په هلمند پوهنتون کي ۲۱۰ عدده استهلاک سوي چوکۍ ترمیم او بېرته ګټي اخیستني ته وسپارل سوې.

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۴
چوکۍ

د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتو مدیریت له لوري، د خدماتو مدیریت په همکارۍ، ۲۱۰ عدده استهلاک سوي چوکۍ ترمیم او بېرته ګټي اخیستني ته وسپارل سوې.

د مسؤلینو په وینا، د یادو چوکیو د ترمیم بهیر د پوهنتون د رهبرۍ په لارښوونه، په پوهنتون کي د بیت‌ المال اړوند توکو د ښه ساتني او د موجودي بودیجې د مؤثري او محتاطانه کاروني په موخه پیل سوی و.

دوی زیاتوي، چي د دې بهیر په دوام کي به د هلمند پوهنتون یو شمېر نور استهلاک سوي توکي هم ترمیم او د بیا کاروني وړ وګرځول سي، څو له سته امکاناتو څخه غوره استفاده وسي او د اضافي لګښتونو مخه ونیول سي.

د پوهنتون اداره هڅه کوي، چي د بیت‌ المال د شتمنیو د ساتني ترڅنګ، د موجودو امکاناتو له بیا کاروني څخه په استفادې د ادارې د اړتیاوو یوه برخه  پوره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS