.هلمند پوهنتون کي د برېښنايي اداینو د پراختیا په اړه معلوماتي سمینار وړاندي سو

helmand@123
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۱
سمينار

نن، د هلمند پوهنتون د امام خطابي بستي رحمه الله تالار کښې د مسلکي پرمختیا آمریت په همکارۍ د برېښنايي اداینو د پراختیا لارښود تر عنوان لاندي معلوماتي سمینار وړاندي سو. چي پر مهال یې د اقتصاد پوهنځي رئیس، استادانو او اداري کارمندانو ګډون کړی و.

سمینار د اقتصاد پوهنځي استاد، نوماند پوهنیار محیب الله آمیني لخوا پیل سو. نوموړي په خپلو څرګندونو کي د برېښنايي تادیاتو پر اهمیت او ګټو خبري وکړې او ویې ویل چي برېښنايي تادیات د مالي شفافیت د لوړوالي، د اداري فساد د کمښت، د معاملاتو د چټکتیا، د وخت او لګښت د سپما، او د مالي سیستم د عصري کيدو سبب ګرځي.

هغه زیاته کړه چي په افغانستان کي د برېښنايي پیسو کارونه ورځ تر بلي پراخېږي او خلک هڅول کيږي چي د نغدو پیسو پر ځای له ډیجیټلي وسیلو څخه استفاده وکړي. نوموړي د موبایل ماني، بانکي کارتونو، او انلاین تادیاتي سیستمونو یادونه وکړه او دا یې د اقتصادي ودي لپاره مهم ګام وباله.

همدارنګه، د برېښنايي پیسو د ترویج لپاره ځینو موضوعاتو ته اشاره وکړه ، چيپه کښې د عامه پوهاوي پروګرامونه، د بانکي خدماتو پراختیا، د ټکنالوژۍ کارول، او د دولتي او خصوصي سکتور ترمنځ همغږي شامل وه.

ښاغلي آمیني د الکترونیکي بانکوالۍ اهمیت ته په اشارې سره وویل، چي دا سیستم د مالي خدماتو لاسرسی اسانه کوي، د لیري پرتو سیمو خلکو ته د بانکي خدماتو زمینه برابروي، او د نړیوال مالي نظام سره د افغانستان د نښلولو زمینه مساعدوي.

سمینار په دعائیې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS