هارتیکلچر څانګه

د هارتیکلچر څانګي لرلید او رسالت

 

 

 لرلید (Vision)

د هارټیکلچر څانګه لید لري، چي د علمي اوعملي زده کړو، نوښتونو، څېړونو او عصري ټکنالوژی پر مټ په لوړه کچه د مسلکي کادرونو په روزلو سره د هیواد د بڼوالۍ سګټور عصري او پیاوړي کړي، تر څو د هیوادوالو د اقتصادي پیاوړتیا، غذایی خوندیتوب، روغتیا او چاپیریال ساتنې ته پراخه وده ورکړي.

 

رسالت (Mission)

هارتیکلچر څانګه هڅه کوی د سیمی په کچه پرمختللي او په عصری تکنالوژي سره سمبال علمی ، تدریسی  او روزنیز ماحول را مینځته کړی  تر څو څیړنیز او تحصیلی پروګراومونه یی محصلینو او کروند ګرو ته اسانتیاوی برابری کړی.

موخه (Goal)

 د هارټیکلچرڅانګي عمده موخه،  د بڼوالۍ په برخه کي په لوړه کچه د علمي او متخصصو کادرونو د روزلو په مټ د هیواد د بڼوالۍ سکټور عصری او پیاوړي کول دي.

 

 ارزښتونه (Values)

  1. له تبعیض څخه لریوالی.
  2. صداقت او ریښتینولي
  3. خدمت او ژمنتیا
  4. مسلکی توب او اقتصادي وده
  5. د اسلامي اخلاقو او وطنپالني روحيه
  6.  شفافيت او مسؤلیت
  7. نوښت او څېړنه
  8. همکاري او یووالی
  9. غذايي خوندیتوب او چاپیریال ساتنه