استاد او د فکري مصؤنیت مسؤلیت په اړه روزنیز سمینار ترسره سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۵۰
فکري مصؤنیت

نن د هلمند پوهنتون په مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري یو روزنیز او اصلاحي سمینار د استاد او فکري مصؤنیت مسؤلیت تر سرلیک لاندي تر سره سو.

دغه سمینار د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب له خوا وړاندي سو، چي د پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو په کښي حضور درلود.

محترم مولوي عبدالقیوم ذاکر د سمنیار د پیل پر مهال و ویل، چي استاد د امت فکري معمار او د ملت د روزني بنسټ اېښودونکی دی. نوموړي زیاته کړه، چي د استاد وجیبه یوازي تدریس نه دی، بلکي د شاګردانو فکري، اخلاقي او اسلامي روزنه هم د هغه دنده ده.

هغه وړاندي په دې اړه د نبوي احادیثو په رڼا کي استدلال وړاندي کړ، نوموړي وویل: په نبوي احادیثو کي فکري انحرافات فتنه بلل سوې، چي په خلکو کي به اوج ته ورسیږي. ( په اخر د زمانه کي به ډیري فتنې راسي، چي ډیري به یې د فکري انحرافاتو سبب وي.)

ښاغلي ذاکر صاحب د استادانو د وجیبې په اړه څرګنده کړه، چي پر استاد لازمه ده، څو د تدریس ترڅنګ د فکري مصونیت د ساتني په برخه  هم خپله علمي او شرعي وجیبه ترسره کړي، ځکه د فکري انحرافاتو خطر ورځ تر بلي زیاتېږي. د هغه په وینا، هر استاد کولای سي، د خپلي وینا، عمل او چلند له لاري د امت د فکري سلامتۍ د ساتني لامل سي او څوک چي د نیکۍ لار نورو ته وښيي، د هغوی د عمل اجر به هم ورته رسیږي.

هغه د استادانو د ارزښت په اړه وویل،  د فکري انحرافاتو او ناوړه فرهنګي اغېزو زیاتوالی د استاد رول لا مهم کړی دی او د ټولني سالم فکر یوازي د استادانو د هڅو، پوهي او سمي لارښووني له لاري خوندي کیدای سي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS