د هلمند پوهنتون کارکونکي او کادري غړي
هلمند پوهنتنون په خپل تشکیل کښي د ریاست مقام تر چتر لاندي درې معاونیتونه ( علمي معاونیت، مالي او اداري معاونیت او محصلانو چارو معاونیت ) لري، چي د یادو درې ګونو معاونیتونو تر چتر لاندي په اداري برخه کي ټولټال "10" آمریتونه لري، چي په دې سره هلمند پوهنتون ټول 162 تنه پرسونل لري، 136 تنه یې استادان او په اداري برخه کي (104) تنه کارمندان لري، (65) تنه په اداري او 39 تنه خدماتي چاري سرته رسوي.
هلمند پوهنتون د هیواد د نورو پوهنتونونو په نسبت یوه ځوانه اداره ده، دا اداره یو منظم پلان تر لاس لاندي لري، چي هغه پلان ته په کتنه خپل ټول کارمندان( استادان او اداري کارکوونکي) وخت پر وخت مختلفو علمي بنسټونو ته د لوړو زده کړو د حاصلولو او ظرفیت لوړاوي په موخه لیږي.