.هلمند پوهنتون کي د اسلامي نظام اساسات او فکري جګړې په اړه دوه ورځنی علمي سمینار پیل سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۴:۳۶
s

 

نېټه: ۱۵/۶/۱۴۴۶ ه.ق

د هلمند پوهنتون د ناستو په تالار کښې د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ دوه ورځنی علمي سمینار د دیني عالم ښاغلي شیخ محمد عمر فاروقي صاحب لخوا ددې پوهنتون ټولو محصلانو ته پیل سو، چي په کښې څلور موضوعات  ( پرهیزګاري، فکري جګړه، د امام ابو حنفیه رح ژوند او د اسلامي نظام اساسات) شامل دي.

د سمینار په پیل کي د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب د انسان د ژوند هدف په اړه خبري وکړې. هغه وویل، چي د انسان حقیقي هدف د الله تعالی عبادت او د نېکمرغه اخروي ژوند لپاره چمتووالی دی.

نوموړي د دې ډول سمینارونو د ارزښت او په ټولنیز ژوند کي یې د اغېز په اړه خبري وکړې، هغه زیاته کړه چي علمي غونډي  د محصلینو فکري ودي ته لار هواروي. 

ورپسې  دیني عالم ښاغلي شیخ محمد عمر فاروقي صاحب په خپلو خبرو کي د پرهیزګارۍ، فکري جګړې، د امام ابو حنفیه رح ژوند او د اسلامي نظام اساساتو په اړه تفصیلي بحث وکړ.

هغه د پرهیزګارۍ په اړه وویل، چي تقوا د فرد د معنوي ودي او د ټولني د اصلاح لپاره اساسي او ستر پانګه ده او د الله جل جلاله په نزد عزتمند تقواداره انسان دی او دغه راز یې  د تقوا په اړه تشریحي معلومات وړاندي کړل.

د سمینار پر مهال نوموړي د  فکري جګړې په اړه هم ګډونوالو ته پوهاوی ورکړ او ټینګار یې وکړ، چي مسلمانان باید د پردیو نظریاتو په وړاندي هوښیار پاتي سي او خپل ديني او کلتوري هویت وساتي.

په همدې لړکي هغه د امام ابو حنفیه رح د ژوند او لاسته راوړنو یادونه هم وکړه،  ښاغلي شیخ فاروقي صاحب د امام ابو حنفیه رح د فقهي مکتب پر اهمیت خبري وکړې او د هغه د کارونو اغېزې یې د اسلامي نړۍ لپاره ارزښتناکي وبللې.

د سمينار په ترڅ کي دیني عالم د اسلامي نظام د اساساتو په اړه پراخ بحث وکړ، هغه د عدالت، مساوات او د شریعت د اصولو تطبیق په اړه معلومات شریک کړه  او زیاته یې کړه، چي د اسلامي نظام پلي کيدل د ټولني د بقا‌ء، سوکالۍ او پرمختګ لپاره اړین دي او د ټولني خلک او ځوانان  باید په دې برخه کي خپل مسؤلیت درک او ترسره کړي.

باید یادونه وسي، چي په دې سمینار کي د همدې پوهنتون شاوخوا ۲۰۰۰ محصلان ګډون کوي، چي د دوو ورځو په اوږدو کي به  سهار او ماپښین  دوی ته په جلا جلا توګه  یاد موضوعات  وړاندي سي.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS