د بیولوژي څانګي

د بیولوژي څانګي لنډه تاریخچه

د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي په چوکاټ کي د بیولوژي څانګه په (۱۳۸۸ هـ ش) کال کي منظور او په (۱۳۹۴ هـ ش) کي په رسمي ډول خپلي اداري، عملي، علمي او اکاډمیکي چاري د دوو تنو استادانو په منظوري سره پیل سوي دي. د څانګي تدریسي او زده کړیز چاري په (۱۳۹۴ هـ ش) کال د سنبلې میاشتي په شپاړسمه نېټه د لومړي ټولګي په فعاله کېدو سره پیل سوي. د بیولوژي څانګه تر اوسه پوري سپږ دوري فارغین ورکړي چي ټولټال (۲۴۳) تنه محصلین یې ټولني ته د خدمت ملا تړلي ده.

 

د بیولوژي څانګي لرليد، رسالت او موخې:

۱:ليرليد(Vision):

بیولوژي څانګه به د افغانستان او سیمي په کچه يوه معیاري څانګه وي. دا څانګه به د ټولني د اړتیا وړ مواد د نوو څیړونو پر بنسټ وړاندي کوي او همدارنګه د بیولوژي علومو په مختلیفو برخو کښي به کادرونه په اسلامي او وطنپالني روحیه روزي.

۲: رسالت:Mission

بیولوژي څانګه هڅه کوي چي يو داسي علمي او اکاډمیک چاپیریال جوړ کړي چي زده کړي او څیړني به يي په ملي او نړیواله کچه معیاري او د اعتبار وړ وي.

۳: موخې: Goals

د ژوندیو موجوداتو د ارزښت اړوند په معیار برابر کادرونه روزل، چي ملي ګټو ته ژمن او د هیواد د پرمختګ وسیله وګرځي.

اوومه ماده: دڅانګي د آمر دندي:

۱- دڅانګي د غونډو مشري کول.

۲- دلوړو مقاوماتو په وړاندي دڅانګي څخه استازیتوب کول.

۳- دڅانګي دکاري پلان او دهغه د اجنډا چمتو کول.

۴- دڅانګي دپریکړو په اړه اصولي اجراآت کول. دتقرر، انفکاک اوعلمي ترفیع د اسنادو دبشپړولو په شمول.

۵- د درسي نصاب دتطبیق څارنه او دڅانګي اړوند د ټولو درسونو که هغه نظري، عملي او یا هم ساحوي وي دهغوی دڅرنګوالی څخه څارنه کول.

۶- دڅانګي او پوهنځي د وضعي دپرمختګ لپاره د نوښتونو او نظریاتو وړاندي کول.

۷- دڅانګي د اړتیاوو دپوره کولو لپاره هڅي کول.

۸- دڅانګي د اکاډمیکو او اداري چارو تنظیمول.

۹- دهغو غړو ستاینه کول چي په علمي، اداري، تحقیقي او نورو کارونو کي یې له ځان څخه نوښت ښودلی او دمجازاتو وړاندیز کول دهغو غړو لپاره چي دجدي تخلفاتو مرتکب سوي وي.

۱۰- دپوهنځي ریاست او علمي شورا ته دڅانګي دفعالیتونو په اړه راپور ورکول.

۱۱- په هر سمستر کي دڅانګي د کادري غړو د فعالیتونو ارزونه او په دي اړوند د ارزوني پایله د څانګي په غونډه کي وړاندي کول.

۱۲- دټولو هغو دندو سرته رسول چي دقانون له مخي دڅانګي په مشر پوري اړه ولري.

 

شپږمه ماده: داستادانو بنسټیزي دندي:

۱- دلوړو زده کړو دقانون له مخي علمي کادري استادانو او محصلانو ته لارښوونه کول.

۲- دعلمي کادري غړو او نورو پوهانو د آثارو او علمي کنفرانسونو ارزونه او دهغوی په اړه نظر څرګندول.

۳- دلارښوونکي، خبري کوونکي او یاهم د ګډون کوونکي په توګه په علمي او اکاډمیکو ناستو کي فعاله ونډه اخیستل.

۴- په کمېټو، غونډو او علمي شوراګانو کي په فعاله توګه برخه اخیستل.

۵- دپوهنځي او اړوندي موسسي دعلمي پرمختګ دکارونو دلا ښه والي په موخه په ټولو چارو کي برخه اخیستل او دموسسي دمصلحتونو او ګټو ساتل لپاره هڅي او فعالیت کول.

۶- دخپلي پوهي او زده کړي کچه لوړول په ځانګړي ډول په یوه اختصاصي څانګه کي او د مهارتونو لاسته راوړل لکه: دکمپیوتر او یوې نړیوالي او معتبري ژبي زده کړه.

۷- د درسي لکچر نوټونو او دعلمي، ساحوي او لابراتواري کارونه لپاره دلارښود چمتو کول.

۸- د بېلابېلو درسي کورسونو په تدریس کي ګډون او یا هم دهغو رهبري کول.

۹- د درسي کتابونو په تألیف، د درسي موادو او ماخذونو په چمتو کولو کي برخه اخیستل او دهغوی رهبري کول.

۱۰- دعلمي څیړنو پرمخ بیول او دهغو رهبري کول.

۱۱- دلوړو او نیمه لوړو زده کړو مؤسساتو ته دشاملیدو په ازموینه کي ګډون کول.

۱۲- د نورو دندو ا فعالیتونو سرته رسول، چي د لوړو زده کړو مؤسسو په قانون کي پيش بیني سوي وي.

 

دپيل خبري

الحمدالله رب العالمین والعاقبت للمتقین والصلات والسلام علی محمد (ص) وعلی آله وصحبه اجمعین!

د بیولوژي په برخه کي د متخصصو، ماهرو او ژمنو کادرونو روزل، دبیولوژي څانګي اساسي رسالت د ښووني او روزني پوهنځی په چوکاټ کي د لوړو زده کړو د یو روزنیز نظام په حیث ګڼل کیږي. دا هغه وخت شونې ده، چي زموږ د هېواد تحصیلي نظام متخصص او ژمن علمي کادرونه، معاصر درسي نصاب او رهبري او سالم او قوي همغږي ولري او د خپلو ټاکلو موخو د ترلاسه کولو لپاره شپه او ورځ هڅې وکړي.

بې له شکه تحصیلي نصاب(Curriculum)  د هر هېواد د لوړو زده کړو په نظام کي یو له بنسټیزو عناصرو څخه دی، چې په حقیقت کي د علمي پروګرام د موخو د تطبیق او لاسته راوړلو لپاره یو هر اړخیز پلان او یو تطبیقي لارښود دی. د زده کړیالانو په پوهه، چلند او مسلکي مهارتونو کې بدلون او پرمختګ د وړاندیز سوي اهدافو سره سم د معیاري نصاب په درلودلو سره راویستل کیدای سي چي د ټولنې اوسني اړتیاوې پوره کړي.

ددې مسايلو په پام کي نيولو سره، د علمي کادر غړي د بيولوژي څانګي د نصاب د کمېټې په چوکاټ کي په بېلابېلو کچو لکه پوهنتونونو، پوهنځيو او څانګو کي، د اړتياوو د ارزونې پروسې، ارزونې او په پای کي ددې برخې د نصاب د بيا کتنې او پراختيا چارې پرمخ وړي. د ټولنې، د کار بازار، ټکنالوژي پرمختګ، وروستي علمي لاسته راوړنو او په پای کي د نړیوالو معیارونو او ستندردونو سره سم، دوی د څه باندې یو نیم کالو پرله پسې هڅو وروسته په دې بریالي سول چي خپل اړوند نصاب نوی کړي.

تمه کیږي چي د نوي نصاب په تطبیق سره به ددې څانګي زده کړیالان د سیمې او نړۍ په کچه د ژورې پوهه، لوړ مهارتونه، د مسؤلیت قبلول او ژمنتیا، او د افغانستان  د دوامداره اقتصادي -  ټولنیز او کلتوري ودې او پراختیا په برخه کي چمتو کړي.

په دې وروستیو کي د لوړو زده کړو وزارت له محترمو مسؤلینو، د اسیا فونډیشن د دفتر له کارکوونکو، د بیاکتنې د تخصصي کمیټې له غړو او د کلستر له ګډونوالو څخه چي ددې پروسې په بریالیتوب کي یې ونډه اخیستې، خوښ او مننه کوو.

لرلید

په دې وروستیو کي د لوړو زده کړو وزارت له محترمو مسؤلینو، د اسیا فونډیشن د دفتر له کارکوونکو، د بیاکتنې د تخصصي کمیټې له غړو او د کلستر له ګډونوالو څخه چي ددې پروسې په بریالیتوب کي یې ونډه اخیستې، خوښ او مننه کوو.

ددې درسي نصاب په تطبیق سره  او دتدریس او زده کړې د مختلف میتودونه څخه استفاده کول؛ دعلمي څیړنو طرحه او پلي کول به د بیولوژي په بیلابیلو څانګو کي بنسټیز سي، ددې څانګې استادان او زده کړیالان به د عصري ټیکنالوژۍ، انټرنیټ، د لابراتواري تطبیقاتو، ساحوي او عملي څیړنو لپاره د عصري وسایلو کارول، ددې څانګې په ښه والي کي بدلون  د مختلفو مضامینو محتویانو په کارولو سره به د انسانانو لپاره د ژوند صحي شرایط راولي.

زموږ لرلید به د لاندې ټکو په پام کي نیولو سره د ټولنې په اقتصادي، ټولنیز او بیولوژیکي جوړښت کي د ممکنه بدلونونو سره مطابقت ولري:

خلاقیت، نوښت، د مختلفو تدریسي میتودونو کارول او د څیړنې او تألیف کلتور بنسټیز کول به دا څانګه د ټولنې سره د سوکالۍ او هوساینې په لاره کې ودروي.

د ښاري کولو او کلتور د ودې لپاره تمایل، د چاپیریال د ککړتیا څخه د مخنیوي غوښتنه او دحیواناتو او ونو کرلو او وده ورکولو اهمیت ته پاملرنه او د ځنګلونو او ونو د پرې کولو څخه مخنیوی.

د انتقادي فکر او رغنده ټولنیز تعامل لاره به د زده کړیالانو داکاډمیکو تجربو په ترلاسه کول سره ترڅو مسؤل ښاري، منتقد او د ستونزو په حل کي همکار او دعامه ګټو په ساتلو کي مرسته وکړي.

د بیولوژي د علم زده کړیالان په دوامداره توګه نوښت ته ژمن دي او ددې رشتي د ښه تدریس لپاره د خلاقیت هرکلی کوي، دوی هڅه کوي چي د بیولوژي فارغانو د بیکاري کچې دکمولو لپاره د انعطاف وړ مسلکي او وظیفوي لارې وپیژني یا یې رامینځته کړي.

 

رسالت

د بيولوژي څانګه په پرله پسې ډول د ښووني او روزني د کيفيت د ښه والي او د تدريسي بهير د علمي معيارونو او نوي نصاب سره سم د ښه والي لپاره هلې ځلې کوي.

  • د زده کړیالانو د علمي او څیړنیزو فعالیتونو وده او دشخصي او ټولنیز مسؤلیت احساس د لوړو اسلامي او انساني ارزښتونو د دقیق پوهاوي له لارې پياوړي کول.
  • ددې څانګې د استادانو د علمي او تحقیقي کچې لوړول.
  • - د معیاري او واحد نصاب پر بنسټ د بیولوژي څانګې زده کړه؛ زده کړیالان د مشارکت او بریالیتوب په اړه پوهیدلو او درک سره چي په ټولنه کي په ډیری چټکتیا سره د بدلون په حال کي دي؛ چمتو کوي. 
  • د بيولوژي څانګې د علمي کادر غړي او مسؤلین ډاډمن دي چي زده کړیالان به هغه مهارتونه چي ددې رشتې د بشپړې او سمې زده کړې لپاره اړين دي، د لازمو وړتیاوو د تر لاسه کولو په ګډون ترلاسه کړي، د بریالیتوب او خدمت لپاره په ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو کي ځکه چي افغانستان دتنوع له پلوه مختلف اقلیم لري، نو د ژوند تنوع له اړخ (حیوانات او نباتات) خورا زیات تنوع لري. پدي خاطر دبیولوژي او څیړنیزو څانګو لپاره د کار پيدا کولو ښه شرایط برابروي.

 

ارزښتونه:

-  د تعلیمي او علمي ودې پر بنسټ علمي آزادي؛

- په کار کي صداقت او شفافیت؛

- د نورو نظرونو ته درناوی؛

- د هر ډول ژبني، توکمیز، نژادي، فکري تبعیض، او نور رد کول؛

- زده کړیالانو او استادانو ته د مسؤلیت احساس ورکول؛

د چاپیریال علم او ​​​​پوهې له اهمیت څخه د ټولنې خبرتیا؛

- په اسلامي او انساني ارزښتونو باور او درناوی؛

 

زده کړیزې موخې:

  1. د پوهنې، لوړو زده کړو، او نیمه لوړو زده کړو موسسو لپاره د بیولوژي په برخه کي د مسلکي کادرونو او متخصصینو روزنه؛
  2. په معاصر تدریسي میتودونو او مهارتونو سره د مسلکي ښوونکو روزنه.
  3. د ورځنیو موندنو او پرمختګونو سره سم د بیولوژي د پوهې د کمي او کیفي کچې لوړول؛
  4. په انساني او د وطن پالنې په روحیه باندي د زده کړیالانو روزنه.
  5. د تألیفاتو زیاتوالی، د علمي څیړنو پیاوړتیا او د زده کړیالانو لپاره د انګیزي رامنځته کول.

 

متوقعه پایلي:

زده کړیالان پدې څانګه کي د خپل تحصلي دوران په پای کي، کولای سي ددې نصاب، نوي تدریسي میتودونو او د دوی د تخصصي پوهې په کارولو سره د غوره تدریس د ودې لپاره عملي ګامونه پورته کړي. همدارنګه، د لابراتواري کارونو په ترسره کولو سره، دوی پدي څانګه کي د نورو څیړنو لپاره زمینه چمتو کوي.

 

د اړتیا ارزونه:

د دولتي پوهنتونونو د بیولوژي څانګي او دښووني او روزني نورو څانګو د نصاب د مشرتابه پلاوي او کاري کمیټې د آسیا فونډیشن له محترم مؤسیسي  سره په همکارۍ د ښووني او روزني پوهنځي د نصاب د بیاکتنې او پراختیا پروګرام په تیر یو کال کي ترتیب او تطبیق کړ. د بیولوژي څانګي او ښووني او روزني د نورو څانګو د نصاب د بیاکتنې او پراختیا پروګرام د دوو لویو او بنسټیزو فعالیتونو په ترڅ کي ترسره سو:

1- د پوښتنلیکونو په راټولولو او ویشلو او د معلوماتو تحلیل کولو له لارې د اړتیاو ارزونې پروګرام ترتیب کول.

2- د ورکشاپونو او معلوماتو تجزیې او تحلیلونو په بڼه د ډله ایزو فعالیتونو تنظیم کول.

د اړتیاوو ارزونې پروګرام موخه دا ده چي د بیولوژي ډیپارټمنټ او دښووني او روزني نورو برخو کي د موجوده نصاب د مطابقت کچې ​​​​څیړنه د ګټه اخیستونکو توقعاتو او اړتیاو سره، په شمول د مضامینو ګټورتیا او تطبیق، د مفرداتو نوي کول او معیاري کول. د تدریسي منابعو تطبیق او معیاري کول، د ضعیفو ټکو په ګوته کول او د ښووني او روزني پوهنځي د تعلیمي نصاب پیاوړتیا او له نړیوالو معیارونو سره د نصاب برابرول په لاره اچول سویدي. د ډله ایزو فعالیتونو او معلوماتو تجزیه او تحلیل کول دکار بازار د اساسي اړتیاو اندازه کولو او دکار بازار د اشباع له امله د بیولوژی فارغانو لپاره د لا زیاتو کاري فرصتونو چمتو کولو په هدف ترسره سوي. په لومړي برخه کي د پوښتنلیکونو څخه ترلاسه سوي معلومات او په دویمه برخه کي د ډله ایزو فعالیتونو څخه ترلاسه سوي معلومات تجزیه او تحلیل سويدي.

د هري څانګي د نصاب د کمیټې په بڼه د کاري ټیم ترتیب: د بیولوژي څانګې او د ښووني او روزني د نورو څانګو د نصاب د کمیټې د غونډې په اساس دغه کاري ټیم د اتو څانګوڅخه د یوه استازي په معرفي کولو سره جوړ سوه  او د نصاب د کمیټې آمریت یې تشکیل کړیدی.

دګټي اخيستونکو پيژندنه: د بیولوژي څانګه د ډیرو ګټو اخیستونکو سره په داخل او خارج کي اړیکه لري چي هر یو یې کولای سي په څانګه اغیزه وکړي یا د څانګي لخوا اغیزمن سي. هر یو برخه اخیستونکي د پام وړ اړتیاوې او هیلې لري د بیولوژي د څانګي برخه اخیستونکي په لاندي ډول دي:

ډیپارټمنټونه: د دولتي او خصوصي پوهنتونونو مختلف ډیپارټمنټونه ګټه اخیستونکي اغیزمن دي. د نصاب د بیا کتنې وړاندیز، د مفرداتو تنظیم او د تدریس د طریقي تعیین ددي څانګو له صلاحیتونو څخه دي، چي د تعلیمي خدمتونو په وړاندي کولو کي خورا ښه اغیزه لري.

د لوړو زده کړو، پوهنې، کرنې، چاپېریال، مطبوعاتو او ښاروالۍ بنسټونه: لدي امله چي د بیولوژي څانګي ماموریت په پورتنیو برخو کي د متخصصو کادرونو روزل دي، نو دغه بنسټونه د بیولوژي د محصلینو لپاره د کار مستقیم بازار جوړوي، د بیولوژي څانګي د خپل نصاب له پراختیا سره سم د خپلو اړوندو  ادارو لپاره وړاندیزونه په پام کي نیولي تر څو زده کړیالان وکولای سي د بیولوژي دعلم د زده کړي ترڅنګ، د اړتیا وړ عملي پوهه او عملي مهارتونه هم زده کړي.

زده کړیالان: د ګټه اخیستونکو دا ډله اغیزمنه ده او تعلیمي خدمتونه دوی ته په مستقیم ډول چمتو کیږي.

فارغین: دا ډله هم ددي څانګي یو مهم ګټه اخیستونکي دي، چي دتعلیمي نصاب په جوړولو کي یې اړتیاوي د مساعدو کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کي په پام کي نیول سويدي.

د پوښتنلیکونو ترتیب او ویش، د مرکز او ولایتونو په کچه د دولتي، خصوصي او همکار موسسات د ګټي اخیستونکو په ګډون د ورکشاپونو په بڼه د ګروپي کار تنظیمول، او د ترلاسه سویو معلوماتو تجزیه او تحلیل. د پوښتنلیکونو د راټولولو او ویشلو موخه د بیولوژي د څانګي اوسني کریکولم د کار بازار او شریکانو د توقعاتو او غوښتنو سره د مطابقت دکچي ارزول  وو. بحثونه لکه دمضامینو ګټورتیا او تطبیق، دمفرداتو نوي کول او معیاري کول، د تدریسي سرچینو نویوالی او اکاډمیک کول او د بیولوژي او د ښووني او روزني د نورو څانګو تحصیلي نصاب د ضعیفو ټکو په ګوته کول او پياوړتیا باندي ډیر تمرکز سويدی.

دمرکز او زونونو په کچه د ګټه اخیستونکو او همکارو بنسټونو لپاره د ورکشاپونو تنظیمول، چي موخه یې د ډله ایزو فعالیتونو تنظیمول او هغه معلوماتو تجزیه او تحلیل کول دي ترڅو د بیولوژي او دښووني او روزني په نورو څانګو کي د کار بازار اساسي اړتیاوې تشخیص او د ښووني او روزني پوهنځي د هري څانګي د فارغ التحصیلانو لپاره د دندي فرصتونه د اوسني کار بازار د عرضي په اساس چتمو کړي دي.  پدي ورکشاپونو کي ګډونوالو د تعلیمي نصاب په ځانګړي ډول په عملي ډګر کي شته نیمګړتیاوې په ګوته کړي او خپل وړاندیزونه یې وړاندې کړل، چي دا وړاندیزونه توحید او د نصاب دبیا کتنې په بهیر کي یې عملي کړي دي.

د بېلابېلو ولایتونو په کچه د پوهنې له وزارت، موسساتو او نورو ګټه اخیستونکو بنسټونو څخه دترلاسه سویو وړاندیزونو توحید او څیړل، تر څو دغه وړاندیزونه په عمومي ډول په راتلونکو پړاوونو کي د تعلیمي نصاب د اصلاح لپاره د لارښوونو برخه وګرځي.

د پوښتنلیکونو تحلیل: د پوښتنلیکونو له راټولولو وروسته، کاري ټیم د SPSS سافټویر په کارولو سره د پوښتنلیکونو ټول ډولونه تحلیل کړل او ددې پوښتنلیکونو څخه ترلاسه سوي معلومات یې تجزیه او تحلیل کړل.

د منځپانګي پيژندل

د زده کړي د دورې موده: د بیولوژي څانګي د لیسانس دوره د افغانستان د لوړو زده کړو په سیسټم کي د بیولوژي د زده کړي لومړۍ مرحله ده چي معمولاً څلور اکادمیک کاله وخت نیسي.

دمضامینو کریدیتونه او کوډ نمبر:  پدي کریکولم کي، په پورتنیو څلورو کټګوریو کي دکریدیتونو ټولټال شمیر 146 کریدیته دي. د دولتي او خصوصي پوهنتونونو دبیولوژي ټولي څانګي ددي نصاب په تطبیق مکلف دي.

درسي مضامین او کټګوري: د لوړو زده کړو مؤسساتو د کریدیت سیستم لایحي دوهم ماده: حداقل کریدیتونه د لیسانس په دوره کي 136 کریدیت دي او  اعظمي شمیر د اړونده څانګي د تحصیلي دورې په اوږدیدلو پوري تړاو لري او په یو سمستر کي د 21 کریدیت څخه تجاوز نه کوي.

د لوړو زده کړو مؤسساتو د ذکرسوي کریډیټ سیستم لایحي دریمه ماده: "د لیسانس دوري مضامین په اساسي مضامینو، تخصصي مضامینو، اختیاري مضامینو او پوهنتون شموله مضامینو باندي ویشل سويدي. اساسي مضامین باید حداکثر ۳۰ سلنه، تخصصي مضامین حداقل ۵۰ سلنه او اختیاري مضامین د پوهنتون مضامینو په شمول ۱۲ سلنه، مونوګراف، سیمینار، ستاژ، دولتي ازموینه او د ډیپلوم پروژي بشپړیدل باید ۸ سلنه د لیسانس دوري مضامین رانغاړي او نمري یې د ۱۰۰  نمرو څخه محاسبه کیږي. د ذکر سوو مضامینو سلنه په تعلیمي پلان کي شامله ده.

د پورتنیو موادو پر بنسټ او د بیولوژي څانګي او د اته عددي کلسترونو د سوي توافقونو پراساس په درسي نصاب کي شامل مضامین دڅانګي تخصصي اړتیاو او د کریدیت سیستم غوښتنو سره سم په لاندي ډول ویشل سويدي:

اساسي مضامین: مجموعاً پدي نصاب کي 27 کریدیته، چي ددي څانګي ټولو کریدیتونو 18.49 سلنه جوړوي، دي کټګوري ته ځانګړي سوي دي.

تخصصي مضامین: مجموعاً پدي نصاب کي ۸۳ کریدیته، چي ددي څانګي د ټولو کریدیتونو 56.84 سلنه جوړوي، دي کټګوري ته ځانګړي سويدي.

پوهنتون شموله او اختیاري مضامین: مجموعاً پدي نصاب کي 24 کریدیت، چي ددي څانګي د ټولو کریدیتونو 16.43 سلنه جوړوي، دي کټګوري ته ځانګړي سويدي.

د عملي کار او مونوګراف مضامین: مجموعاً پدي نصاب کي ۱۲ کریدیته، چي ددي څانګي د ټولو کریدیتونو 8.21 سلنه جوړوي، چي هر یو یې لاندې کټګوریو ته ځانګړي سویدي.

 

د سیرعلمي، ستاژ او انترنشیپ موجودیت: مجموعاً  پدي نصاب کي 8.21 سلنه د ټولو کریدیتونو و عملي کارونو ته چي مختلف فعالیتونه: انترنشیپ، ستاژ او سیرعلمي  پکي شامل دي، ځانګړي سوي دي.

د عملي او نظري کارونو تناسب: د تعلیمي نصاب د بیا کتنې په بهیر کي د زده کړیالانو په عملي فعالیتونو کي د پام وړ زیاتوالی موندل سوی، چي د ګڼو اساسي او تخصصي مضامینو په ګډون، درسي پروګرام داسي ترتیب سوی چي عملي او نظري دواړي برخي پکي شامل دي. همدارنګه، د زده کړیالانو د عملي مهارتونو د لوړولو لپاره خپلواک مضامین  په نصاب کي شامل سول دهغوي له جملي څخه پرازیتولوژي، امبریولوژي، دحجري مالیکولي بیولوژي، بایو ټیکنالوژي، بیولوژیکي ارواپوهنه، او عملي ټیکنالوژي دي، چي د بیولوژي څانګي د ټولو کریدیتونو 13٪  سلنه جوړوي.

 د تدریس او زده کړي میتودونه: تدریس په لاندي مختلفو میتودونو سره وړاندي کیږي؛

د لکچرونو ارائه کول او د نوي درس شرح او نظري مباحث؛

بحث او خبري اتري، علمي مناقشه او د زده کړیالانو ترمنځ د درسي موضوعاتو بحث؛   

د استاد او زده کړیالانو ترمنځ د دوه اړخیز بحث لپاره د ټولګی دننه د پوښتنو ارائه کول؛

متقابل تدریس او د زده کړیالان پواسطه خپله تدریس؛

د زده کړیالانو دمهارتونو د لوړولو لپاره د سیرعلمي په لاره اچول؛

د زده کړیالانو پواسطه د ګروپي کار اجرا کول؛

انفرادي او ډله ایز تحقیقات؛

په انفرادي او ډله ایز شکل د  پروژو پلي کول؛

د زده کړیالانو پواسطه د سیمنار وړاندي کول؛

رول لوبول (رول پلی)؛

مغزي طوفان؛

د لابراتوار په داخل کي دعملي کار اجرا کول او د لابراتوار څخه بهر (ساحوي)؛

دمضمون اړتیاوي او د زده کړیالانو د ارزوني معیارونه

د حاضري پالیسي

په ټولو نظري او عملي درسونو کي د زده کړیال منظم حضور حتمي دی.

زده کړیالان دمعقول عذر سره تر 25% پوري غیرحاضري کولای سي.

د 25% څخه زیاته غیرحاضري د مضمون د وروستي ازمویني څخه د محرومي باعث کیږي.

د کورنۍ دندي اصول او صنفي فعالیتونه

د زده کړیالانو کورني کارونه او د زده کړیالانو فعالیتونه د 5 څخه تر 10 نمرو ترمنځ محاسبه کیږي.

د زده کړیال فعالیتونه او کورنۍ کار نمره د هغه په وروستي جمع کي محاسبه کیږي.

د نورو د علمي – تحقیقي کارونو کاپي کول او ادبي سرقت کول د نمرو څخه دمحرومیت سبب کيږي.

دمعقول دلیل په صورت کي دکورنۍ کار عدم تکمیل، زده کړیال د ټاکلي مودي له پای ته رسیدو مخکي استاد ته خبر ورکوي.

د کار تاخیر پالیسي

د زده کړیالانو صنفي آزمویني، کورني کارونه او نور صنفي مکلفیتونه د تاخیر په صورت کي دوهم چانس نه لري. زده کړیالان کولای سي مخکي د ستونزي د پیدا کیدو په صورت کي د مضمون استاد ته اطلاع ورکړي او دهغه تائید ترلاسه کړي.

د نمرو ورکولو پالیسي

د کریدیت لایحي د ۱۹ مادي له مخي د ارزوني طریقه او دنمرو د ویش طریقه په لاندي ډول ده:

ارزونه او صنفي فعالیت( اونیز ارزونه، کورنۍ کار، په ګروپي فعالیتونو کي ګډون) 20٪ عملي کار(لابراتواري فعالیتونه، سیرعلمي، ساحوي څیړني) د مضمون استاد صلاحیت دی.

دسمستر منځني ازموینه (20)٪

د سمستر وروستۍ ازموینه اعظمي (60)٪

ټول %100

د زده کړیالانو دندي او مکلفیتونه

موږ به په ګډه کار وکړو ترڅو د مضمون په اړه اړین پوهه، مهارتونه او چلند ته وده ورکړو. زده کړیالان باید په شریک مشارکت کي یوځای کار وکړي، د یو بل نظرونو او انفرادي ځانګړتیاوو ته درناوي وکړي، او یو بل ته مساوي فرصتونه ورکړي. اخلاق او رفتاري اصول چي په علمي چاپیریال کي اړین دي مراعات کړئ او د داسي کړنو څخه ډډه وکړئ چي دتدریسي پروسي ګډوډولو لامل کیږي؛ اجتناب کول. تر څو د زده کړي په بهیر کي خپل فعال رول د وخت په پابندۍ او اخلاقو سره ادا کړي.

د اکادمیک عدم صداقت پالیسي

په اکاډمیک عدم صداقت کي نقل کول، د معلوماتو جعل کول، غلط استناد کول، علمي سرقت او دنورو فعالیتونه اجرا کول شامل دي چي د زده کړیالانو له لوري ترسره کیږي. د محصل له لوري د دا ډول کړنو ترسره کول په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي، له مرتکب محصل سره به د لوړو زده کړو د قوانینو له مخي چلند وسي.

دمضمون استاد د اکاډمیک عدم صداقت د پيژندلو او دهغه سره برخورد کولو لومړنی مسؤلیت لري. استاد په هغه صورت کي چي د محصل اکاډمیک عدم صداقت تشخیص کړي، دموضوع له څیړلو او دمحصل د دفاع له اوریدلو وروسته به یې اړونده مسوولینو ته دمعرفي کولو پریکړه کوي.

د استاد پریکړه د اکاډمیک عدم صداقت پیښي سره د برخورد په صورت کي، د نورو زده کړیالانو درسي فعالیتونه تر تاثیر لاندي نه راولي. دمضمون استاد د پيښي شواهد د اسنادو سره یوځای د څانګي مسؤلین ته خبر ورکوي. د څانګي آمریت د اصولو سره سم اجرات کوي او ټول اسناد او اړوند شواهد ساتي.