د هلمند پوهنتون د ریاضي څانګه غواړيچيد هيواد او سيمي په کچه د ریاضي د علم په تدریس، څېړنو او عملي تطبیق کي ځواب ويونکې او مخکښه علمي مرجع واوسي.
د هلمند پوهنتون د ریاضي څانګه ژمنه ده، چي محصلینو ته د وخت د اړتياوو سره سم د ښه تدريس، معياري څېړنو او عملي مهارتونو زمينه برابره کړي، ترڅو د ټولني د پرمختګ لپاره داسي متخصصین وروزي، چي په اسلامي ارزښتونو، مسلکي مهارتونو، او څېړنیز تفکر سره سمبال وي.
- پر ملي او نړیوالو معیارونو برابر اکاډميک چاپيريال رامينځته کول او د کيفيت د لوړاوي په برخه کي د څانګي اکاډميک اعتبار اخيستل.
- د استادانو د مسلکي او تخصصي پوهي په برخه کي د ظرفيت لوړول.
- د ریاضي د عصري موضوعاتو پر بنسټ نوي څېړني ترسره کول او د علمي څېړنو فرصتونه برابرول.
- ټولنې ته د رياضي په برخه کي مسلکي، متخصص، او نوښتګر ښوونکی او څېړونکی وړاندي کول.
- زده کوونکي دې ته هڅول چي د ریاضيکي استدلال، تحلیل، او منطقي تفکر مهارتونه ترلاسه کړي.
- د ملي او نړیوالو تحصیلي او څېړنیزو ادارو سره اړیکي ټینګول او د علمي همکاریو زمینه برابرول.
- د ټولني د اړتياوو او عصر سره سم په ملي او نړيواله کچه نصاب ته پراختيا ورکول او پلي کول.
