هلمند پوهنتون کي د لمانځه د اقامې په اړه د أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان او توصیو سمینار پیل سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۴:۲۷
شيخ مولوی عبدالهادي حلیم

نېټه: 1446/2/23 هـ .ق
 

نن سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لمانځه د اقامې په هکله  د عالیقدر أمیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د فرمان او توصیو  د تشريح اړوند  مهم سمینار د ۳ ورځو لپاره پيل سو.

په دې سمينار کي  د هلمند پوهنتون رهبرۍ، استادانو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو ګډون درلود.

د پيل وينا کي د هلمند پوهنتون رئيس ښاغلي شيخ حافظ مولوي محمد نسيم حقاني له ټولو ګډونوالو  وغوښتل، چي د أميرالمؤمنين حفظه الله  فرمانونه او توصيې پر ځانونو تطبیق کړي.

وروسته د هلمند پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ استاد محترم شيخ مولوي عبدالهادي حليم د أمير المؤمنين شيخ القرآن و الحديث مولوي  هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د لمانځه د اقامې  فرمان چي  په 4 مادو او 10 توصيو کي وو، ګډونوالو ته لمړۍ برخه وړاندي کړه.

د فرمان لمړۍ ماده، اولي فقرې کي  راغلي، چي په جماعت سره د لمانځه اقامه کول شرعاً واجب او د جماعت تارک د تعزیر مستوجَب دی. دوهمه فقره کي لیکل سوي، چي د وزارتونو او امارتي ادارو منسوبین او مسؤلین شرعاً مکلف دي، چي دلمانځه پابندي او په جماعت سره یې اقامه وکړي. دوهمه ماده کي ویل سوي، چي  د تارک جماعت د تعزیر په هکله د اړوندي ادارې مسؤل موظف دی.

په پاته نورو مادو کي د ارشاد، حج اوقافو وزارت مکلفیتونو ته اشاره سوې او وړاندي لیکل سوي، چي دغه فرمان د توشیح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي له ضمیمې سره یو ځای خپور سي.

د یادولو وړ ده، چي د أمير المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان او توصيو پاتي برخي به د را روانو دوو ورځو په بهیر کي ګډونوالو ته بشپړ تشریح سي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS