انګلیسي څانګه

د انګلیسي څانګي د آمر پيغام

اَلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ العَالَمِينَ، وَالصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ عَلَى أَشْرَفِ الأَنْبِيَاءِ وَالمُرْسَلِينَ، وَعَلَى آلِهِ وَأَصْحَابِهِ  وَأَهْلِ بَيْتِهِ وَذُرِّيَّتِهِ وَأَتْبَاعِهِ وَأُمَّتِهِ وَأَحْبَابِهِ أَجْمَعِينَ.
أَمَّا بَعْدُ؛ فَأَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ، بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ:

﴿وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَّسُولٍ إِلَّا بِـلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ ۖ فَيُضِلُّ اللَّهُ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ ۚ وَهُوَ العَزِيزُ الحَكِيمُ﴾ (سورةُ إِبْرَاهِيم: الآيةُ ٤)

﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ﴾ (سورةُ الحُجُرَات: الآيةُ ١٣)

وَعَنْ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ:
"أَمَرَنِي رَسُولُ اللهِ ﷺ أَنْ أَتَعَلَّمَ لَهُ كِتَابَ يَهُودَ، فَقَالَ: إِنِّي وَاللهِ مَا آمَنُ يَهُودَ عَلَى كِتَابِي." (رواه أبو داود، حديث رقم ٣٦۴٥)

ژبه د افهام او تفهیم، پوهي او د فرهنګونو د لېږد یوه الهي ټولنیزه وسیله ده. د قرآني اصل له مخي د الله ج هر پیغمبر ص د خپل قوم په ژبه استول کیدی تر څو حق ورته څرګند کړي. همدارنګه د نبوي سنتو له مخي د ژبو زده کړي او مهارتونو ته هڅونه کي ږي. زموږ د انګلیسي ژبي او ادبیاتو څانګه  د ژبي زده کړه په دیني، علمي او ټولنیز خدمت کي ګڼي. موږ متعهد یو چي  محصلان مو داسي علمي، اخلاقي او مسلکي مهارتونو باندي سمبال کړو چي  هغوی په ښوونه او روزنه، ژباړه، لیکوالی او څېړنه کي  وړ متخصص اشخاص وګرځي. زموږ هڅي یوازي د ژبنیو وړتیاوو د لوړولو پوري محدودي نه دي؛ بلکي  د محصلانو فکري، اخلاقي او فرهنګي وده مو هم هدف ده، تر څو زموږ د لاس روزل سوي نیالګي وکولای سي په مؤثره توګه د افغانستان د تعلیمي او ټولنیز پرمختګ برخه وګرځي. په ایمان، صداقت او مسلکي توب سره موږ د علم، تدریس او خدمت په برخه کي  د غوره توب د ساتني کوښښ کوو. الله تعالى دي زموږ هڅي قبولي او موږ د پوهي په لاره کي  بریالي کړي.

والسلام،

پوهنیار سید حکمت الله سیفي

د انګلیسي ژبي او ادبیاتو څانګي آمر

 

د انګلیسي څانګي لنډه پېژندنه

د انګلیسي ژبي او ادبیاتو څانګه د ښووني او روزني په پوهنځي پوري اړوند ده، چي  په ۱۳۹۹ ل.ل کال کي یې د دوو استادانو په درلودلو سره خپل فعالیت پیل کړ. دا څانګه اوس مهال شپږ تنه علمي کادري غړي لري، یو تن د کابل د ښووني او روزني پوهنتون څخه د (TESOL) په څانګه کي  ماسټري لري، یو تن هندوستان هیواد کي دوکتورا او بل د کابل د ښووني او روزني پوهنتون په (TESOL) څانګه کي ماسټري زده کړي کوي؛ پاتي درې تنه استادان د لیسانس سند لري. یاده څانګه شاوخوا 150 محصلین لري، چي  په څلورو ټولګیو (لومړی، دویم، دریم، او څلورم) کي  زده کړي کوي. د دې څانګي ټولګي د عصري ټکنالوژۍ په وسایلو سمبال دي، محصلین یې د سهار او ماسپښین په دورو کي  د درسي نصاب مطابق اساسي، تخصصي، مسلکي او پوهنتون شموله مضمونونه لولي. د انګلیسي ژبي او ادبیاتو څانګي د خپل لومړی دور فارغ محصلین په ۱۴۰۳ او دوهمه دوره په ۱۴۰۴ لمریز کلونو کي  ټولني ته وړاندي کړي دي. دا څانګه د کابل د ښووني او روزني پوهنتون د انګلیسي څانګي نوی درسي نصاب، چي  د لوړو زده کړو وزارت لخوا تأیید سوی، تطبیقوي. دا څانګه د انګلیسي ژبي او ادبیاتو تدریس کوي چي  د ادبپوهني، نړیوال ادبیات او ادبي نقد ترڅنګ د ژبي مهارتونه، ژبنیز سیسټمونه، د زده کړي مهارتونه او د ژبي د تدریس زده کړه د معاصرو څېړنو پر بنسټ پیاوړې کوي.

 

ليرليد، ماموریت او موخي

  • ليرليد (Vision)

د انګلیسي ژبي او ادبیاتو څانګه به یوه اکاډمیکه او مسلکي څانګه وي، تر  څو د افغانستان او سیمي لپاره د انګلیسي ژبي مجرب ښوونکي، لیکوالان، ژبپوهان، ژباړونکي، څېړونکي او نړیوال ویناوال وروزي.

  • ماموریت (Mission)

د انګلیسي ژبي او ادبیاتو څانګه په پام کي لري چي  د پوهانو، متفکرینو او د تکړه زده‌کوونکو په مټ  داسي یو فکري او علمي چاپېریال رامنځته کړي چي د ادبیاتو، ژبپوهني او د انګلیسي ژبي مطالعاتو ته په مشترک ډول وده ورکړي ترڅو د پوهي او عمل په ډګر کي د محصلینو د ادبي او ژبنیز پرمختګ، فکري مهارتونه، بشري درک، فرهنګي پوهاوی، او نوښتیزو فعالیتونو د پیاوړي کولو لپاره وکاریږي. دا ټول د څانګي د لیسانس دورې اساسي درسي نصاب له لاري د اسلامي، ملي، ټولنیزو او انساني ارزښتونو ته په درناوي د لوړو زده کړو وزارت، هلمند پوهنتون او د ښووني او روزني پوهنځی ټول مقررات په عملي کولو سره ترسره کیږي.

 

  • موخي (Goals)
  • د انګلیسي ژبي لیسانس مسلکي او علمي ښوونکي، لیکوالان، ژباړونکي او څېړونکي کادرونه ټولني ته وړاندي کول.
  • د انګلیسي ژبي  زده کوونکو ته ژبني مهارتونه ورښودل، تر څو وکولای سي انګلیسي ژبه د عمومي، ځانګړي او علمي اهدافو لپاره وکاروي.
  • داکاډمیک (علمي) کیفیت لوړي کچي ته رسېدل، په داسي حال کي  چي  د افغانستان اسلامي او عنعنوي ارزښتونه په پام کي  نیسي.
  • ارزښتونه (Values)
  • د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتل
  • نوښت او خلاقیت
  • همکاري او ګډ کار
  • مسوولیت او حساب ورکونه
  • نړیوالتوب

 

تشکيلاتي جدول

د څانګي ټولي اداري او تدريسي چاري د څانګي  د آمر په شمول د شپږو تنو دايمي استادانو په مټ مخته وړل کيږي:

 

 

علمي پروګرامونه

د انګلیسي څانګي تدريسي بهير د مسلکي، متخصصو او تجربه لرونکو استادانو له لوري پر مخ وړل کيږي. چي  په بيلابيلو وختونو کي تخصصي، مسلکي او معلوماتي کنفرانسونه او سمينارونه وړاندي کوي. همدارنګه استادان او محصلان د پوهنتون په کنفرانسونو او سمينارنو کي ګډون کوي. د انګلیسي څانګي استادان تل هځه کوي، چي پر ګڼو علمي موضوعاتو مقالې وليکي او په ملي او نړيوالو ژورنالونو کي يې خپرې کړي، چي تر دې دمه یې ګڼي داخلي او نړيوالي مقالې خپرې سوي دي. د انګلیسي څانګه خپلو برحاله او فارغه محصلانو ته هم په بيلابيلو وختونو بيلابيل د مسلکي او علمي ظرفيت لوړوني او کارموندني لنډمهاله پروګرامونه په لاره اچوي، چي دمګړی د انګلیسي څانګي فارغين په ګڼو دولتي او خصوصي پوهنتونونو، ښوونځيو او نورو ذیدخلو ادارو کي په دندو بوخت دي.

تحصیلي نظام

د لوړو زده کړو د قانون مطابق د ليسانس دوره په منځني ډول څلور کاله ده، چي هر تحصيلي کال دوه سمسټرونه (پسرلنی او ژمنی) لري او هر سمسټر شپاړلس (16) درسي اونۍ دی. د انګلیسي څانګي په ټولو اتو سمسټرونو کي مجموعا (164) کريډيټونه لري، چي په هره اونۍ کي ډېر تر ډېره (21) کريډيټه تدريس کي ږي، او هر کريډيټ يو درسي ساعت (50 دقيقې) دی.

 

 

تحصيلي نصاب (کريکولم)