د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱
فراغت غونډه

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته وړاند سول.

په دغو مراسمو کي د هلمند مرستیال والي، د هلمند پوهنتون رهبرۍ، د علماوو شورا مرستیال، د مرافعه محکمې رئیس، د جهادي مدرسې رئیس، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست استازی، د امنیه قوماندانۍ استازی، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازی، د ترانسپورټ رئیس، د کانونونو او پترولیم ریاست استازی، د معافیت کتلوي آمر، د  خصوصي پوهنتونونو  مسؤلينو، استادانو، فارغانو او د هغوی قریبانو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه.

د هلمند پوهنتون د زده‌کړیالانو چارو مرستیال حافظ سمیع الله یاسر وویل، د شپږو پوهنځیو ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان له څلور کلنو زده‌ کړو وروسته فارغ او د خدمت لپاره ټولني ته وړاندي سول.

ورپسې د شرعیاتو پوهنځي رئیس الحاج شیخ مولوي سعید محمد ذاکري صاحب وویل، پوهنتونونه هغه علمي مرکزونه دي چې د ملک د اړتیاوو لپاره متخصصین روزي او همدغه متخصصین د مملکت په پرمختګ او آبادۍ کي مهم رول لري.

هغه د لوړو زده کړو وزارت د مهمو لاسته راوړنو او په ځانګړي ډول د دې پوهنتون د رهبرۍ پر فعاليتونو رڼا واچول.

د غونډي په بهير کي د هلمند مرستیال والي الحاج مولوي رحیم‌ الله محمود صاحب وویل، د اسلامي نظام د ساتني او پیاوړتیا لپاره علمي، مسلکي او ژمنو ځوانانو ته اړتیا ده او له فارغانو یې وغوښتل چي د خپلو زده کړو له برکته د ملک د پرمختګ لپاره کار وکړي.

د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث والتفسير مفتي شریف الله ابو احمد صاحب فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، له خلکو سره په درناوي، مسؤلیت او مسلکیتوب چلند وکړئ، عصري زده‌کړو او نوو مهارتونو ته دوام ورکړئ او خپلي علمي وړتیاوي د ملک او ټولني د پرمختګ لپاره وکاروئ.

نوموړي همداراز پر استادانو ږغ وکړ چي داسي ځوانان وروزئ چي هم په خپلو مسلکونو کي پیاوړي وي او هم له اسلامي روحیې برخمن وي.

 هغه خبریالان، لیکوالان او ادیبان هم د ژبي او قلم له لاري د ټولني د اصلاح، پوهاوي او سالم فکر په خپرولو کي مهم وبلل.

د علماوو شورا مرستیال الحاج شیخ مولوي محمدګل محمدي فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، ځوانان باید د هېواد د آبادۍ، پرمختګ او اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره خپل مسؤلیت په اخلاص ترسره کړي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست استازي شیخ مولوي اسدالله وویل، ځوانان د ټولني د اصلاح، د سالم نسل د روزني او د اسلامي ارزښتونو د عملي کولو مهم مسؤولیت لري.

په مراسمو کي ددې یادونه هم وسوه، چي د امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان له مخي، د پوهنتونونو فارغان اړوندو ادارو ته د ګمارني لپاره معرفي کيږي او د همدې فرمان له برکته زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره سوې ده.

د غونډي په پای کي مسؤلینو فارغانو ته تصدیق پاڼي ورکړې او مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS