هلمند پوهنتون  خپلو زده کړیالانو ته د پښتو، دري، عربي او انګليسي  ژبو د زده کړي نوي  لنډ مهاله کورسونه پیل کړل

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۲:۴۴
ژبي

نن یکشنبه ، د هلمند پوهنتون د غونډو تالار کي، چي د یاد پوهنتون رئیس شيخ مولوي حافط محمد نسیم حقاني صاحب، د پوهنتون مرستیالانو، استادانو، اداري کارمندانو او زده کړیالانو ګډون درلود، د څلور ژبو د لنډ مهاله کورسونو لړۍ د یوې غونډي په ترڅ کي پیل کړل.

د هلمند پوهنتون رئیس شيخ حافظ محمد نسیم حقاني صاحب د خبرو پر مهال زده کړیالانو ته وویل، چي تر هلو ځلو وروسته یې  دوی ته د ژبو د زده کړو لنډ مهاله کورسونه د پوهنتون د رهبرۍ او استادانو په ملتیا په بریالیتوب سره راپیل کړل.

دوی ته یې وویل، چي له دې فرصت دي اعظمي ګټه واخلي او د خپلو استعدادونو په غوړېدا کي دي نه ستړي کیدونکي هلي ځلي وکړي.

ورپسي د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو پر ارزښت او د کورس د وړاندي کولو پر میتودونو د استادانو له لوري معلومات وړاندي سول.

 د هلمند پوهنتون د پښتو څانګي استاد دوکتور نوراحمد ایمل د ژبي پر نړيوالو اصولو او د مورنۍ ژبي د زده کړي په ارزښت خبري وکړې.

نوموړي زیاته کړه، د خپلي ژبي زده کړه، شخص ته اجازه ورکوي، چي ژباړي وکړي او  نوي افکار ولېږدوي.

هغه وویل، بهتره دا ده، چي لمړی خپلي ملي ژبي زده سي او تر څنګ یې په نورو ژبو کي هم مهارت ترلاسه سي.

په وروستیو کي د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال  ښاغلی مفتي صدیق الله همت ددې ډول کورسونو د ډیرېدو او دایمي کېدو په برخو کي زده کړیالانو ته ډاډ ورکړ او له دوی یې وغوښتل، چي وخت ته ارزښت ورکړي او  د بې ځایه وخت تیرولو پر ځای دي د نړیوالو ژبو پر زده کړي او د خپلو ظرفیتونو پر لوړېدو تمرکز وکړي.

په ورته وخت کي د هلمند پوهنتون زده کړیالان د ژبو د زده کړي د کورسونو د پیلیدو هرکلی وکړ او د لوړو زده کړو وزارت او  یاد پوهنتون د رهبرۍ د هڅو ستاینه او مننه وکړل.

 

د یادولو وړ ده، چي دیادو کوروسونو زده کړیز بهیر یو کلن دی، چي بریالي او فارغ زده کړیالانو ته به د لوړو زده کړو وزارت له لوري د فراغت تصدیق او سند ورکړل سي.

 

نېټه: 1445/11/4 ه. ق کال

تازه خبرونه

یکشنبه, اکتوبر 19 2025 3:46 PM
Background image

.هلمند پوهنتون د نشه‌ يي توکو د مخنیوي ملي کنفرانس ته کوربه ‌توب کوي

له نشه توکو پاک افغانستان ملي کنفرانس د نږدې کېدو په درشل کي، چي د هلمند پوهنتون له لوري د عامه پوهاوي په پار د ښار په ګڼو ساحو کي تبلیغاتي لوحې نصب سوې.

دغه ملي کنفرانس به د روان کال. . .

سه شنبه, اکتوبر 14 2025 4:50 PM
Background image

استاد او د فکري مصؤنیت مسؤلیت په اړه روزنیز سمینار ترسره سو

نن د هلمند پوهنتون په مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري یو روزنیز او اصلاحي سمینار د استاد او فکري مصؤنیت مسؤلیت تر سرلیک لاندي تر سره سو.

دغه سمینار د دعوت او ارشاد آمر مولوي. . .

سه شنبه, اکتوبر 07 2025 3:25 PM
Background image

.هلمند پوهنتون کي د علم او اخلاقو همغږي تر عنوان لاندي سمینار ترسره سو

نن د هلمند پوهنتون په مسجد شریف کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د علم او اخلاقو همغږي تر عنوان لاندي دیني سمینار وړاندي سو، چي په کښې د پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کار کوونکو. . .

BACK TO NEWS