.د مشرتابه مقام ۴۹م هدایت تشریح ترسره سوه

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۶:۵۱
سمینار

 

ن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د درې ګونو محکمو وروسته د قصاص او حدودو په تطبیق کي، د  مشرتابه د اجازې اخیستلو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د ۱۴۳۸/۸/۱۰ نېټې ۴۹ ګڼه فرمان تشریح ترسره سوه.

دا سمینار د هلمند پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابواحمد صاحب لخوا وړاندي سو، چي پر مهال یې  د هلمند پوهنتون رهبرۍ او استادانو حضور درلود.

نوموړي په خپله وینا کي د مشرتابه مقام ۴۹ م فرمان  تشریح  کړ.  چي په   ١٤٣٨/٨/١٠ نېټه صادر سوی و. په دې فرمان کي ټینګار سوی، چي د قصاص، حدودو او اعدامونو په تنفیض کي علاوه پر درې ګونو محکمو د مشرتابه اجازه هم اخیستل کیږي، د قصاص، حدودو او د مخالف ډلي د عسکرو د وهلو او ټکولو عکسونه او ویډيو ګاني بندي دي، نه به اخیستل کیږي او نه به خپریږي، ځکه دا کار په شرعیت کي هیڅ اصل نه لري.

محترم ابو احمد صاحب، قصاص د بشري ټولني د ثبات او امنیت لپاره د الله جل جلاله له لوري، د انسانانو لپاره د مصلحت یو قانون وبلی.

هغه وویل: کله چي په ټولنه کي انسان ګناه ته تمایل زیاتوي او یا په داسي ګناهونو مبتلا سي، چي له امله یې د ټولني ثبات، کورنۍ ژوند او ټولنیز اخلاقو ته ګواښ وي، د دغه سي افرادو په اړه شریعت تصمیم لري، چي پر همدې اساس یې د حدودو او قصاص سلسله تحکیم کړې او دا په اصل کي د بشریت سره خواخوږي ده.

شیخ الحدیث مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب،  انسان د الله جل جلاله په نزد مکرم مخلوق یاد کړ، هغه وویل، د الله جل جلاله په دربار کي د انسان  ډیر لوی احترام دی او دناحقه ویني تویولو څخه یې منع فرمایلې، په یو حدیث شریف کي راځي، که یو څوک ناحقه بل انسان مړ کړ، د قیامت په ورځ به یې پر تندي لیکل سوي وي، چي دغه شخص د الله تعالی جل جلاله د رحمت څخه بې برخي او نا امیده دی.

محترم مفتي صاحب وویل، د الله جل جلاله د دین تطبیق ظلم نه بلکي د انساني ټولني نېکمرغي په کښې نغښتې ده او هر هغه څوک چي د الله تعالی د قانون تطبیق، ظلم او د بشریت ضد عمل بولي، که دقیقا واقعیتونه سر پرتله سي، بیا به دا واضح سي، چي دغه دعوه دارانو یواځي جنایتونه کړي او پر بشر تر هر چا همدوی بې شمېره ظلمونه کړي او اوس د بشر حقوق د تضمین  په نوم، خپل ځان ته برائت ورکوي. نوموړي وړاندي زیاته کړه، چي الله جل جلاله ته انساني فطرت معلوم دی، نو ځکه یې د هغه لپاره  معلوم مجازات ټاکلي.

هغه په اوسني وخت کي د حدودو او قصاص د لږ تطبیق په هکله دا واضاحت وړاندي کړ، چي کله هم د کومي موضوع په تثبیت کي شبهه رامنځته سي، حدود او قصاص نه سي تطبیق کېدای او په دې هکله یې د امام نوی رحمه قول بیان کړ، چي هغه ویلي، احتیاط د وینو په تویولو او د حد  په جاري کولو کي واجب دی.

هغه همد راز د جرم تر تثبیت مخکي، د تورن سره ظلم کول، د هغوی ویډیوګاني او عکسونه نیول او خپرول، ناجایز عمل یاد کړي او زیاته یې کړل، چي ددې عمل ترسره کوونکي خپله په دغه عمل سره مجرم ګڼل کیږي او د سخت قانوني چلند مستحق دي.

سمینار په دعائیې سره پای ته ورسېد.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه, جولای 01 2026 2:01 PM
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه, جون 15 2026 5:21 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه شنبه, جون 09 2026 10:59 AM
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS