.هلمند پوهنتون کي د ۱۴مي دورې د محصلانو د فراغت شانداره غونډه ترسره سوه

helmand@123
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۵:۱۷
۱۴ دوره فراغت

 

هلمند پوهنتون کي د ۱۴مي دورې د محصلانو فراغت غونډه په داسي حال کي تر سره سوه، چي پر مهال یې د هلمند سر پرست والي، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست رئیس او د پوهني رئیس ترڅنګ یو شمېر نورو ولایتي مسؤلینو، د پوهنتون رهبرۍ استادانو، محصلانو، د فارغینو د کورنیو غړو او په زرګونو عامو وګړو ګډون کړی وو.

 

په دې مناسبت ۴۴۸ تنه محصلان له بېلابېلو پوهنځیو؛ شرعیات، اقتصاد، وترنري، انجینري، ښوونه او روزنه، کرهڼه او ۱۰ تنه د علم قرائت فاضلان  په بریالۍ توګه فارغ سول او د خپل علمي ژوند نوي پړاو ته داخل سول.

 

د هلمند پوهنتون رئیس، شيخ الحدیث والتفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب په غونډه کي محصلانو ته وینا وکړه. نوموړي فارغینو ته د مبارکۍ ترڅنګ یو شمېر مهمي سپارښتني هم وړاندي کړلې. هغه وویل تاسو فارغ محصلان باید له خلکو سره په درناوي، مسؤلیت او مسلکیتوب چلند وکړئ. دې وروستیو څلورو کلونو کي په هلمند پوهنتون کي په سلګونه میلیونه افغانۍ ستاسي د درسي توکو او چاپیریال جوړوني لپاره مصرف سوي دي، هڅه وکړئ چي د ټولنې پرمختګ او ښېرازي ته خپلي علمي مشورې او وړاندیزونه وړاندي کړئ..

عصري زده کړو ته ادامه ورکړئ، ځکه نن ورځ پرمختګ د علم، ټکنالوجۍ او نوي مهارتونو زده کولو پوري تړلی دی. دا زده کړي تاسو ته دا وړتیا درکوي چي خپل هیواد او ټولنه ته ګټور و اوسئ.

ښاغلي شيخ الحدیث مفتي ابو احمد صاحب، زیاته کړه محصلان باید د ټولني مثبتو ارزښتونو ته ژمن واوسي، دیني او اخلاقي اصول رعایت کړي او د انساني درناوي، ښووني او سولي د فرهنګ پیاوړتیا کي برخه واخلي.

نوموړي پر استادانو هم غږ وکړ او ویې ویل، تاسو باید داسي محصلان وروزئ، چي هم مسلکي وي او هم له اسلامي روحیې برخمن وي.

خبریالان، لیکوالان او ادیبان باید د ژبي او قلم له لاري د ټولني اصلاح، پوهاوي، تعلیم او سالم فکر خپرولوکي رغنده رول ولوبوي، ځکه دا د هغوی مهم مسلکي مسؤلیت دی.

د هلمند د پوهني رئیس محترم مولوي محمد عوض انصاري صاحب، هم غونډي ته وینا وکړه او فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ یې زیاته کړه، چي تعلیم زموږ د هیواد د راتلونکي بنسټ دی. زه هیله لرم چي دغه فارغان به د ښووني او روزني په ډګر کي نور هم فعاله سي او نورو ځوانانو ته به الهام ورکړي.

 

د غونډي په لړ کي، د محصلانو په نماینده ګۍ نجیب الله تکل خبري وکړې، هغه د پوهنتون د رهبرۍ او استادانو مننه وکړل او زیاته یې کړل، چي پوهنتون ته زموږ راتګ په داسي حال کي وو، چي په دې مرکز کي د زده کړي لپاره لازم توکي او سالم چاپیریال نه وو موجود، خو نن دا دی د دې علمي او شخصیت جوړوني مرکز څخه په داسي حال کي فارغیږو، چي هرڅه امکانات برابر دي.

 

د غونډي نورو ځانګړو ویناوالو، د هلمند د علماوو شورا رئیس شی/خ الحدیث مولوي محمد اسماعیل صاحب  او سر پرست والي محترم الحاج مولوي محمد نبي حماس صاحب، فارغینو ته د مبارکۍ مراتب وړاندي کړل او له محصلانو یې وغوښتل، چي په ټولنه کي خپل مسؤلیت ته جدي پام وکړي او د وطن د ابادۍ، ښېرازۍ او پیاوړتیا لپاره هڅي وکړي.

نوموړو د عالیقدر حفظه الله د امت خیر خوا او پر اسلام ولاړ شخص یاد کړ، چي همېش ور سره د مسلمانانو د بچیانو د تعلیم او زده کړي فکر ور سره وي، نو په کار ده چي د هیواد ځوان قشر د خپل امیر له سپېڅلو احساساتو الهام واخلي او د دین او هیواد د دفاع روحیه ژوندی و ساتي.

 

د غونډي په منځنۍ برخه کي د هلمند پوهنتون د رغنیزو چارو یوه مستنده ویډیو  ګډونوالو ته خپره سوه.

 

په پای کي ټولو فارغ سویو محصلانو ته د فراغت سندونه (ډیپلومونه) توزیع سول او غونډه د دعائيې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

 

تازه خبرونه

سه شنبه, جولای 01 2025 4:24 PM
Background image

.د معاصر تعلیم او اسلامي ارزښتونو ترمنځ همغږي په اړه اصلاحي سمینار وړاندي سو

نن د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون په مسجد کي د معاصر تعلیم او اسلامي ارزښتونو ترمنځ همغږي، ستونزي او حل لاري تر عنوان لاندي یو ارزښتناک اصلاحي سمینار وړاندي سو،. . .

دوشنبه, جون 30 2025 3:30 PM
Background image

.په هلمند پوهنتون کي د پایلو پر بنسټ ښووني او الکترونیکي زده‌ کړو لس ورځنی ورکشاپ پیل سو

د هلمند پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ د دې پوهنتون په تدریسي ټولګیو کي د پایلو پر بنسټ ښووني، محصل‌ محوره تدریس او الکترونیکي زده‌ کړو په اړه ورکشاپ پیل سو.

په دغه روزنیز. . .

یکشنبه, جون 29 2025 4:20 PM
Background image

د هلمند پوهنتون کارکوونکو د قندهار، زابل او غزني پوهنتونونو څخه علمي لیدني ترسره کړې

 

د هلمند پوهنتون ۲۵ تنو کادري او اداري کارکوونکو د خپل علمي سفر په لړ کي د قندهار، زابل او غزني پوهنتونونو څخه لیدنه وکړه.

یادو کارکوونکو د دغو پوهنتونونو د رهبرۍ ترڅنګ د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS