د اوبو زیرمو او چاپيریال ساتني څانګه

د اوبوزېرمو او چاپېريال ساتني څانګه

۱. شاليد

د انجنېرۍ پوهنځي داوبوزیرمو او چاپېريال ساتني انجنیری څانګي د انجنېرۍ پوهنځي تر تاسیس نهه (۹) کاله وروسته (۱۳۹۹ ل، ل کال) تأسيس او په همدې کال کي يې د لومړي ځل د پاره د  ۱۰۹ تنه محصلینو په درلودلو سره عملاً په تدریس پیل وکړ. یاده څانګه (۴) تنه رسمي استادان لري چي يو تن يې د دوکتورا، دوه تنه يې د ماسټرۍ او يو تن يې تر ليسانس کچي زده کړي لري. دې څانګي تر دې مهاله په (دوه) پړاوونو کي (۷۸) تنه فارغان ورکړي او اوس (۱۴۰۴ ل، ل کال) په څلورو ټولګيو کي (۱۵۸) تنه په زده کړو بوخت زده کړيالان لري.

۲. د اوبوزېرمو او چاپېريال ساتني انجنېرۍ څانګي پېژندنه

د اوبوزېرمو او چاپېريال ساتني انجنېرۍ څانګه هغه مسلک او ډسپلين ته ويل کېږي چي د مناسبو انجنېري ودانيو د طرح کولو او جوړولو او معقولو کړنلارو په پلي کولو سره د اوبو زېرمو څخه د ګټوري او تلپاتي ګټي اخيستني او اغېزمن مديريت په لاره کي د ټولني پر وړاندي پرتو ستونځو ته حل-لاري لټوي.

۳. لېرليد

د اوبوزېرمو او چاپېريال ساتني انجنېرۍ څانګه څانګه هڅه کوي چي د داسي ژمنو، په مسلک سمبالو او د نوي ټکنالوجۍ سره آشنا انجنېرانو د روزلو جوګه سي چي د نړيوالو انجنېري معيارونو په رڼا کي د اوبوزېرمو څخه د اغېزمني ګټي اخيستني او مديريت وړتيا ولري.  

۴. ماموريت Mission

د اوبوزېرمو او چاپېريال ساتني انجنېرۍ څانګه دا خپله دنده ګڼي چي د اوبو زېرمو او طبيعي چاپېريال څخه د بشري ټولنو د شتمنيز پرمختګ د پاره د اغېزمني ګټي اخيستني  او مديريت په لاره کي د ټولني پر وړاندي پرتې ستونځي را سربېره او د حل د پاره يې نوي نسل ته سالمه او مسلکي روزنه ورکړي. دې اصل ته د رسېدو د پاره موږ خپلي علمي برنامې داسي طرح او پلي کوو ترڅو د ټولني حقيقي ستونځي زموږ د څېړنو او سپړنو اصلي موضوعات وګرځي او پايلي يې د اوبوزېرمو او چاپېريال اړوندو ستونځو د حل په لاره کي د ټولني د پاره د لارښود او رڼا حيثيت و لري. 

 

۵. موخي Objectives

په ټولييزه توګه، دا څانګه د انجنېرۍ پوهنځي په چوکاټ لاندي موخي تعقيبوي:

  • د استادانو علمي او مسلکي وړتيا لوړول
  • د تدريس د نوو کړنلارو او ټکنالوجۍ څخه کار اخيستل
  • د کريکولم د مفرداتو تطبيق او د ښه کيفيت لرونکو موادو او کتابونو تهيه او تدريسول
  • د علمي سمينارونو او ورکشاپونو جوړول
  • د څانګي د استادانو هڅول ترڅو د ترفېع اخيستلو د پاره کار و کړي
  • د څانګي د استادانو هڅول تر په ملي او نړيواله کچه مقالې خپرې کړي
  • د علمي موضوعاتو په نښه کول او په هکله يې څېړني تر سره کول ترڅو په دې توګه د استادانو وړتيا لوړه سي
  • د دوکتورا زده کړو ته د استادانو هڅول ترڅو په دې توګه هم د استادانو وړتيا لوړه او هم به د پوهنتون علمي معيار لوړ سي او په دې ترڅ کي به د ماسټرۍ زده کړو د پروګرام پيلولو جوګه سي

 

ارزښتونه

 

  • لوړ کیفیت
  • سالم او اغېزمن مدیریت
  • د څانګي په ټولو چارو کي رڼتيا او دهرډول فساد مخنیوی
  • د ټولواسلامي اوکلتوري ارزښتونودرناوی
  • دهرډول تبعیض، تعصب اوکرکي مخنیوی