.علمي بخالت او د هغه اخروي عذاب تر عنوان لاندي اصلاحي سیمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۴۳

نېته: ۴/۹/۱۴۴۶ ه.ق
 

د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د دعوت او ارشاد امریت له لوري  د علمي بخالت او د هغه اخروي عذاب تر عنوان لاندي مهم اصلاحي سیمینار وړاندي سو. چي پر مهال یې ددې پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی وو.

سمینار د دعوت او ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب له خوا پیل سو،  نوموړي  د علم ارزښت، د هغه شریکولو اړتیا او د علم پټولو د بدو پایلو په اړه د قرانکریم آیتونه او د رسول الله ﷺ حدیثونه وړاندي کړل.

ښاغلي ذاکر صاحب د قرآن کریم  هغه ایتونو ته اشاره وکړل، چي د رښتیا او هدایت پټونکي باندي د الله تعالی له لوري لعنت ویل سوی، همداراز هغه د رسول الله ﷺ دا حدیث شریف هم وړاندي کړ ، څوک چي علم پټ کړي، الله جل جلاله به د قیامت په ورځ د اور پړی د هغه پر خوله واچوي.

نوموړي وویل، د علم پټول لوی ګناه دی او هغه کسان چي علم پټوي، د الله تعالی په نظر ډير سخت ګناهګاره دي.

د سمینار پر مهال ښاغلي ذاکر صاحب علم شریکول صدقه جاریه وبلل او زیاته یې کړه،  که خلک په دې نیت علم کوي، چي خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي، دغه علم به هغوی ته د جنت لار پرانیزي.

مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب ټینګار وکړ، چي علم باید د ټولني د اصلاح، پرمختګ او د اسلامي ارزښتونو د خپرولو لپاره وکارول سي او هغه څوک چي پوهه لري، باید  له نورو سره شریکه کړي ، ترڅو ټولنه له جهالت څخه وژغورل سي.

یاد سمينار په دعايې ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS