.د اقتصاد پوهنځی محصلانو ته د تهیه او تدارکاتو اړوند درې ورځنی ورکشاپ پیل سو

helmand@123
Sun, Nov 30 2025 2:46 PM
سمنیار

د هلمند پوهنتون اقتصاد پوهنځی د مسؤلینو په هلو ځلو، د دې پوهنځی محصلانو ته د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې استازي له لوري د تهیه او تدارکاتو اړوند درې ورځنی ورکشاپ پیل سو، چي پر مهال یې د دې پوهنتون مسؤلینو او استادانو ګډون کړی وو.

ورکشاپ د قرآن کریم په تلاوت سره پيل سو،

د ورکشاپ پیلیزه وینا د هلمند پوهنتون رئیس، الحاج شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب وکړل.

محترم ابو احمد صاحب په خپلو خبرو کي وویل چي، دغه ورکشاپ مهم او اړین دی، ځکه تدارکات د هري ادارې د شفافیت او سم مدیریت مهم رکن دی. هغه زیاته کړه، چي ځوانانو ته تر بل هر وخت ښه فرصتونه برابر سوي، محصلین زموږ په لاس کي امانت دي، موږ باید داسي فارغان ټولني ته وړاندي کړو، چي سبا د ټولني موجوده ستونزو ته عملي او مؤثري حل لاري پیدا کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کي، د کار ایجاد او نوښت د محصلینو د مسلکي پرمختګ لپاره یو بنسټیز اصل وباله او دوی یې و هڅول، چي باید ځانونه د راتلونکو مسؤلیتونو لپاره ښه چمتو کړي.

وروسته د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې استازي او د ارقامو د ارزوني او پروسس متخصص رحمت الله امین ورکشاپ پيل کړ.

نوموړي په پیل کي د ورکشاپ عمومي هدفونه تشریح کړل او محصلانو ته یې وویل، چي د تدارکاتو برخه د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او بازار اقتصاد د ښه مدیریت لپاره خورا مهم رول لري.

هغه په خپلو خبرو کي وویل: د تدارکاتو پړاوونه، د اړتیا پیژندني څخه نیولې بیا تر قرارداد او څار پوري، باید په مسلکي ډول مدیریت سي.

ښاغلي امین د تدارکاتي پلان جوړول، د ادارې لپاره د بوديجې د سم استعمال په اړه هم مهم معلومات وړاندي کړل.

باید وویل سي، چي د دې ورکشاپ په پاته دوو ورځو کي به د امارتي تدارکاتو په چوکاټ کي، د داوطلبانو د اهلیت معیارونه او د قراردادونو قانوني اړخونه، د قرارداد د فسخي شرائط، د قرارداد د فعالیتونو پلټنه او یو شمېر نور مهم موضوعات وړاندي سي.

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS