هلمند کي  کانکور ازموینه د هلمند پوهنتون په همکارۍ  د ازمویني ملي اداري له لوري پیل سول

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۵:۴۴
کانکور ازموینه

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۸ ه.ق

نن پنجشنبه هلمند کي شاوخوا د ۱۸۰۰ تنو زده کوونکو د کانکور ازمویني د ورکړي بهیر د دوو ورځو لپاره د ازمویني ملي اداري د استازو او هلمند پوهنتون د استادانو په همکارۍ را پیل سو.

د یادي ازمویني د پیل غونډه کي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، د ازمویني ملي ادارې مسؤلینو، د هلمند پوهني رئیس، علماؤ، استادانو، کارمندانو او ځوانان ګډون درلود.

د هلمند پوهنتون د محصلانو چاور مرستیال ښاغلي مفتي صدیق الله همت د ازمويني د ګډونوالو په تړاو وويل: په ځوانانو ویاړو، چي زده کړي خوښوي، په دې هیله راغلي، چي لوړو زده کړو ته لار پیدا کړي او د خپل ذوق پوهنځي ته بریالي سي.

د هلمند پوهني رئیس ښاغلي  الحاج محمد عوض انصاري صاحب د ډاډمن چاپیریال او  په روانه ازموینه کي د اسانتياوو د شتون په اړه خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کي یې د اړوند مسؤلینو له هڅو مننه وکړل.

 د ازموینو ملي ادارې د پلان او پالیسۍ مسؤل ښاغلي محمد داود ځلاند په یاده اداره  کي د وروستیو اسانتیاوو او سهولتونو د شتون په اړه خبري وکړې.

ښاغلي ځلاند زياته کړه، د تیر په پرتله د ازمویني په پروسو کي د ناکامه کېدو ویره له ګډونوالو لیري سوې او نن له ښوونځي څخه فارغ د هر عمر کسان راځي او په ازموینه کي په دې هیله ګډون کوي چي خپل علمي ظرفیت لوړ کړي.

د ازمویني ملي ادارې مسؤل د هلمند پوهنتون د رهبرۍ او کاري ټیم د بشپړي همکارئ څخه خوښي څرګنده او د دوى له هڅو يې مننه کړل.

د یادولو وړ ده، چي د هلمند په ګډون ګڼو نورو ولایتونو کي هم د کانکور ازمویني څو ورځنی بهیر پیل سوي، چي د پايلو تر اعلان وروسته به بریالي زده کوونکي د خپلي خوښي پوهنځي ته لار پیدا کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه, اکتوبر 13 2024 3:09 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د کرهڼي او مالدارۍ د علمي څېړنو کنفرانس پيل سو

نېټه: ۱۴۰۳/۷/۲۲ ه.ش

نن يکشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د کرهڼي او مالدارۍ د علمي څېړنو کنفرانس د دوو ورځو لپاره پيل سو.

 

ياد کنفرانس چي د دې پوهنتون د علمي څېړنو آمريت. . .

یکشنبه, اکتوبر 06 2024 3:49 PM
Background image

د پوهنتون پيژندني تر سرلیک لاندي سمينار وړاندي سو

نېټه: ۱۴۴۶/۴/۳ هـ ق
 

نن يکشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښې و جدید الشمول محصلینو ته د پوهنتون پيژندني تر سرلیک لاندي سمينار، د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري کارمندانو او. . .

سه شنبه, اکتوبر 01 2024 4:48 PM
Background image

د کندهار پوهنتون رئیس د یو علمي سفر په ترڅ کي د هلمند پوهنتون له چارو څخه لیدنه وکړل

نېټه: ۱۴۴۶/۳/۲۸ ه.ق
 

نن سې شنبه د کندهار پوهنتون رئیس او ورسره مل پلاوي هلمند ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دې ولایت له پوهنتون څخه لیدنه وکړل.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه کي چي د. . .

BACK TO NEWS