د اداره او تجارت څانګي د آمر پیغام
د هلمند پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د اداره او تجارت څانګې د آمر په توګه، دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چي اداره او تجارت څانګه د علم، مهارت او مسلکي وړتیاوو د روزني او پراختیا لپاره په پوره ژمنتیا کار کوي، دا څانګه د عصري مدیریت او سوداګرۍ پر اصولو ولاړه ده او هڅه کوي چي داسي کادرونه وروزي چي وکولای سي د هېواد په اقتصادي، اداري او خصوصي برخو کي اغېزمن او مثبت رول ولوبوي. زموږ تدریسي پروګرامونه د معیاري کریکولم، نوو تدریسي میتودونو او عملي زدهکړو پر بنسټ برابر سوي دي، تر څو محصلان هم نظري پوهه ترلاسه کړي او هم عملي مهارتونه زده کړي. موږ ځانګړې پاملرنه دې ته لرو چي زموږ فارغان د کار بازار اړتیاوې پوره کړي. له همدې امله، تدریسي بهیر مو د بازار د غوښتنو سره سم عیار سوی دی، تر څو محصلان د کار په چاپېریال کي د تطبیق وړ مهارتونه ترلاسه کړي او د کار موندني وړتیا يې لوړه سي. همدارنګه، زموږ موخه دا ده چي فارغان مو د هېواد په کچه د اقتصادي ودې، سوداګرۍ د پراختیا او اداري اصلاحاتو په برخه کي فعاله او رغنده ونډه واخلي. په همدې لړ کي، د یادونې وړ ده چي د اداره او تجارت څانګې د تېرو درېیو دورو شاوخوا ۸۶ سلنه فارغان د خپل مسلک مطابق په دندو ګمارل سوي دي او ډېری نور یې خپل شخصي کاروبارونه لري. دا د دې څانګې له مهمو او ویاړلو لاسته راوړنو څخه ده، چي د تدریسي کیفیت او د بازار سره د همغږۍ څرګندونه کوي. موږ هڅه کوو چي د تدریس تر څنګ د علمي څېړنو، نوښت او ابتکار فضا نوره هم پیاوړې کړو، تر څو محصلان د وخت د غوښتنو سره سم د تحلیل، پرېکړي کولو او رهبرۍ وړتیاوې ترلاسه کړي. همدارنګه، د کیفیت د لوړولو لپاره دوامداره ارزونه او مسلکي پرمختګ زموږ د کار مهمه برخه ده. زموږ موخه دا ده چي اداره او تجارت څانګه د علمي اعتبار، مسلکي وړتیا او ټولنیز اغېز له پلوه یوه مخکښه څانګه وګرځي او داسي فارغان وروزي چي د هېواد د اقتصادي پرمختګ په بهیر کي اساسي رول ولوبوي. په پای کي، له ټولو محصلانو، استادانو او اداري کارکوونکو څخه مننه کوم چي د ګډو هڅو له لاري د دې څانګې د پرمختګ لپاره کار کوي. موږ ژمن یو چي د کیفیت، شفافیت او نوښت پر بنسټ به خپلو علمي او اداري فعالیتونو ته دوام ورکوو.
په درنښت
د اداره او تجارت څانګې آمر
پوهنیار عبدالمالک نظري
اداره او تجارت ډيپارټمنټ په ۱۳۹۸ هـ ش کال کي تاسيس سوی او له هماغه مهاله يې خپل علمي او تدريسي فعاليتونه پيل کړي دي. دا څانګه د هلمند پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کي يوه مهمه علمی څانګه ده چي د لسانس (Bachelor) په کچه محصلين روزي او د عصري ادارې، سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کي مسلکي کادرونه وړاندې کوي. اوس مهال په دې څانګه کي ۲۳۳ تنه محصلين په بېلابېلو سمسترونو کي زدهکړه کوي، چي د ۵ تنه ماسټر لرونکو، تجربه لرونکو او مسلکي دايمي استادانو له خوا په معیاري او منظم ډول تدريس ورکول کېږي. د تأسيس راهيسي تر اوسه پوري دې څانګې ۱۵۹ تنه فارغان ټولني ته وړاندي کړي دي، چي ډېری يې په بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو کي په دندو بوخت دي او يو شمېر يې خپل شخصي کاروبارونه هم پر مخ بيايي. اداره او تجارت څانګه د تاسيس له وخته تر اوسه د شفافيت، کیفیت او علمي معیارونو د مراعات له پلوه يوه فعاله او باوري څانګه پاته سوې ده. د تدريس بهير يې د معیاري کریکولم، عصري تدریسي او عملي زدهکړو پر بنسټ ولاړ ده، چي محصلانو ته هم نظري پوهه او هم عملي مهارتونه برابروي. په علمي برخه کي، دا څانګه د څېړني (Research)، نوښت (Innovation) او علمي لیکنو پر پراختیا ټينګار کوي. د يادونې وړ ده چي د دې څانګې استادانو تر دې دمه ۲۵ ملي او ۹ نړيوالې علمي مقالې په معتبرو ژونالو کی نشر کړي دي، چي دا د څانګې د علمي ظرفیت او څېړنيز فعالیت څرګندونه کوي. سربېره پر دې، استادان په سيمهييزو او ملي کنفرانسونو کي ګډون کوي او د علمي ژورنالونو سره همکاري لري. همدارنګه، د محصلانو د څېړنيزو وړتياوو د لوړولو لپاره د مونوګراف (Thesis) ليکنه، سيمينارونه او عملي پروژې تنظيمېږي.
اداره او تجارت څانګه د کار بازار د اړتیاوو سره سم خپل تدريسي پروګرامونه عياروي، تر څو فارغان يې د استخدام، رهبري، مديريت او سوداګرۍ په برخه کي پوره وړتيا ولري. د همدې هڅو په پايله کي، د دې څانګې د تېرو درېيو دورو شاوخوا ۸۶٪ فارغان د خپل مسلک مطابق په دندو ګمارل سوي او يو شمېر يې بريالي متشبثين ګرځېدلي دي. د يادولو وړ ده چي د دې څانګې استادانو د خپلو علمي او تدريسي لاسته راوړنو له امله د څانګي او پوهنځي له لوري د ستاينليکونو او تقديرونو ترلاسه کولو وياړ هم لري، چي دا د علمي کیفیت او ژمنتيا څرګندونه کوي.
په ټوله کي، اداره او تجارت څانګه هڅه کوي چي د علمي اعتبار، مسلکي وړتیا او ټولنيز اغېز له پلوه يوه مخکښه څانګه وګرځي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره وړ، متعهد او مسلکي کادرونه وروزي.
الف: د اداره او تجارت ډيپارټمنټ لر ليد (Vision)
د اقتصاد پوهنځي د اداره او تجارت څانګه به د سوداګریزو او اداري چارو کې د کادرونو د روزلو ترڅنګ د څېړنیزو نوښتونو په برخه کې په ملي کچه منل شوې او معیاري څانګه وي.
د اقتصاد پوهنځي د اداره او تجارت څانګه دنده لري چې د کارنده سرچینو څخه په استفاده او د عصر د غوښتنو مطابق، د څېړنو، تدریس او مهارتونو په ورکولو سره د مسلکي ظرفیتونو په رامنځته کولو او روزلو کې ټولنې ته مؤثر خدمتونه ترسره کړي.
اداره او تجارت څانګه د کافي باتجريه ماسټر استادانو لرونکې ده چي عصري ټکنالوجۍ او منظمو تدريسي وسايلو پر مټ تدريسي کوي. اداره او تجارت ډيپارټمنټ 6 مجهز او په اړينو توکو او وسايلو سنبال درسي ټولګي لري چي په تولو ټولګيو کي يې د ګرمي او يخې هوا سيستم، مناسبي چوکۍ، تدريسي بورډونه، پروجيکټور شتون لري. فعال او مجهز د ډيپارټمنټ شعبه لري. د دې تر څنګ په اداره او تجارت څانګه کي ټوله مرستندويه او کومکي اداري وسايل موجود دي، چي تدريسي او اداري چاري همږغي کوي او مخته وړي. ويترين، د اوبو رسولو شبکه، بريښنا، پارکينګ، کتابتون، کمپيوټر لب، انټرنيټ کيفي، خدماتي کارګران، کانتين او نور سهولتونه او سرچينې چي د پوهنتون اړونده ايجاد سوي د اداره او تجارت څانګه محصلين او استادان په اصولي ډول استفاده ورڅخه کولای سي.
د اداره او تجارت څانګی تدريسي بهير د مسلکي او تجربه لرونکو استادانو له لوري په عملي او نظري ډول سره مخي ته وړل کيږي، ددي ترڅنګ ياده څانګه خپلو برحاله او فارغه محصلانو ته په بيلابيلو وختونو بيلابيل د ظرفيت لوړوني لنډمهاله پروګرامونه په لاره اچوي او بيلابيلو کاروبارونو ته د ليدني لپاره محصلين بيول کيږي.
د اداره او تجارت څانګي پیژندني جدول
د اداره او تجارت څانګي تحصيلي سيستم کريډيټ سيستم دی. د افغانستان د لوړو زده کړو وزرات د کريډيټ سيستم لايحې له مخي کريډيټ په لاندي ډول تعريفيږي؛
(کريډيټ يو درسي واحد دی چي د هغه په اساس د تحصيلي دوری نصاب د سمسټر په تفکيک او همدارنګه په نوموړی نصاب کي د هر مضمون برخه تعينيږي. يو کريډيټ په يوه سمسټر کي (۱۶) درسي ساعتونه او يا هم د هغه معادل دی.)
کريډيټ سيستم د زده کړي په برخه کي يو نړيوال او منلی سيستم دی چي محصل ته د انعطاف او سهولتونو په برابرولو سره د زده کړو او تحصيل په برخه کي اسانتيا او فرصتونه برابروي. تر څو خپلي زده کړي په ښه شکل، اسانۍ او پياوړتيا سره تر سره کړي.
د لوړو زده کړو د قانون مطابق د ليسانس دوره په اوسط ډول څلور کاله، چي د کريډيټونو شمير يې لږ تر لږه (136) کريډيټه او لوړ حد يې د رشتي د تحصيلي دوري په اوږديدو پوري اړه لري او په سمسټر کي تر (21) کريډيټه نه زياتيږي. د ليسانس دوري مضمونونه پر (بنسټيزو، تخصصي، اختياري او پوهنتون شمول) مضمونونو باندي ويشل کيږي. بنسټيز مضمونونه بايد حد اکثر 30 سلنه، تخصصي مضمونونه 50 سلنه، اختياري مضمونونه د پوهنتون شموله مضمونونو په ګډون 12 سلنه، مونوګراف، سمينار، د ډیپلون د بشپړيدو پروژه 8 سلنه د ليسانس دوري د مضمونونو منځپانګه جوړوي او نمري يې د 100 نمرو څخه محاسبه کيږي.
د کريډيټ سيستم د لايحې له مخي د ازموينو پروسيجر د هر مضمون يا کورس لپاره په لاندي ډول دی:
ب: اداره او تجارت څانګي استادان
د اداره او تجارت ډيپارتمنت ټولي اداري او تدريسي چاري د ډيپارتمنت د آمر په شمول د 8 تنو رسمی استادانو په مټ چي د ماسټرۍ او ليسانس تر کچي لوړي زده کړي لري، د لوړو زده کړو د قانون، کريډيټ سيستم او نصاب او کريکولم د لوايحو او طرزالعملونو په رڼا کي مخي ته وړل کيږي.
تشکیلاتي جدولد اداره او تجارت څانګي تشکيلاتي جوړښت
د بريښناليک پته: maliknazari2020@gmail.com
د څانګي د اړيکو شميره: 0706048343
د تدريسي مديريت د اړيکو شميره: 0705120579
| ډول | فایل |
|---|---|
| کتلاک | 📄 PDF Download |
| بروشر | 📄 PDF Download |