.د کندهار پوهنتون محصلانو ته د ویناوالۍ اړوند یو ورځنی معلوماتي آنلاین سمینار ترسره سو

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۱۰
انلاین سمینار

نن د هلمند پوهنتون د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي استاد پوهنیار نذیر احمد رښتینی د کندهار پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځي محصلینو ته د «ویناوالۍ» تر سرلیک لاندي یو ورځنی معلوماتي سمینار په انلاین بڼه وړاندي کړ.

دغه علمي سمینار د هلمند او کندهار پوهنتونونو ترمینځ د ګډو علمي همکاریو د هوکړه لیک په چوکاټ کي ترسره سو.

په دې سمینار کي د یاد پوهنځي د محصلینو ترڅنګ د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځي رئیس، د څانګو امرینو او یو شمېر استادانو هم ګډون درلود، چي د دې علمي پروګرام ارزښت او اغېز یې لا زیات کړی وو.

سمینار د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سو. د پروګرام په پیل کي د کندهار پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد صادق حریفال ټرینر استاد پوهنیار نذیر احمد رښتیني ته ښه راغلاست ووایه، د نوموړي له علمي او اکاډمیکي همکارۍ څخه یې مننه وکړه او دا ډول ګډي علمي برنامې یې د پوهنتونونو ترمینځ د اړیکو د پیاوړتیا او د محصلینو د ظرفیت لوړوني لپاره مهمي وبللې.

وروسته استاد پوهنیار نذیر احمد رښتیني د ویناوالۍ اړوند خپل معلوماتي سمینار وړاندي کړ، چي د ویناوالۍ پر مفهوم، ارزښت، د اغيزمني وینا پر بنسټونو، د وینا پر جوړښت، د بدن پر ژبه، د ږغ پر کنټرول، د مخاطب پر پېژندنه او د ویناوال د عملي مهارتونو پر مهمو اړخونو هر اړخیز معلومات وړاندي سول. نوموړي څرګنده کړه چي ویناوالي د خبرو کولو تر مهارت محدوده نه ده، بلکي د فکر د منظم وړاندي کولو، د پیغام د اغيزمن لېږد او پر مخاطب د مثبت اغېز کولو یو مهم هنر او علمي مهارت هم دئ.

همداراز د سمینار پر مهال دې ټکي ته هم اشاره وسوه چي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو محصلین، د خپلي راتلونکي مسلکي ساحې له مخي، تر نورو ډېر د اغېزمن بیان، قناعت بخښونکي وینا او له مخاطب سره د سالمي او مسلکي اړیکي جوړولو مهارتونو ته اړتیا لري.

د سمینار په وروستیو شېبو کي ټرینر استاد د محصلینو پوښتنو ته مناسب او قانع کوونکي ځوابونه وړاندي کړل، چي د ګډونوالو له لوري یې هرکلی وسو.

د پروګرام په پای کي د دې مجلس د محصلینو کنټرولر، د کندهار پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځي استاد پوهنیار فرید احمد امرخېل، د سمینار لنډه خلاصه وړاندي کړه، د یاد علمي پروګرام پر ارزښت یې خبري وکړې او غونډه په دعاییه سره پای ته ورسېده.

د یادوني وړ ده چي د هلمند او کندهار پوهنتونونو ترمینځ دا ډول ګډ علمي فعالیتونه د لوړو زده کړو د بنسټونو ترمینځ د اکاډمیکو اړیکو د پیاوړتیا، د استادانو د تجربو د تبادلې او د محصلینو د علمي ودي لپاره اغېزناک او ګټور تمامېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه, جولای 01 2026 2:01 PM
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه, جون 15 2026 5:21 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه شنبه, جون 09 2026 10:59 AM
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS