زراعت او مالدارۍ وزارت اړوند د افغانستان د زراعتي څېړنو د انستیتوت عمومي رئیس د هلمند پوهنتون له رئیس او استادانو سره لیدنه وکړه

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۱:۲۴
لیدنه

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۴ هـ ق

د افغانستان د زراعتي څېړنو د انستیتوت عمومي رئیس الحاج مولوي نصرت الله "طلحه" او ورسره مل پلاوي د هلمند پوهنتون له رئیس شيخ الحدیث حافظ مولوي محمد نسیم "حقاني"  رهبرۍ او استادانو سره د یوې مهمي لیدني په ترڅ کي د ګډو همکاريو، سرچینو شریکولو او د زراعت او مالدارۍ سکتور د ودي په اړه خبري وکړې.

په دې لیدنه کي چي د هلمند پوهنتون په ریاست مقام کي تر سره سول، دواړو لورو پر مختلفو اړینو مسایلو بحث وکړ.

د افغانستان د زراعتي څېړنو د انستیتوت عمومي رئیس الحاج مولوي نصرت الله "طلحه" د هلمند په ځانګړي ډول د کروندګرو د پرمختګ لپاره د مختلفو څېړنیزو پروګرامونو د پیلولو د اړتیا په اړه خبري وکړې. هغه وویل چي د زراعت او مالدارۍ په برخه کي د علمي څېړنو او تګلارو پلي کول ډير اړین دي. چي دا چاره به ددې سیمي او هیواد اقتصادي وضعیت ته وده ورکړي. دغه راز نوموړي وویل، هلمند په حقیقت کي د افغانستان د زراعت یوه مهمه سیمه ده او د دې ولایت د خلکو حق دی چي د عصري ټکنالوژی او نوي زراعتي تګلارو په مرسته خپل ځمکي آبادي کړي.

وروسته د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار محمد نعیم "دوست" راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه. هغه وویل موږ خوښ یو چي د هیواد د زراعتي څېړنو انستیتوت د هلمند پوهنتون سره خپلي اړیکي پراخوي. نوموړي د پوهنتون له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چي پوهنتون به د څېړنیزو پروژو او علمي هڅو په برخه کي د زراعتي څېړنو انستیتوت سره په فعال ډول همکار وي.

په دې ترڅ کي ښاغلي "دوست" د روان کال په جریان کي د هلمند پوهنتون له لوري د "نشه یي توکو پاک افغانستان ملي کنفرانس" یادونه وکړه. هغه وویل دا کنفرانس به د هیواد په کچه د زراعت او مالدارۍ نوي بدیلونه وړاندي کړي. موږ به د علمي مقالو له لاري د زراعت او مالدارۍ په برخه کي د نوو څېړنو او تخنیکونو په اړه معلومات وړاندي کړو، چي دا به زموږ د پوهنتون د علمي ظرفیتونو او د هېواد د زراعت په پرمختګ کي یو مهم ګام وي.

د دواړو لورو تر منځ د سرچینو شریکولو او د ګډو پروژو پر پلي کولو هم خبري وسوې.

په پای کي د هلمند پوهنتون د استادانو له لوري د زراعت او مالدارۍ په برخه کي یو شمېر وړاندیزونه د راغلي پلاوي سره شریک سول. دغه وړاندیزونه د زراعت په برخه کي د نوي ټکنالوژۍ پلي کول، کروندګرو ته د زده کړو زمینه برابرول او دغه راز د لابراتوارونو جوړول وه.

د افغانستان د زراعتي څېړنو د انستیتوت عمومي رئیس الحاج مولوي نصرت الله "طلحه" د دې وړاندیزونو ارزښت په ګوته کړ او د ملاتړ او همکارۍ ډاډ یې وړاندي کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS