بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد الله رب العالمین والصلاة والسلام علی سید المرسلین وعلی اله واصحابه اجمعین
نن زموږ د اقتصاد پوهنځي لپاره یوه د ویاړ څخه ډک ورځ ده، ځکه چې موږ د راتلونکو پنځو کلنو (۱۴۰۳-۱۴۰۷) کلنو لپاره ستراتیژیک پلان ترتیب کړ. دا پلان یوازې یوه رسمي طرحه نه ده، بلکې زموږ د پوهنځي د راتلونکي لپاره یوه روښانه لار نقشه ده چې د هیواد د اقتصادي پرمختګ او د ټولنې د اړتیاوو په پوره کولو کي به زموږ رول نور هم پیاوړی او اغېزمن کړي. زموږ پوهنځی، چې د سوداګرۍ ادارې او مالي او بانکي په نوم دوه مهمې او معیاري څانګې لري، د سیمي په اکاډمیک او مسلکي برخه کي یو مهم مقام خپل کړی دی. موږ په دې ویاړو چې د دې دواړو څانګو له لارې هر کال داسې فارغین ټولنې ته وړاندې کوو چې د کار بازار اړتیاوې پوره کوي او د هیواد په اقتصادي وده کي خپله ونډه ادا کوي.
موږ غواړو چې د دې پلان په مرسته خپل تدریسي، علمي او اداري فعالیتونه د نړیوالو معیارونو سره سم تنظیم او پرمخ بوځو. زموږ لومړیتوب دا دی چې داسې یو اکاډمیک چاپیریال رامنځته کړو چې زموږ محصلین په خپلو څانګو کي نه یوازې د پوهې او مهارتونو خاوندان شي، بلکې د نوښت، خلاقیت او مشرتابه وړتیاوې هم ترلاسه کړي. موږ غواړو داسې متخصصین وروزو چې په عملي ژوند کي د ستونزو د حل کولو توان ولري او د هیواد اقتصادي سیستم پیاوړتیا ته کار وکړي.
دا پلان د یوې ورځې یا یوې میاشتې کار پایله نه ده، بلکې د اوږدې مودې هڅو، مشورو او پلان جوړونې ثمره ده. موږ په دې پلان کي د پوهنځي د پرمختګ لپاره څو مهمې موخې ټاکلې دي: لومړی، د درسي نصاب عصري کول ترڅو زموږ محصلین د نړیوال اقتصاد او ټکنالوژۍ له وروستي پرمختګونو سره اشنا شي؛ دویم، د استادانو او کارکوونکو د وړتیاوو لوړول ترڅو دوی وکولای شي په غوره توګه خپل مسؤلیتونه ترسره کړي؛ او درېیم، د پوهنځي د زیربناوو او امکاناتو پیاوړتیا ترڅو محصلینو ته یو مناسب او معیاري زده کړیز چاپیریال چمتو شي.
خو دا ټولې موخې یوازې په کاغذ باندې نه سي ترلاسه کېدای. د دې ستراتیژیک پلان بریالیتوب ستاسو ټولو استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو په ګډو هڅو او ژمنتیا پورې تړلی دی. زه د پوهنځي د رئیس په توګه له تاسو ټولو غواړم چې په دې ستره لاره کي زما او زموږ د ټیم ملاتړي واوسئ. راځئ چې په ګډه کار وکړو ترڅو زموږ پوهنځی د سیمې په کچه یو مخکښ او نمونوي پوهنځی جوړ سي. زموږ هدف دا دی چې د اقتصاد پوهنځی د علم او عمل د یووالي یو مرکز وګرځي، او پکښي د هیواد راتلونکي اقتصادي متخصصین وروزل سي.
په پای کي، زه له تاسو مننه کوم چې د دې پلان په جوړولو او تطبیق کي مو خپل ارزښتناک وخت او هڅې ورکړې. زه د خدای تعالی له دربار څخه د دې پلان د بریالیتوب او زموږ د پوهنځي د لا پرمختګ او سوکالۍ لپاره دعا کوم. هیله لرم چې په راتلونکو کلونو کي به موږ د دې پلان په مرسته د خپلو لوړو موخو د ترلاسه کولو شاهدان واوسو. ستاسو د لا زیاتې همکارۍ په هيله!
په درنښت
پوهنیار محمدنعیم کاکړ
د اقتصاد پوهنځی رئیس
د اقتصاد پوهنځی لنډه پیژندنه
اقتصاد پوهنځی په ۱۳۹۸ کال کي د هلمند پوهنتون په علمي جوړښت کي رامنځته او په رسمي ډول یې خپلې اداري او علمي چاري د مالي او بانکي او اداره او تجارت څانګو په لرلو سره پیل کړې. اوس مهال د اقتصاد پوهنځی دوه فعالي څانګي لري، چي محصلين په کښې په زده کړو بوخت دي. د اقتصاد پوهنځي تدريسي او څېړنيزي چاري د مسلکي، متخصصو او ژمنو استادانو لهخوا پر مخ وړل کېږي. د محصلینو لپاره په پوهنتون کي مسجد شریف، معیاري درسي ټولګي، کتابتون، کمپیوټر ليب، د انټرنیټ اسانتیا، او سالم تفریحي چاپېریال برابر سوی دی، ترڅو محصلین په یوه مناسب او اغېزمن علمي چاپيريال کي خپلي زده کړي ترسره کړي.
د اقتصاد پوهنځي څانګې او فعاليت کلونه
ليرليد، رسالت او موخي
اقتصاد پوهنځی به د مثبت اقتصادي بدلون لپاره، د هلمند او سيمي په کچه د اقتصادي علومو د تدريس، کادرونو د روزلو او معتبرو علمي څيړنو يوه مخکښه او معياري اډانه وي.
اقتصاد پوهنځی ماموريت لري چي د موجودو او جذبيدونکو امکاناتو څخه په اعظمي استفادې، د اسلامي، ملي او نړيوالو کچو په رعايت، په معاصرو زده کړو سنبال کادرونه وروزي، اغيزمني څېړني وړاندي کړي او د ټولني په اقتصادي پرمختګ کي فعاله ونډه واخلي.
ارزښتونه
د اقتصاد پوهنځي کادري غړو جدول
د تحصيلي درجې له مخې د استادانو احصائيه
د علمي رتبو له مخي د استادانو احصائيه
د اقتصاد پوهنځي برحاله محصلينو شمېر
د اقتصاد پوهنځي د فارغه محصلانو شمېر
| شمېره | عنوان | لینک |
|---|---|---|
| 1 | د اقتصاد پوهنځی ستراتیژیک پلان | 📄 د PDF فایل کتلو لپاره کلیک وکړئ |
| 2 | د اقتصاد پوهنځی کتلاک | 📄 د PDF فایل کتلو لپاره کلیک وکړئ |
| 2 | د اقتصاد پوهنځی بروشر | 📄 د PDF فایل کتلو لپاره کلیک وکړئ |