.د هلمند پوهنتون معلوماتي بروشر چاپ سو

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۵:۵۲
بروشر

د لومړي ځل لپاره د هلمند پوهنتون معلوماتي بروشر د یاد پوهنتون د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت په نوښت چاپ سو.

په دې بروشر کي د پوهنتون پېژندنه، امکانات، اسانتیاوي او تحصیلي نظام په مفصله توګه معرفي سوي، چي د پوهنتون د علمي او اداري پرمختګونو په انعکاس کي مهم رول لوبولی سي.

د یاد آمریت مسؤلین څرګندوي، چي دا بروشر به د هلمند پوهنتون لپاره نه یوازي د نویو محصلینو د جذب یوه اغېزمنه وسیله وي، بلکي د پوهنتون د مثبت تصویر په وړاندي کولو او د عامه اړیکو د پیاوړتیا په برخه کي به هم رغنده بدلونونه راولي.

 

 

تازه خبرونه

سه شنبه, سپتمبر 08 2026 3:06 PM
Background image

د هلمند پوهنتون او چاپېریال ساتني ریاستونو د وچو سیمو د زرغونولو لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او د هلمند ولایت د چاپېریال ساتني رئیس الحاج ملا محمد عیسی اغا، په یوه لیدنه کي د چاپېریال ساتني، سرسبزه کولو. . .

سه شنبه, سپتمبر 08 2026 3:04 PM
Background image

په هلمند پوهنتون کي ۲۱۰ عدده استهلاک سوي چوکۍ ترمیم او بېرته ګټي اخیستني ته وسپارل سوې.

د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتو مدیریت له لوري، د خدماتو مدیریت په همکارۍ، ۲۱۰ عدده استهلاک سوي چوکۍ ترمیم او بېرته ګټي اخیستني ته وسپارل سوې.

د مسؤلینو په وینا، د یادو چوکیو د. . .

چهارشنبه, اګست 26 2026 2:46 PM
Background image

د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتوب پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي.

د هلمند پوهنتون د روان ۱۴۰۵ مالي کال د ساتني او خوندیتوب پروژه، چي د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجې څخه د څه باندي ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي، چاري یې په چټکۍ سره رواني دي.

د. . .

BACK TO NEWS