د هلمند پوهنتون د داخلي سړکونو د قیررېزۍ پروژې لمړی اعلان

helmand@123
اعلان

هلمند پوهنتون د خپلو داخلي سړکونو د قیررېزۍ پروژه د لمړي ځل داوطلبۍ لپاره اعلانوي، نو ټول په شرایطو برابر شرکتونه چي د داوطلبۍ په پروسه کي د برخه اخیستلو لپاره لیوالتیا لري کولای سي چي د 1403/6/28 څخه بیا تر 1403/7/19  لمریزي نېټې پوري خپل درخواست پاڼي د هلمند د تهیه او تدارکاتو آمریت ته د (910000) نهه سوه لس زره افغانۍ سره چي د آفر تضمین دی، وسپاري او شرط پاڼه ترلاسه کړي.

د یادوني وړ ده چي په 1403/7/21 لمریزه نېټه چي د شنبې ورځ کیږي، داوطلبي یې په هلمند پوهنتون کي ترسره کیږي.