د اسلامي تعليماتو د څانګه

د اسلامي تعلیماتو څانګي د امر پیغام!


د اسلامي تعلیماتو څانګه په هیواد او سیمه کي د یوې منل سوي او معتبري څانګي په توګه خپل فعالیت ترسره کوي. زموږ هدف دا دی چي د زده کړي له لاري د هیواد په ښوونیز، قضایي، عدلي، حج او اوقافو او نورو مهمو ارګانونو کي مثبت بدلون راولو. موږ غواړو فارغ سوي محصلین د خپلي ټولني د پرمختګ لپاره علمي او مسلکي خدمتونه ترسره کړي.

زموږ څانګه هڅه کوي چي د لیسانس په کچه د باکیفیته زده کړو او مناسبو تدریسي وسایلو زمینه برابره کړي. د عصري او پرمختللي نړۍ د پوهنتونونو معیارونه په پام کي نیولو سره، موږ یو جامع او عملي نصاب وړاندي کوو، ترڅو محصلین وکولای سي په خپل مسلک کي ماهر او د اسلامي اصولو سره سم پوه سي.

موږ محصلینو ته د قضا، دعوت، خطابت، تدریس، او د اسلامي علومو په برخه کي عملي او مسلکي روزنه ورکوو. په همدې توګه هغوی ته د ازاد، عادلانه او بې تعصبه قضاوت کولو وړتیا او د خپلو ديني مقدساتو ساتنه وړاندي کوو. زموږ هڅه دا ده چي هر محصل د قرآني، نبوي او اسلامي علومو مسلکي پوهه ترلاسه کړي، د شریعت او توحید اصول درک کړي، او د نړۍ د مختلفو ادیانو په اړه سالمه پوهه ولري.

والسلام

د اسلامي تعلیماتو څانګي امر

ن.پوهنیار محمد سالم ثمین

 

د اسلامي تعلیماتو څانګي لنډه تاریخچه

د اسلامي تعلیماتو څانګه د هلمند پوهنتون شرعیاتو پوهنځی په لومړني تشکیل کښې چي  (۱۳۹۸ هـ ش) کال کي منظور سوی او په همدی کال کښې یې په رسمي ډول خپلي اداري او علمي چاري په فعالیدو سره را پیل کړي دي، د اسلامي تعلیمات څانګي تدریسي چاري په (۱۵/۶/۱۳۹۹ هـ ش) نېټه پيل سوي دي، د کلونو تدریسي چارو په تکمیلېدو سره نوموړي څانګي دري(۳) دورې فارغان ورکړي دي چي تعداد یې ۸۸ تنو ته رسیږي ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي دي.

د اسلامي تعلیمات څانګه اوس مهال شپږ(۶) تنه رسمي استادان او  ۹۱  تنه محصلین لري چي همدا لړی یې مخته روانه کړې ده.

اسلامي تعلیماتو څانګه د تاسيس له وخته تر اوسه د شرعیاتو پوهنځی د نورو څانګو په څېر د پـوره شـفافيت او لوړ کيفيت لرونکې ده او په ښه ډول يـې ټولي علمي چاري مخته ځي.

لرلید (Vision)

د اسلامي تعليماتو څانګه د هیواد او سیمي په کچه یوه منل سوې څانګه ده، چي فارغ کادرونه به یې د هیواد په ښوونيز، قضائي ، عدلي،حج او اوقافو او نورو مختلفو ارګانونو کي د نوښتونو په وسیله مثبت بدلون راوستلی سي.

رسالت(Mission)

د اسلامي تعليماتوڅانګه د ټاکل سوو اهدافو په رڼا کي د مسلکي او تجربه لرونکو کادرونو په وسیله تدریس کوي او د خپلي ټولني د پرمختګ لپاره علمي څېړنو ته لاره هواروي.

موخي (Goals)

  1. د لیسانس په کچه د باکيفيته تدريسي چارو او سهولتونو رامنځ ته کول.
  2. د پرمختللی نړۍ د پوهنتونونو سره برابر، د وخت او ټولني د ضرورتونو په نظر کي نيولو سره سم د يو باکفيته عالي نصاب درلودل.
  3. د هيواد د قضائي او عدلي سيستم د پياوړي کولو، د خلکو د حقوقو د تأمين او دفاع په موخه د قضاء، افتاء، دعوت, خطابت او د تدريس په چارو کي د علمي او مسلکي کادرونو روزل.
  4. د ژبني، سيمه ايز، ډله يېز ، تعصب پرته  په ازاده او عادلانه توګه قضاوت کولو روحيه رامنځ ته کول او د اسلامي او شرعي اصولو په رڼا کي د خپلو ديني مقدساتو څخه دفاع کول. 
  5. د قرآني، او نبوي علومو مسلکی زده کړي، او د اساسی مصادرو پېژندنه.
  6. د شريعت د مصادرو او د توحید د سمي عقیدي پیژندنه، د نړۍ د مختلفو اديانو مطالعه،مقارنه له انحرافاتو څخه يې خبريدل، او د اسلامي مصادرو پر وړاندې يې د شکونو له منځه وړل.

 

 

 

 

 

د اسلامي تعلیماتو څانګي تحصيلي سيستم

د اسلامي تعلیماتو څانګي تحصیلي نظام د کریډیټ پر سیستم ولاړ دی. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د کریډیټ سیستم د لایحې له مخي، کریډیټ په لاندي ډول تعریفېږي:

کريډيټ يو درسي واحد دی، چي د هغه په اساس د تحصيلي دورې نصاب د سمسټر په تفکيک او همدارنګه په نوموړي نصاب کي د هر مضمون برخه تعينيږي، يو کريډيټ په يوه سمسټر کي (۱۶) درسي ساعتونه او يا هم د هغه معادل دی.

کريډيټ سيستم د زده کړي په برخه کي يو نړيوال او منلی سيستم دی، چي محصل ته د انعطاف او سهولتونو په برابرولو سره د زده کړو او تحصيل په برخه کي اسانتيا او فرصتونه برابروي، تر څو خپلي زده کړي په ښه شکل، اسانۍ او پياوړتيا سره تر سره کړي.

د لوړو زده کړو د اصولو مطابق د ليسانس دوره په اوسط ډول څلور کاله، چي د کريډيټونو شمير يې لږ تر لږه (136) کريډيټه او لوړ حد يې (۱۶۸) کریډيټه دی، او په سمسټر کي تر (21) کريډيټه نه زياتيږي، د ليسانس دورې مضمونونه پر (اساسي، تخصصي، اختياري، پوهنتون شموله او انتخابي) مضمونونو باندي ويشل کيږي، اساسي مضمونونه بايد حد اکثر 30 سلنه، تخصصي مضمونونه 50 سلنه، اختياري مضمونونه د پوهنتون شموله مضمونونو په ګډون 12 سلنه، مونوګراف، سمينار، او عملي کار 8 سلنه د ليسانس دوري د مضمونونو منځپانګه جوړوي او نمري يې د 100 نمرو څخه محاسبه کيږي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

اسلامي تعلیماتو څانګي د فارغینو لپاره  فرصتونونه

  1. په خپل تخصصي برخه کي به د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه تعقيب کړي او خپل مسلکي ظرفيت ته به لا وده ورکړي.
  2. د ښوونې او روزني برخه: د پوهنتون، مدرسې، ښوونځي او دارالحفاظ د دیني استادانو په توګه کار کول.
  3. په جوماتونو کي امامت او خطابت: د امام، خطیب او د دیني مسایلو لارښود په توګه دنده ترسره کول.
  4. په محاکمو او عدلي ارګانونو کي حقوقي مشاور: د قاضي، مفتي، یا شرعي تحلیلګر په توګه کار کول.
  5. د دیني تحقیقاتو او تألیف برخه: د کتابونو، مقالو او دیني موادو لیکنه او څېړنه.
  6. په اسلامي ارګانونو او مؤسسو کې کار کول: لکه اسلامي بنسټونه، د زکات مرکزونه، خیریه ادارې او نور.
  7. د اسلامي دعوت برخه: د تبلیغ، دیني روزني او دعوت د چارو مخته  وړل.
  8. د رسنیو له لاري دیني لارښووني:  د راډیو، تلویزیون، یا ټولنیزو رسنیو له لاري دیني خپروني او درسونه. مخته وړل.

 

 

 

 

 

شمېره عنوان لینک
1 د اسلامي تعليماتو د څانګي کتلاک 📄 د PDF فایل کتلو لپاره کلیک وکړئ
2 د اسلامي تعليماتو د څانګي بروشر 📄 د PDF فایل کتلو لپاره کلیک وکړئ