(faculty of veterinary science)
تاریخچه (history)
د وترنري علومو پوهنځی ټولني ته داسې علمي کادرونه وړاندي کوي چې، وکولای شي حیواني امراض په خاص ډول هغه امراض چې، ساري او د حیواناتو او انسانانو ترمنځ مشترک وي تشخیص، تداوي، مخنیوی او کنټرول یې وکړي.
د دې مسلک خاوندان نه یواځي دا چې، حیواني ناروغیو مخنیوي کوي بلکي د ځینو مهمو انساني ناروغیو لکه توبرکلوز، بروسلوز او نورو څخه مخنیوی کوي او همدارنګه د هیواد اقتصاد په قوي کولو کي اساسي رول لري.
د وترنري علومو پوهنځی په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د هلمند پوهنتون په چوکاټ کې تآسیس شوه، چې له تآسیس سره سم یې یوازې یوه څانګه (کلینیک څانګه) له دوه تنو کادري استادانو سره منظور سوه. اوس مهال وترنري علومو پوهنځی دوه څانګې (کلینیک او پاراکلینیک) لري چې مجموعي اته (۸) تنه کادري پرسونل لري چې، درې تنه یی ماسټران، د یوه استاد ماسټري جریان لري او پاته څلور تنه استادان یی لیسانس دي.
د وترنري علومو پوهنځی د خپلو علمي او اداري فعالیتونو سربیره د تضمین کیفیت، ستراتیژیک پلان جوړونې، چاپېریال ساتنې، ازموینو، نظم او دسپلین، تعلیمي نصاب، فرهنګي او نشراتي فعاله کميټې لري.
د وترنري علومو پوهنځی لرلید، ماموریت او هداف
لرليد (Vision)
د وترنری علومو پوهنځی غواړي چي د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کي د حیواني روغتیا، څېړنې او مسلکي روزنې په برخه کي یو مخکښه پوهنځی وي، چې د ټولنې اړتیاوو ته د عصري، پایدارو او اغېزناکو حل لارو له لارې ځواب ووایي.
ماموريت (Mission)
وترنری علومو پوهنځی په پام کي لري، چي په ښه او مسلکي پوهۍ سمبال وترنران ټولني ته وړاندي کړي. د څېړنو، نوښتونو او علمي پرمختګ لپاره لا زیات کار کول. د حیواني ناروغیو کنټرول، د وترنری اقتصاد پیاوړتیا او د ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ پراخول.
اهداف (Goals)
- د اسلامي اخلاقو او وطنپالنی روحیه.
- د استادانو د مسلکي او تخصصي پوهي په برخه کي د ظرفیت لوړول.
- دکیفیت د لوړاوي په برخه کي اکاډيمک اعتبار اخیستل.
- د تدریس، څېړنې او علمي خدماتو معیاري کول.
- د وترنری ساینس او ټکنالوژۍ وده.
- د حیواناتو، انسانانو او چاپېریال ساتنه.
- له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د اړیکو پراخول
- تحصیلی بنسټ په ټولو چارو کی پر کیفیت باندی متمرکز کیدل
بنسټیز ارزښتونه (core values)
- صداقت او ریښتینولي
- مسلکیتوب
- نوښت او څیړنې
- کیفیت او لوړ معیارونه
- د محصلینو، استادانو او اداري همکارانو ظرفیت لوړونه
د وترنري علومو پوهنځی استادان او کارمندان
د وترنري علومو پوهنځی ټولي اداري او تدريسي چاري د دوو څانګو ( کلینیک او پاراکلینیک) آمرینو په شمول د (۸ ) تنو رسمی استادانو په مټ چي د ماسټرۍ او DVM تر کچي لوړي زده کړي لري، د لوړو زده کړو د قانون، کريډيټ سيستم ، نصاب او کريکولم د لوايحو او طرزالعملونو په رڼا کي مخي ته وړل کيږي.
د وترنری علومو پوهنځی د استادانو تشکیلاتي چارټ

د وترنري علومو پوهنځی اداري کارمندانو تشکیلاتي چارټ
