رامنځ ته کړي او د ښه خدمت کولو جوګه سي.
- د اسلامي او ملي ارزښتونو تطبیق او درناوی کول.
- د قوانینو، مقررو او اصولو رعایت کول.
- امانت داري، شفافیت او د فساد مخنیوی کول.
- سالم مدیریت او سالمه رهبري
- د تدریس، څیړنو او تالیفاتو اخلاق رعایت کول.
- د پوهنتون د ادارې او د ټولني د اشخاصو مقتابل احترام ساتل.
تشکيلاتي جدول
د څانګي ټولي اداري او تدريسي چاري د څانګي د آمر په شمول د اوو تنو دايمي استادانو( پنځه ماسټران، یو تن دوکتورا او یوه ماسټري جریان لري او يوه ليسانس) په مټ مخته وړل کيږي.

زیربنايي او روبنايي امکانات
د کیمیا څانګه څلور مجهز او په اړينو توکو سنبال درسي ټولګي لري، چي په تولو ټولګيو کي يې د ګرمي او يخي هوا سيسټم، مناسبي چوکۍ، تدريسي بورډونه، پروجيکټور او LED شتون لري. په هلمند پوهنتون کي مسجد شريف، تفريحي پارکونه، د اوبو رسولو شبکه، بريښنا، پارکينګ، کتابتون، کمپيوټرلب، انټرنيټ، Chem Skach ، کانتين او نوري اسانتياوي شتون لري، چي د کیمیا څانګي محصلين او استادان په اصولي ډول ګټه ورڅخه اخيستلی سي.
علمي پروګرامونه
د کیمیا څانګي تدريسي بهير د مسلکي، متخصصو او تجربه لرونکو استادانو له لوري پر مخ وړل کيږي. چي په بيلابيلو وختونو کي تخصصي، مسلکي او معلوماتي کنفرانسونه او سمينارونه وړاندي کوي، همدارنګه د پوهنتون په کنفرانسونو او سمينارنو کي ګډون کوي. د کیمیا څانګي استادان تل هځه کوي، چي پر ګڼو علمي موضوعاتو مقالې وليکي او په ملي او نړيوالو ژورنالونو کي يې خپرې کړي، چي تر دې دمه یې ګڼي داخلي او نړيوالي مقالې خپرې سوي دي. د کیمیا څانګه خپلو برحاله او فارغه محصلانو ته هم په بيلابيلو وختونو بيلابيل د مسلکي او علمي ظرفيت لوړوني او کارموني لنډمهاله پروګرامونه په لاره اچوي، چي دمګړی د کیمیا څانګي فارغين په ګڼو دولتي او خصوصي پوهنتونونو، ښوونځيو او نورو ادارو کي په دندو بوخت دي.
د لوړو زده کړو د قانون مطابق د ليسانس دوره په منځني ډول څلور کاله ده، چي هر تحصيلي کال دوه سمسټرونه( پسرلنی او ژمنی) لري او هر سمسټر شپاړلس (16) درسي اونۍ دی. د کیمیا څانګي په ټولو اتو سمسټرونو کي ټولټال (۱۵۳) کريډيټونه لري، چي په هره اونۍ کي ډېر تر ډېره (21) کريډيټه تدريس کېږي، او هر کريډيټ يو درسي ساعت(50 دقيقې) دی.
د کیمیا څانګي د لیسانس دورې د ټولو مضامینو مجموعي شمېر او اړونده فیصدي یې:









د کیمیا څانګي د فارغينو کاري ساحه
د کیمیا څانګي فارغين به په دې وتوانېږي چي:
- په ښوونځيو، مدرسو، د ښوونکو د مسلکي پراختيا په مرکزونو او بيلابيلو انسټيټونونو کي د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړي.
- په دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو کي د علمي کادر په توګه و ګمارل سي.
- د درملو او کیمیاوي موادو د جوړولو او خرڅلاوو په شرکتونو کی د کیمیادان په حیث دنده ترسره کولای سي.
- د کیمیا په برخه کي معیاري علمي څېړني وکړي، ترڅو د نصاب د ښه تطبیق په برخه کي اغېزمن رول ادا کړي.
- په صنعتي فابریکو کښې د کیمیادان په حیث دندې ترسره کولای سي.