حیواني علوم څانګه چي د اهلي حیواناتو او مرغانو د ساتلو، د نسلونو اصلاح، د فارمونو د ادارې ، د فارمي حیواناتو د تغذیې او حیواني محصولاتو د توليد، پروسس او ذخیرې په برخه کي د ټولني لپاره متخصصین او کادرونه روزي په ۱۳۸۷ هجري شمسي کال کي د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځۍ په چوکاټ کي د دوو نورو څانګو سره یوځای منظور سوه، مګر د کادري استادانو د نشتون له کبله تر ۱۳۹۸ کال پوري غیر فعاله وه، خوشبختانه په ۱۳۹۸ ه ش کال کي یې خپل تدریسي او اکاډیمکي چاري شروع کړې. په لمړي کال د لوړو زده کړوازت لخوا ( ۲۲ ) تنه جدید الشمول محصلان ورته معرفي سوه چی اوس یی دوې دوري د فارغینو په حیث ټولني ته د وړاندي کړيدي. فعلا یې په څلورو ټولګیو کي (۸۸) تنه محصلین په زده کړو بوخت دي. د حيواني علومو څانګه ( ۵ ) کادري ( درې ماسټر او دوه ډي وي ایم ) استادان لري.
د حيواني علومو دڅانګي مکمله برنامه ۱۵۰ کریډیټه ده چی له دې جملې څخه پوهنتون شموله مضامین ۳۲ کریډیټه ( ۲۱.۳۳ سلنه ) ، مسلکي ۷۹ کریډیټه ( ۵۲.۶۶ سلنه )،اساسي ۲۹ کريډیټه ( ۱۹.۳۳سلنه )، انتخابي مضامین ۴ کریډیټه (۲.۶۶ سلنه ) او همدارنګه فاینل تحقیقي پروژه ۶ کریډیټه ( ۴ سلنه ) کیږي تشکیلوي.
د حيواني علومو څانګي لیرلید او ماموریت
د حيواني علومو څانګه به د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کي د حیواناتو د روزني ، تغذیې ، نسل اصلاح ، د حيواني محصولاتو د پروسس او ذخیرې په برخه کي د پوهو ، ژمنو او مسلکي افرادو په روزلو سره د هيواد په کچه سیاله او پر مختللي څانګه وي.
ب: ماموريت (Mission)
د حيواني علومو څانګه د لوړو علمي او تخنیکي معیارونو پر بنسټ د مسلکي متخصصینو روزنه ، د حیواني تولید او روغتیا په برخه کي تطبیقي څېړني او د ټولني لپاره اغېزمن خدمات وړاندي کوي ، تر څو د مالدارۍ سکتور ته وده ورکړي او د هیواد په اقتصادي پرمختک کي ونډه واخلي.
موخي: (Goals) :
- په اسلامي، ملي او مسلکي روحیه د محصلانو روزل ؛
- پرملي او نړیوالو معیارونو برابر اکاډمیک چاپیریال رامنځته کول او دکیفیت د لوړاوي په برخه کي اکاډمیک اعتبار اخیستل
- د استادانو د مسلکي او تخصصي پوهي په برخه کي د ظر فیت لوړل .
- د حیواني علومو په برخه کي د محصلانو د علمي او عملي پوهي زیاتول تر څو هغوی د حیواناتو د روزني، تولید، روغتیا او مدیریت په برخو کي مسلکي متخصصین سي.
- د حیواني علومو په برخه کي د نوو ټیکنالوژیو او نوښتونو معرفي کول، ترڅو د حیواناتو د تولید او روغتیا په برخو کي پرمختګ رامنځته سي
- د سل سلنه ماسټر او دوکتورا لرونکو استادان تر راتلونکو پنځو کلونو پوري درلودل
- له سمتي، نژادي، قومي، او لساني تبعیض څخه ليریوالی.
- صداقت او ریښتینولي.
- څانګې ته ژمنتیا.
- مسلکیتوب.
- د ځواب ورکولو توانایي.
- اخلاق او کرامت .
د حیوانی علومو څانکي فارغ التحصیل تعریف:
د حیواني علومو فارغالتحصیل یو مسلکي شخص دی چي د فارمي حیواناتو د روزنې، تغذیې، روغتیا، د نسل اصلاح ، د حیواني محصولاتو ( ، هګۍ ، غوښه ، لبني محصولات ، شات او فایبر ) د تولید او پروسس ، او د مالدارۍ د مختلفو سیستمونو د مدیریت په اړه علمي او عملي پوهه لري، تر څو د حیواناتو له لاري د انسان لپاره باکیفیته غذايي مواد برابر کړي او په اقتصادي ودې کي ونډه ولري .
د حیواني علومو فارغالتحصیل په لاندي برخو کي فعالیتونه کولای سي
- د حیواناتو روزنه (تربیه): غواګانو ، وزو، پسونه، چرګانو ، کبانو، او شاتو مچۍ، د فارمونو مدیریت.
- د تغذیې مدیریت: د فارمي حیواناتو لپاره مناسبي غذا بیلانس کول او د ا ړتیاوی مطایق د حیواني جیري توزین
- د حیواني نسلونو اصلاح او تکثیر کول د مصنوعي القاح، انتخاب او نسلګیري له لاري د حیواناتو د تولیداتو لوړول ، او د لوړ تولید سوي نسلونو ساتنه او پراخول.
- د حیواني محصولاتو تولید او مدیریت: د لبني محصولاتو او شیدو، غوښه، هګۍ، وریښم، وړۍ، شات، او نور محصولات تولید او پروسس کول او بازار ته عرضه کول
- روغتیا او د ناروغیو کنټرول: د حیواناتو د عامو ناروغیو پیژندنه او ابتدایي درملنه، همداراز د واکسین او ډیوارمننګ پروګارمونه تطبیقول ..
- ساحوي او لابراتواري کارونه: د فارمونو څارنه، د حیواناتو ازموینې، د شیدو یا خوراکي موادو کیفیت ارزونه.
- مشورې ورکول: بزګرانو، فارملرونکو، او دولتي موسسو ته د مالدارۍ په اړه علمي مشورې ورکول.
- تدریس او تحقیق: ښوونځیو، تخنیکي انسټيټونو یا پوهنتونونو کي تدریس کول او د حیواني علومو اړوند څېړنې کول.
- کاروبار او صنعت: خپل شخصي فارم جوړول (چرګانو ، غواګانو ، شاتو مچیو ، وريښمو چنجیانو ، کبانو ، پسونو او وزو). د فارمونو په برخه کي پانګونه کول او خپل شخصي کاروبار جوړول او د حیواني دواګانو، حیواني خوړو ( فیډ ) ، او وسایلو کاروبار.
- د مالدارۍ په برخه کي د حکومت او موسساتو سره د مالدارۍ د مسلکي په توګه کار کول.
- د حيواني علومو څانګي ټولي اداري او تدريسي چاري د څانګي د آمر په شمول د (۵ ) تنو رسمی استادانو په مټ چي د ماسټرۍ او DVM تر کچي لوړي زده کړي لري، د لوړو زده کړو د قانون، کريډيټ سيستم او نصاب او کريکولم د لوايحو او طرزالعملونو په رڼا کي مخي ته وړل کيږي.
د حيواني علومو څانګي د زیربنايي امکاناتو په اړه لنډ معلومات:
حيواني علومو څانګه د کافي باتجربه ماسټر او ليسانس استادانو لرونکي ده، چي عصري ټکنالوژۍ او منظمو تدريسي وسايلو پر مټ تدريس کوي. حیواني علومو څانګه ۴ مجهز او په اړينو توکو او وسايلو سمبال درسي ټولګي لري، چي په تولو ټولګيو کي يې د ګرمي او يخې هوا سيستم، مناسبي چوکۍ، تدريسي بورډونه، پروجيکټور شتون لري.
فعال او مجهز د څانګي شعبه لري. په حيواني علومو څانګه کي ټوله مرستندويه او کومکي اداري وسايل موجود دي، چي تدريسي او اداري چاري په همږغي مخته وړي. مسجد شریف حیواني کلینک ، لابرتوار، د اوبو رسولو شبکه، بريښنا، پارکينګ، کتابتون، کمپيوټر لب، انټرنيټ کيفي، خدماتي کارګران، کانتين او نور سهولتونه او سرچينې، چي د پوهنتون اړونده ايجاد سوي د حیواني علومو د څانګي محصلين او استادان په اصولي ډول استفاده ورڅخه کولای سي.

د حيواني علومو څانګه د علمي پروګرام پيژندنه:
د حیواني علومو څانګي معرفي:
|
۱
|
د څانګي مکمل عنوان
|
حیواني علوم ( مالدارۍ )
|
|
۲
|
د تاسيس نيټه
|
1387 لمريز کال
|
|
|
د فعالیت کال
|
1398 لمریز کال
|
|
۳
|
علمي برنامه
|
ليسانس (څلور کاله)
|
|
۴
|
يو تحصيلي کال
|
دوه سمسترونه
|
|
۵
|
ټولټال سمسترونه
|
اته سمسترونه
|
|
۶
|
تحصيلي سيستم
|
کريډيټ سيستم
|
|
۷
|
د يو سمستر موده
|
۱۶ درسي اونۍ او درې اونۍ فاينل ازمويني
|
|
۸
|
تحصيلي نصاب
|
۱۵۱ کريډيټه (د لوړو زده کړو وزرات څخه منظور سوی)
|
|
۹
|
د تحصيلي نصاب جوړښت
|
د حيواني علومو دڅانګي مکمله برنامه ۱۵۰ کریډیټه ده چی له دې جملې څخه پوهنتون شموله مضامین ۳۲ کریډیټه ( ۲۱.۳۳ سلنه ) ، مسلکي ۷۹ کریډیټه ( ۵۲.۶۶ سلنه )،اساسي ۲۹ کريډیټه ( ۱۹.۳۳سلنه )، انتخابي مضامین ۴ کریډیټه (۲.۶۶ سلنه ) او همدارنګه فاینل تحقیقي پروژه ۶ کریډیټه ( ۴ سلنه )
|
|
۱۰
|
د يو مضمون/کورس ارزونه
|
۲۰ سلنه ازموينه د سمستر په منځ کي. ۶۰ سلنه ازموينه د سمستر په پای کي. ۲۰ سلنه نمرې د پروژې/سيمينار ، کورني کار او حاضري
|
|
۱۱
|
د مضمون د برياليتوب لپاره حد اقل نمرې
|
۵۵ نمرې
|
|
۱۲
|
د يوې اونۍ کريډيټونه
|
لږ تر لږه ۱۷ او زيات ۲۱ کريډيټونه په يوه اونۍ کي تدريسيږي
|
|
۱۳
|
د حاضرۍ ظوابط
|
محصل مجبور دی چي په فاينل ازموينه کي د شموليت لپاره په هر مضمون کي د ۱۰۰ سلنه حاضرۍ څخه ۷۵ سلنه لږ تر لږه بشپړه کړي.
|
|
۱۴
|
د موجوده استادانو تعداد
|
3 تنه ماسټر او 2 تنه DVM (ټولټال 5 تنه)
|
|
۱۵
|
د موجوده کارمندانو شمير
|
1 تن خدماتي کارمند
|
|
۱۶
|
د تحصيلي دورې په بريالي پای ته رسولو سره اسناد
|
د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت په تائيد، محصل د تصديق، ډيپلوم او د نمراتو د ټرانسکريپټ مستحق دی.
|