.د هلمند پوهنتون د "علمي او څېړنیزې مجلې" دريم ټوک، دريمه ګڼه تازه چاپ ته ورسېدل

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۴۲
علمي مجله

نېټه: 1446/7/11 ه. ق کال

د هلمند پوهنتون د ساينسي علومو څېړنيزي مجلې 3 ټوک، 3 مه ګڼه ددې پوهنتون د څېړنيز آمريت په هلو ځلو چمتو او چاپ سوه.

په دې مجله کي د کرنې، اقتصاد، طب، انجینري او د نورو برخو علمي موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه سوې ده. د شاتو مچیو د ناروغیو څېړنه، د انځرو د ناروغیو او آفتونو د کنټرول لاري چاري او د فارمونو د مدیریت په اړه څېړني يې له مهمو موضوعاتو څخه دي.

دغه راز د Fasciolosis ناروغۍ اغېزې، د اقتصادي ارزښتونو ارزونه، د نباتاتو کرنه او تولید او د عصبي ناروغى Variant Creutzfeldt-Jakob اړوند څېړنیزې مقالې په دې ګڼه کي خپرې سوي دي.

د يادولو وړه ده، چي د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي مجلې په ۱۴۰۱ ه.ش کال کي د خپراوي جواز تر لاسه کړی، چي تر دې دمه يې لس ګڼي په چاپ رسېدلي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۴۱
Background image

د هلمند پوهنتون د سیالیو ۲۰ غوره محصلان وستایل سول.

هلمند پوهنتون کي د عاليقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د پنځو فرمانونو کتاب او قرائت سیالیو د ممتازو محصلانو د ستایني لپاره غونډه ترسره سوه، چي په بهیر کي یې ۲۰ تنو ممتازو محصلانو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

BACK TO NEWS