د حیواني علومو څانګي

د حیواني علومو څانګي لنډه پیژندنه

حیواني علوم څانګه چي د اهلي حیواناتو او مرغانو د ساتلو، د نسلونو اصلاح، د  فارمونو د ادارې ، د فارمي حیواناتو د تغذیې او حیواني محصولاتو د توليد، پروسس او ذخیرې په برخه کي د ټولني لپاره متخصصین او کادرونه روزي  په ۱۳۸۷ هجري شمسي کال کي د  هلمند پوهنتون  د کرهڼي پوهنځۍ په چوکاټ کي د دوو نورو څانګو سره یوځای منظور سوه، مګر د کادري استادانو د نشتون له کبله تر ۱۳۹۸ کال پوري غیر فعاله وه، خوشبختانه په ۱۳۹۸ ه ش کال کي یې خپل تدریسي او اکاډیمکي چاري شروع کړې.  په لمړي کال د لوړو زده کړوازت لخوا  ( ۲۲ ) تنه  جدید الشمول محصلان  ورته معرفي سوه چی اوس یی دوې دوري د فارغینو په حیث ټولني ته د وړاندي کړيدي.  فعلا یې په څلورو  ټولګیو کي (۸۸) تنه محصلین په زده کړو بوخت دي.  د حيواني علومو څانګه ( ۵ )  کادري ( درې ماسټر او دوه ډي وي ایم ) استادان لري.

د حيواني علومو  دڅانګي مکمله برنامه ۱۵۰ کریډیټه ده چی له دې جملې څخه پوهنتون شموله مضامین  ۳۲ کریډیټه ( ۲۱.۳۳ سلنه ) ، مسلکي ۷۹ کریډیټه ( ۵۲.۶۶ سلنه )،اساسي ۲۹ کريډیټه ( ۱۹.۳۳سلنه )، انتخابي مضامین  ۴ کریډیټه (۲.۶۶ سلنه ) او همدارنګه فاینل تحقیقي پروژه ۶  کریډیټه ( ۴ سلنه ) کیږي تشکیلوي.

د حيواني علومو څانګي لیرلید او ماموریت

الف: لر ليد (Vision)

د حيواني علومو څانګه به د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کي د حیواناتو د روزني ، تغذیې ، نسل اصلاح ، د حيواني محصولاتو د پروسس او ذخیرې په برخه کي د پوهو ، ژمنو او مسلکي افرادو په روزلو سره د هيواد په کچه سیاله او پر مختللي څانګه وي.

ب: ماموريت (Mission)

د حيواني علومو څانګه د لوړو علمي او تخنیکي معیارونو پر بنسټ د مسلکي متخصصینو روزنه ، د حیواني تولید او روغتیا په برخه کي تطبیقي څېړني او د ټولني لپاره اغېزمن خدمات وړاندي کوي ، تر څو د مالدارۍ سکتور ته وده ورکړي او د هیواد په اقتصادي پرمختک کي ونډه واخلي.

موخي: (Goals) :

  • په اسلامي، ملي او مسلکي روحیه د محصلانو روزل ؛
  • پرملي او نړیوالو معیارونو برابر اکاډمیک چاپیریال رامنځته کول او دکیفیت د لوړاوي په برخه کي اکاډمیک اعتبار اخیستل
  • د استادانو د مسلکي او تخصصي پوهي په برخه کي د ظر فیت لوړل .
  • د حیواني علومو په برخه کي د محصلانو د علمي او عملي پوهي زیاتول تر څو هغوی د حیواناتو د روزني، تولید، روغتیا او مدیریت په برخو کي مسلکي متخصصین سي.
  • د حیواني علومو په برخه کي د نوو ټیکنالوژیو او نوښتونو معرفي کول، ترڅو د حیواناتو د تولید او روغتیا په برخو کي پرمختګ رامنځته سي
  • د سل سلنه ماسټر او دوکتورا لرونکو استادان تر راتلونکو پنځو کلونو پوري درلودل

بنسټیز ارزښتونه (Core Values)

  • له سمتي، نژادي، قومي، او لساني تبعیض څخه ليریوالی.
  • صداقت او ریښتینولي.
  • څانګې ته ژمنتیا.
  • مسلکیتوب.
  • د ځواب ورکولو توانایي.
  • اخلاق او کرامت .

د حیوانی علومو څانکي فارغ التحصیل  تعریف:

د حیواني علومو فارغ‌التحصیل یو مسلکي شخص دی چي د فارمي حیواناتو   د  روزنې، تغذیې، روغتیا،  د نسل اصلاح  ، د حیواني محصولاتو (  ، هګۍ ، غوښه ، لبني محصولات ، شات  او فایبر )  د تولید او پروسس  ، او د مالدارۍ د مختلفو سیستمونو د مدیریت  په اړه علمي او عملي پوهه لري، تر څو د حیواناتو له لاري د انسان لپاره باکیفیته غذايي مواد برابر کړي او په  اقتصادي ودې کي ونډه ولري .

د حیواني علومو فارغ‌التحصیل په لاندي برخو کي فعالیتونه کولای سي

  • د حیواناتو روزنه (تربیه): غواګانو ، وزو، پسونه، چرګانو ، کبانو، او شاتو مچۍ،  د فارمونو مدیریت.
  • د تغذیې مدیریت: د فارمي حیواناتو لپاره مناسبي غذا بیلانس کول او د ا ړتیاوی مطایق د حیواني جیري توزین
  • د حیواني نسلونو اصلاح او تکثیر کول د مصنوعي القاح، انتخاب او نسلګیري  له لاري د حیواناتو د تولیداتو لوړول ، او د لوړ تولید سوي نسلونو ساتنه او پراخول.
  • د حیواني محصولاتو تولید او مدیریت: د لبني محصولاتو او شیدو، غوښه، هګۍ، وریښم، وړۍ، شات، او نور محصولات تولید او پروسس کول  او بازار ته عرضه کول
  • روغتیا او د ناروغیو کنټرول: د حیواناتو د عامو ناروغیو پیژندنه او ابتدایي درملنه، همداراز د واکسین  او ډیوارمننګ پروګارمونه تطبیقول ..
  • ساحوي او لابراتواري کارونه: د فارمونو څارنه، د حیواناتو ازموینې، د شیدو یا خوراکي موادو کیفیت ارزونه.
  • مشورې ورکول: بزګرانو، فارم‌لرونکو، او دولتي موسسو ته د مالدارۍ په اړه علمي مشورې ورکول.
  • تدریس او تحقیق: ښوونځیو، تخنیکي انسټيټونو یا پوهنتونونو کي تدریس کول او د حیواني علومو اړوند څېړنې کول.
  • کاروبار او صنعت: خپل شخصي فارم جوړول (چرګانو ، غواګانو ، شاتو مچیو ، وريښمو چنجیانو ، کبانو ، پسونو او وزو). د فارمونو په برخه کي پانګونه کول او خپل شخصي کاروبار جوړول او د حیواني دواګانو، حیواني خوړو ( فیډ ) ، او وسایلو کاروبار.
  • د مالدارۍ  په برخه کي د حکومت او موسساتو سره د  مالدارۍ د مسلکي په توګه کار کول.

ب:  د حیواني علومو څانګي استادان او کارمندان

  • د حيواني علومو څانګي ټولي اداري او تدريسي چاري د څانګي د آمر په شمول د (۵ ) تنو رسمی استادانو په مټ چي د ماسټرۍ او DVM تر کچي لوړي زده کړي لري، د لوړو زده کړو د قانون، کريډيټ سيستم او نصاب او کريکولم د لوايحو او طرزالعملونو په رڼا کي مخي ته وړل کيږي.

 

د حيواني علومو څانګي د زیربنايي امکاناتو په اړه لنډ معلومات:

حيواني علومو څانګه د کافي باتجربه ماسټر او ليسانس استادانو لرونکي ده، چي عصري ټکنالوژۍ او منظمو تدريسي وسايلو پر مټ تدريس کوي. حیواني علومو څانګه ۴ مجهز او په اړينو توکو او وسايلو سمبال درسي ټولګي لري، چي په تولو ټولګيو کي يې د ګرمي او يخې هوا سيستم، مناسبي چوکۍ، تدريسي بورډونه، پروجيکټور  شتون لري.

فعال او مجهز د څانګي شعبه لري. په حيواني علومو څانګه کي ټوله مرستندويه او کومکي اداري وسايل موجود دي، چي تدريسي او اداري چاري په همږغي مخته وړي. مسجد شریف حیواني کلینک ، لابرتوار، د اوبو رسولو شبکه، بريښنا، پارکينګ، کتابتون، کمپيوټر لب، انټرنيټ کيفي، خدماتي کارګران، کانتين او نور سهولتونه او سرچينې، چي د پوهنتون اړونده ايجاد سوي د حیواني علومو د څانګي محصلين او استادان په اصولي ډول استفاده ورڅخه کولای سي.

 

 

                                                                                           

          د حيواني علومو څانګه د علمي پروګرام پيژندنه:

د حیواني علومو څانګي  معرفي:

۱

د څانګي مکمل عنوان

حیواني علوم ( مالدارۍ )

۲

د تاسيس نيټه

1387 لمريز کال

 

د فعالیت کال

1398  لمریز کال

۳

علمي برنامه

ليسانس (څلور کاله)

۴

يو تحصيلي کال

دوه سمسترونه

۵

ټولټال سمسترونه

اته سمسترونه

۶

تحصيلي سيستم

کريډيټ سيستم

۷

د يو سمستر موده

۱۶ درسي اونۍ او درې اونۍ فاينل ازمويني

۸

تحصيلي نصاب

۱۵۱ کريډيټه (د لوړو زده کړو وزرات څخه منظور سوی)

۹

د تحصيلي نصاب جوړښت

د حيواني علومو  دڅانګي مکمله برنامه ۱۵۰ کریډیټه ده چی له دې جملې څخه پوهنتون شموله مضامین  ۳۲ کریډیټه ( ۲۱.۳۳ سلنه ) ، مسلکي ۷۹ کریډیټه ( ۵۲.۶۶ سلنه )،اساسي ۲۹ کريډیټه ( ۱۹.۳۳سلنه )، انتخابي مضامین  ۴ کریډیټه (۲.۶۶ سلنه ) او همدارنګه فاینل تحقیقي پروژه ۶  کریډیټه ( ۴ سلنه )

۱۰

د يو مضمون/کورس ارزونه

۲۰ سلنه ازموينه د سمستر په منځ کي. ۶۰ سلنه ازموينه د سمستر په پای کي. ۲۰ سلنه نمرې د پروژې/سيمينار ، کورني کار او حاضري

۱۱

د مضمون د برياليتوب لپاره حد اقل نمرې

۵۵ نمرې

۱۲

د يوې اونۍ کريډيټونه

لږ تر لږه ۱۷ او زيات ۲۱ کريډيټونه په يوه اونۍ کي تدريسيږي

۱۳

د حاضرۍ ظوابط

محصل مجبور دی چي په فاينل ازموينه کي د شموليت لپاره په هر مضمون کي د ۱۰۰ سلنه حاضرۍ څخه ۷۵ سلنه لږ تر لږه بشپړه کړي.

۱۴

د موجوده استادانو تعداد

3 تنه ماسټر او 2 تنه DVM (ټولټال 5 تنه)

۱۵

د موجوده کارمندانو شمير

1 تن خدماتي کارمند

۱۶

د تحصيلي دورې په بريالي پای ته رسولو سره اسناد

د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت په تائيد، محصل د تصديق، ډيپلوم او د نمراتو د ټرانسکريپټ مستحق دی.