هلمندپوهنتون د دولت د فرهنګي پاليسي په رڼا ،د هلمند د ولایت د خلګو په غوښتنه او د ملي انکشافي پلان له مخي د ځوان نسل د سالمي مسلکي روزني په موخه په ١٣۸۷ ل. کال (۲۰۰۸ع) کي د کرهڼي پوهنځي په تأسيس سره خپل فعاليت پيل کړی دی.په ١٣٨۹ ل کال کي یې د اګرانومی څانګه په رسمي توګه پرانستل سوه او لو1مړي دوره (۱۵) تنه فارغان یې په ١٣۹۱ ل. کال کي و هيوادوالو ته د خدمت په موخه وړاندي کړل. تر اوس مهاله پوري د اګرانومی له څانګې څخه په یوولسو درو (۹)کي (۴۲۴) تنه محصلين د خدمت په موخه  فارغ سوي دي. د همدې څانګې له خوا عملي او نظري کړني د (9) تنو مجربو استادانو له خوا مخي ته وړل کيږي. 
د دې څانګې (۱)استاد پوهنيارفیروز بابازوی) په روسیه هیواد کي د دوکتورا پروګرام تعقبیوی او پاته ټول استادان په خپلو تدریسي او علمي چارو بوخت دي خو د یادوني وړده چې د اګرانومي څانګي یوتن استاد پوهنیار جاهد احمد درانی اوسمهال په هلمند پوهنتون کې د تضمین کیفیت د آمر په توګه ګمارل سوی دی . 
 
د اګرانومي څانګې پيژندنه : 
د څانګې نوم :        اګرانومي
د تأسيس کال :       ١٣۸۷ (۲۰۰۸س) 
د لومړي دوري محصلينو د فراغت نيټه : ١٣۹۱ (٢٠۱۲) 
قانوني جواز :        دولتي پوهنتون
علمي پروګرام :     ٤  کلن لسانس
 
پته :  هلمند پوهنتون، کرهڼي پوهنځي تعمير دوهم منزل 
تليفون :  +(93)-707117174
بريښناليک :  mohammadyarmalakzai9@gmail.com
د اړيکو مسئول :  پوهنمل محمديار ملکزی  داګرانومي  څانګې آمر .