هارتیکلچر څانګه

د هارټیکلچر څانګي لنډه پيژندنه

هلمندپوهنتون د دولت د فرهنګي پاليسي په رڼا ،د هلمند  ولایت د خلګو په غوښتنه او د ملي انکشافي پلان له مخي د ځوان نسل د سالمي مسلکي روزني په موخه په ١٣۸۷ ل. کال (۲۰۰۸ع) کي د کرهڼي پوهنځي په تأسيس سره خپل فعاليت پيل کړی دی. په ١٣٨۹ ل کال کي یې د هارټیکلچر څانګه په رسمي توګه پرانستل سوه او لومړي دوره (۱۶) تنه فارغین یې په ١٣۹۱ ل. کال کي و هيوادوالو ته د خدمت په موخه وړاندي کړل. تر دې مهاله د هارټیکلچر څانګې څخه په څوارلس (۱۴) درو کي (۵۱۱) تنه محصلين  فارغ سوي دي.

یاده څانګه تر دی مهاله ۹ تنه کادری غړی(استادان) لری، چي دوو تنو هر یو  پوهنمل شمس الدین وفا او پوهنمل محمد شافع آخند زاده د دوکتورا پروګرام بشپړ کړی او دوو تنو هر یو پوهنمل محمد قاسم هلمند او پوهنیار هدایت الله میهن په بهرنیو هیوادو کي د دوکتورا پروګرام تعقبیوی او پاته پنځه تنه نور هر یو پوهندوی عبدالعزیز صابر، پوهنیار بریالۍ رفیع، پوهنمل محمد عثمان محمد، پوهنمل حکمت الله ځلاند او پوهمنل ایمل ناهز صاحب د ماسټری پروګرام بشپړ کړی دی. د هارټیکلچر څانګي یو تن استاد پوهنیار بریالی رفیع اوسمهال د کرهڼي پوهنځۍ د رئیس او پوهندوی عبدالعزیز صابر د هارټیکلچر څانګي د آمر په توګه چاري تر سره کوي.

د هارټیکلچر څانګې پيژندنه :

د څانګې نوم :      هارټیکلچر

د تأسيس کال :    ١٣۸۷ (۲۰۰۸س)

د لومړي دوري محصلينو د فراغت نيټه : ١٣۹۱ (٢٠۱۲)

قانوني جواز :      دولتي پوهنتون

علمي پروګرام : ٤  کلن لسانس

پته :  هلمند پوهنتون، کرهڼي پوهنځۍ، اداری بلاک، دوهم منزل

تليفون :  +(93)-708332597

بريښناليک :  mohammadshafiakhundzada@gmail.com

د اړيکو مسئول :  پوهندوی عبدالعزیز صابر د هارټیکلچر  څانګې  آمر .

 

 

هارټیکلچر Horticulture:

د دوو یوناني کلیمو څخه جوړ سوې ده، چي Hortus په معنی د باغ او Culture په معني د کرني ، پالني ، او روزني دي.

هارټیکلچریست (Horticulturist):

د هارټیکلچرۍ نباتاتو لکه میوو ،سبو ،زینتي بوټو اوګلانو هغه متخصص ته ويل کيږي چي د ټکنالوژۍ او علمي څيړنو پر بنسټ په کرنيزو عمليو کي نوښت او پرمختګ راولي، نه يوازي دا چي د زراعتي محصولاتو اندازه لوړه کړي بلکه ترڅنګ يي د ناروغيو او افتونو کنټرول او د خپل چاپيريال ساتنه هم وکړي.

ليرليد (VISION): لرلید(Vision): د لوړ کمیت او کیفیت لرونکو هارټیکلچري محصولاتو د لاس ته راوړلو په مټ د هیواد او هیواد والو اقتصاد پیاوړی کول.

رسالت (MISSION): هارټکلچر څانګه هڅه کوي، چي د سیمي په کچه پرمختللي او په عصري ټکنالوژی سمبال علمي ،تدریسي  اوروزنیز ماحول رامنځ ته کړي تر څوڅیړنیز او تحصیلي پروګرامونه يي محصلینو او کروند ګرو ته اسانتیاوي برابري کړي.

موخي (GOAL): د هارټیکلچر څانګي علمي او تدریسي فعالیتونه داسي معیاري کول چي په لوړه سطحه علمي کادرونه وروزي تر څو په ملي او سیمه یزه کچه دکرهڼیزي پراختیا او پرمختیا سبب وګرځي.

 

ارزښتونه (VALUES):

  1. مسلکي او کادري لوړ کيفيت.
  2. د اسلامي اخلاقو او وطنپالني روحيه
  3. په کړنو کي شفافيت.
  4. د فساد مخه نيول.
  5.  

مقصدونه:

  1. استادانو ته د څيړنيزو ژباړو او تأليف زمينه برابرول
  2. د نوي او عصري تکنالوژي له مخي تدريس کول
  3. د هر ډول تعصباتو مخه نيول
  4. د ځان ارزوني پروسې څارنه کول

 

 

د هارټیکلچر څانګي خپل لومړۍ دوره فارغين په ۱۳۹۱ هـ ل کال کي چي شمير يې۱۶ تنه وو، د ټولني د خدمت لپاره وړاندي کړل. د ۱۳۹۱ هـ ل کال راهيسي د هارټیکلچر څانګي هر کال فارغین درلودلي دي، چي د هارټیکلچر څانګي د فعالیت په منځنيو کلنو کې د فارغينوشمیر د پخوا په نسبت زيات سوی وو، ولي په دې وروستیو کلنو کې د فارغینو په شمیر کې د  پام وړ کموالی راغلی دی. د هارټیکلچر څانګي څخه تر دی مهاله۵۱۱ تنه محصلین په څوارلسو دورو کي فارغ التحصیل سوي دي. اوس مهال د هارټیکلچر په څلور و واړو ټولګیو کې ۷۰ تنه محصلين په زده کړه بوخت دي چې دا شمیره د ټولنی اړتیاوو ته په کتو  لږ او د تشویش وړ دی.

د ۱۳۹۱-۱۴۰۴ هـ ش کال پوري د هارټیکلچر څانګي د فارغ محصلينو جدول

 

 

 

                                                                                             : د دوره یي ازمویني راپور لینک

https://drive.google.com/file/d/1ZQDRFcxKnq1HW-jJIZhaxvJ0yuC2TKsL/view?usp=sharing