د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
علمي مجله

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې تازه ګڼه کي د کرهڼي، ریاضي، وترنري علومو، بیولوژي او د ساینسي علومو د نورو اړوندو برخو علمي او څېړنیزي مقالې خپرې سوي دي.

د مجلې د پنځم کال په لومړۍ ګڼه کي په ټولیز ډول( ۱۲ ) بېلابېلي علمي او څېړنیزي مقالې ځای سوي دي. په دغو مقالو کي لیکوالانو او څېړونکو د خپلو تخصصي برخو اړوند بېلابېل علمي موضوعات د څېړني د اصولو او علمي معیارونو له مخي څېړلي او تحلیل کړي دي.

د هلمند علمي او څېړنیزه مجلې خپرېدل د هلمند پوهنتون د علمي او څېړنیزو فعالیتونو یوه مهمه برخه ده، چي له لاري یې استادانو، څېړونکو او علمي کادرونو ته زمېنه برابریږي،  څو خپلي علمي څېړني او موندني له  ټولني سره شریکي کړي.

هغه استادان، محصلان، څېړونکي او د علمي مطالعاتو مینه‌ وال چي غواړي د دې ګڼي مقالې مطالعه کړي او یا یې د راتلونکو علمي استفادو لپاره له ځان سره وساتي، کولای سي د لاندي لینکونو څخه یې کښته کړي.

https://journals.edu.gov.af/issue/667 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS