.د هلمند پوهنتون اړوند د شرعیاتو پوهنځی ارزونه ترسره سوه

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۷:۹
ارزونه

د پوهنځیو د ارزونو په دوام نن ورځ یکشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د یاد پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی څخه لیدنه وکړه او د پوهنځي اداري او علمي چاري یې له نږدې وارزولې.

د ارزونې پر مهال د پوهنځی د حاضرۍ او ثبت کتابونه، راپورونه، کاري پلانونه، پرېکړې، اجنډاوي او نور اړوند اسناد وکتل سول او د چارو د تنظیم او د تدریسي بهیر څرنګوالی په دقت وارزول سو.

ښاغلي ابو احمد صاحب د شرعیاتو پوهنځی له مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل چي د دیني او شرعي علومو پوهنځي د ټولني په فکري او اخلاقي روزنه کي ځانګړی اهمیت لري. نوموړي ټینګار وکړ چي د شرعیاتو پوهنځی استادان او مسؤلین باید د علمي تدریس ترڅنګ د محصلانو د اسلامي اخلاقو، تقوا او دعوتي روحیې په پیاوړتیا کي هم جدي پاملرنه وکړي، څو داسي علماء او متخصصین وروزل سي، چي د ټولني د اصلاح او لارښووني جوګه وي.

د یادوني وړ ده چي دا ارزوني د علمي چارو د لا پیاوړتیا او د پوهنتون د اداري او تدریسي بهیر د ښه والي په موخه ترسره کېږي او ټاکل سوې ده چي په نوبتي ډول به د پوهنتون نور پوهنځي هم تر ورته ارزونو لاندي ونیول سي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۶
Background image

د هلمند پوهنتون او چاپېریال ساتني ریاستونو د وچو سیمو د زرغونولو لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او د هلمند ولایت د چاپېریال ساتني رئیس الحاج ملا محمد عیسی اغا، په یوه لیدنه کي د چاپېریال ساتني، سرسبزه کولو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۴
Background image

په هلمند پوهنتون کي ۲۱۰ عدده استهلاک سوي چوکۍ ترمیم او بېرته ګټي اخیستني ته وسپارل سوې.

د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتو مدیریت له لوري، د خدماتو مدیریت په همکارۍ، ۲۱۰ عدده استهلاک سوي چوکۍ ترمیم او بېرته ګټي اخیستني ته وسپارل سوې.

د مسؤلینو په وینا، د یادو چوکیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴۶
Background image

د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتوب پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي.

د هلمند پوهنتون د روان ۱۴۰۵ مالي کال د ساتني او خوندیتوب پروژه، چي د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجې څخه د څه باندي ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي، چاري یې په چټکۍ سره رواني دي.

د. . .

BACK TO NEWS