.د اسلام له نظره متقابل احترام او د چاپلوسۍ عذاب په اړه علمي او اصلاحي سمینار وړاندي سو

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۲
متقابل احترام

د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون په مرکزي مسجد کي د ( متقابل احترام او چاپلوسۍ ترمنځ توپیر او د چاپلوسۍ عذاب د اسلام له نظره) تر عنوان لاندي یو علمي او اصلاحي سمینار وړاندي سو، چي په کښې د پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی و.

د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر محترم مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب د سمینار په پیل کي وویل: اسلام د انسان د ژوند ټول اړخونه په ښکلي او عادلانه ډول منظم کړي دي.

هغه زیاته کړه، له هغو ارزښتونو څخه چي اسلام پرې ټینګار کړی، یو هم متقابل احترام دی. متقابل احترام دا دی چي د یو بل حقوق وپېژندل سي او په حق او عدالت ولاړ درناوی وسي.

نوموړي د رسول الله ﷺ د ارشاد په حواله وویل، چي  مسلمان د مسلمان ورور دی، نه دي ظلم  پر کوي، نه دي یې بې وسه پرېږدي او نه دي  یې هم سپکوي.

ښاغلي ذاکر صاحب په خپلو خبرو کي ټینګار وکړ، چي  اسلام چاپلوسي سخت منعه ګرځولې او  چاپلوسي یې داسي عمل یاد کړ،  چي یو څوک د بل د خوښۍ یا د دنیاوي ګټي لپاره داسي ستاینه وکړي، چي حقیقت ونه لري او یا په کښې مبالغه وکړي.

د سمینار په پای کي مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب  د متقابل احترام او چاپلوسۍ ترمنځ توپیر څرګند  کړ، چي په وینا یې متقابل احترام د صداقت او عدالت پر بنسټ ولاړ دی، چي مینه او ورورولي رامنځته کوي، خو چاپلوسي د دروغو او مبالغې پر بنسټ ده چي فساد، تکبر او منافقت زېږوي.

تازه خبرونه

یکشنبه, اپرېل 05 2026 2:46 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون اړوند د انجنیرۍ پوهنځی ارزونه ترسره سوه

نن ورځ یکشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د یاد پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځی څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنځي اداري او علمي چاري یې له نږدې و. . .

یکشنبه, اپرېل 05 2026 2:43 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون رئیس د ازموینو د صحنو څخه لیدنه وکړه

نن ورځ یکشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د پوهنتون د روانو شل سلنو ازموینو د صحنو څخه لیدنه وکړه او د ازموینو بهیر یې له نږدې وڅاره.

پ. . .

یکشنبه, اپرېل 05 2026 2:36 PM
Background image

.هلمند پوهنتون کي د پایلو پر اساس تدریس او شاګرد محوره زده کړي پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېدی

د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پایلو پر اساس تدریس او شاګرد محوره زده کړي تر سرلیک لاندي پنځه ورځنی علمي ورکشاپ پای ته و رسېدی، چي د پای غونډي پرمهال یې د هلمند پوهنتون. . .

BACK TO NEWS