پښتو ادبیاتو څانګه

د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي د آمر پيغام!

الحمدلله وکفی والصلاة والسلام علی عباده الذین الصطفی، محمد و اله او اصحابه و اهل بیته اجمعین.

موږ خوشبخته امت یو، ځکه چي په لومړنۍ وحیه کي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د (اقراء) لفظ وویل سو، چي معنا یې ولوله ده ، وروسته د قلم ذکر ورته وسو، معنا دا چي زموږ لپاره الله تعالی د لیک او لوست لاره لومړنۍ نسخه یاده کړې ده، رښتیا هم  هره ټولنه کي چي لیک او لوست وي، د پرمختګ او وړاندي والی پوړیو ته لوړ سوي دي؛ د پرمختللو ټولنو د پرمختګ ستر عامل ښوونه ا وروزنه ده، ځکه د یو هیواد لپاره ښوونه او روزنه د غذا او اکسیجن حیثیت لري، نو موږ هم دې ارزښت ته په پام سره د خپلي پښتو ژبي خدمت ته ملا تړلې ده، تر څو د پښتو ژبي او ادب په برخه کي نوی نسل په سالم فکر و روزو، تر څو د ژبي او فرهنګ په برخه کي د ګران هېواد اړتيا پوره کړو.

په اوسني وخت کي د عصري زده کړو پرته د ټولني پرمختګ او پر ځان بساينه ناشوني ده، نو د ځوانانو څخه مو هيله ده، چي لوړو زده کړو ته مخه کړي او هېواد په هر ډګر کي د خپلواکۍ تر پولو و رسوي.

والسلام،

پوهنمل حميدالله حميدي

د څانګي آمر

د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي لنډه پیژندنه

د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي په چوکاټ کي په  (۱۳۹۰ ل.ل.) کال منظور او په همدې کال یې په رسمي ډول خپلي اداري، علمي او اکاډمیکي چاري پیل کړې، چي تر دې دمه يې په يوولسو دورو کي( ۵۹۶ ) تنه علمي کادرونه ټولني ته د چوپړ په موخه وړاندي کړي دي.

 

ليرليد،ماموریت او موخي

  • ليرليد(Vision)

د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه به په راتلونکي کي د مسلکي ښوونکو، ادبپالو او غوره څېړونکو د روزني لپاره په ملي او سیمه ییزه کچه غوره بنسټ وي.

  • ماموریت(Mission)

د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه علمي معیارونو ته په پام، د لوړ تحصیل لرونکو علمي کادرونو په مټ مسلکي ښوونکي، څېړونکي او لیکوالان روزي، دا څانګه هڅه کوي چي د تدریس، څېړني، فرهنګي پراختیا او ادبي نوښت له لاري په ملي او سیمه ییزه کچه د اړتیاوو په بنسټ اغېزناک علمي کادرونه ټولني ته وړاندي کړي.

  • موخي (Goals)
  1. اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن مسلکي کادرونه روزل؛
  2. پښتو څانګه په علمي، تحصیلي او څېړنیزو چارو کي په ملي او نړیوالو معیارونو برابرول؛
  3. د څېړنو پر مټ د ټولني د ستونزو پېژندل او ورته منسجمي حل لارې پیدا کول؛
  4. د زیربط اداراتو په وړاندي د پښتو څانګي څخه اغېزمنه استازولي او ور سره د ښو او دوامداره اړیکو ساتل؛
  5. پښتو څانګه د سیمي او هیواد په کچه د فرهنګي ارزښتونو خوندیتوب مرجع ګرځول؛
  6. د پښتو ژبې او ادبیاتو د بډایني په موخه ټولني ته علمي کادرونه وړاندي کول؛
  • ارزښتونه (Values)
  1. د اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی درلودل.
  2. د قانون، مقررو او اصولو رعایتول.
  3. امانتداري، شفافیت او له اداري فساد څخه مخینوی کول.
  4. د هر ډول تبعیض له منځه وړل.

تشکيلاتي جدول

د څانګي ټولي اداري او تدريسي چاري د څانګي  د آمر په شمول د اوو تنو دايمي استادانو( يو دوکتور، څلور ماسټرانو موجود دي)  او دوه تنه مو د ماسټري په برنامه کي په زده کړو بوخت دي ، په مټ مخته وړل کيږي.

 

علمي پروګرامونه

د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي تدريسي بهير د مسلکي، متخصصو او تجربه لرونکو استادانو له لوري پر مخ وړل کيږي. چي  په بيلا بيلو وختونو کي تخصصي، مسلکي او معلوماتي کنفرانسونه او سمينارونه وړاندي کوي، همدارنګه د پوهنتون په کنفرانسونو  او سمينارنو کي ګډون کوي. د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي استادان تل هځه کوي، چي پر ګڼو علمي موضوعاتو  مقالې وليکي او په ملي او نړيوالو ژورنالونو کي يې خپرې کړي، چي تر دې دمه یې ګڼي داخلي او نړيوالي مقالې خپرې سوي دي. د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه خپلو برحاله او فارغه محصلانو ته هم په بېلا بېلو وختونو بېلا بېل د مسلکي او علمي ظرفيت لوړوني او کارموندني لنډمهاله پروګرامونه په لاره اچوي، چي دمګړی د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي فارغين په ګڼو دولتي او خصوصي پوهنتونونو، ښوونځيو او نورو ادارو کي په دندو بوخت دي.

تحصیلي نظام

د لوړو زده کړو د قانون مطابق د ليسانس دوره په منځني ډول څلور کاله ده، چي هر تحصيلي کال دوه سمسټرونه( پسرلنی او ژمنی) لري او هر سمسټر شپاړلس (16) درسي اونۍ دی. د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه په ټولو اتو سمسټرونو کي ټولټال (156) کريډيټونه لري، چي په هره اونۍ کي  (21) کريډيټه تدريس کيږي، او هر کريډيټ يو درسي ساعت(50 دقيقې) دی.

 

تحصيلي نصاب( کريکولم)