د هلمند پوهنتون کرهڼي پوهنځي د کرنیز اقتصاد او ترویج څانګي لرليد او ماموريت
لر ليد (Vision)
د کرنیز اقتصاد او ترویج څانګی استادان په دې باور دي چی د کرنیزاقتصاد او ترویج څانګه به د کرنیزو محصولاتو په برخه کي په کار پوه مسلکي کادرونه او څیړونکي به د نړیوالو معیارونو سره سم ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي.
ماموريت (Mission)
د کار مارکېټ، ټولني او د وخت د اړتیاوو سره سم د داسي متخصصو او مسلکي کادرونو روزل چي په ملي او اسلامي ارزښتونو باور ولري؛ او د علمي خدمتونو وړاندي کول تر څو کرنه په داسي توګه علمي، عصري او پایداره کړي چي د ټولني، هیواد، سیمي او نړۍ د پرمختیا او رفاه بهیر چټک کړي.
علمي معیارونو ته په پام سره به دلوړ تحصیل لرونکوعلمي کادرونو پرمټ د کرنیز اقتصاد په محتلفو برخو کي مسلکي او پوه څیړونکي وروزي.
موخي: (Goals) :
د کرنیزاقتصاد او ترویج څانګه تل په دې هڅه کي ده چي ومحصیلینو ته نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو زمینه برابره کړي.
اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن د مسلکي کادرونو روزل، د کرنیزومحصولاتو د بازار موندني لپاره مؤثرمیتودونو کارول، د علمي او تحصصي پروګرامونو پراختیا،همدارنګه د ملي او نړیوالو علمي معیارونو سره برابرول.
