د لوړو زده کړو مالي او اداري معین د هلمند پوهنتون د چارو څخه ليدنه وکړل.

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۸:۱۱
 لیدنه

نېټه: ۱۸/۱۲/۱۴۴۵ ه.ق

 

نن دوشنبه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین  ښاغلي حافظ مولوي محمد حامد حسیب هلمند ولایت ته د خپل سفر پرمهال د هلمند پوهنتون له چارو د نږدې څخه لیدنه وکړل.

په پیل کي  د هلمند پوهنتون رئیس ښاغلي الحاج حافظ محمد نسیم حقاني د لوړو زده کړو مالي او اداري معین ته ښه راغلاست ووایه او په ياد پوهنتون کي یې د روانو چارو او فعالیتونو  په اړه معلومات وړاندي کړه.

ورپسي د ياد پوهنتون  مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر سمیع الله سعید او علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست  د هلمند پوهنتون پر لاسته راوړونو او راتلونکو پلانونو بحث وکړ.

د ليدني په بهیر کي د لوړو زده کړو مالي او اداري معين د پوهنتون د رهبرۍ هڅي ښه و ارزولې او د هر راز همکاریو ډاډ یې وړاندي کړ.

 

هلمند پوهنتون

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۶:۴۸
Background image

.د غصب د مخنیوي په اړه د مشرتابه مقام ۴۳م هدایت تشریح سو

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د شخصي ځمکو د غیري قانوني تصرف او غصب د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله‌ و رعاه د ۱۴۴۰/۹/۱ نېټې د ۴۳. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۶:۴۵
Background image

.د هلمند پوهنتون رئیس په خپل کاري دفتر کي د بُست خصوصي پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل

نن ورځ چهار شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ /لحدیث و /لتفسیر مفت.ي محمد شریف الله ابو احمد صاحب په خپل کاري دفتر کي د بُست خصوصي پوهنتون د رهبرۍ سره، پر یو لړ مهمو علمي موضوعاتو بحث وکړ.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۶:۵۱
Background image

.د مشرتابه مقام ۴۹م هدایت تشریح ترسره سوه

 

ن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د درې ګونو محکمو وروسته د قصاص او حدودو په تطبیق کي، د  مشرتابه د اجازې اخیستلو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه. . .

BACK TO NEWS