هلمند پوهنتون کي د پوهنتونونو استادانو ته دیني او علمي سیمنار، د جریان لومړۍ ورځ!

helu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۹:۲۷
انځور
ورځ: سه شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۸/۱۴
هلمند پوهنتون د دولتي او خصوصي پوهنتونو استادانو ته ددیني او علمي درې ورځني سیمنار کوربه و، چي د یاد پوهنتون د غونډو په تالار کي دایر سو.
یاد سیمنار د قرانکریم په مبارکو آیتونو پیل سو، په یاد سیمنار کي د هلمند ولایت مرستیال والي محترم شیخ مولوي عبدالرحمن کندوزي صاحب، د هلمند ولایت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محترم ریس شیخ عمري مولوی صاحب، د هلمند ولایت د پوهني محترم ریس شیخ مولوي محمد عوض انصاري صاحب، د هلمند پوهنتون لوړ رتبه مسولینو، استادانو، او همدارنګه د یاد ولایت د خصوصي پوهنتونونو مسولینو او استادانو، علماوو او شیوخو ګډون کړی و.
په نوبت سره د هلمند پوهنتون یو تن استاد پوهنیار حمیدالله حمیدي صاحب د یاد سیمنار د معرفت په اړه ګډونوالو ته معلومات ارایه کړل.
له هغه وروسته د یاد پوهنتون محترم ریس پوهنیار محمد سورګل عبدالرحمن صاحب مقدماتي وینا وکړه او دا سیمنار یې د استادانو د علمي سویې په پرمختګ کي موثر او ګټور وباله او هم یې د یاد سیمنار ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغوی په راتګ خوښي څرګنده کړه او د علمای کرامو او استادانو د تلپاتي همکاریو غوښتنه یې وکړه.
ورپسې د هلمند ولایت مرستیال والي محترم مولوي عبدالرحمن کندوزي صاحب وینا وکړه، نوموړي د داسي سمینارو له دایرولو خوښي څرګنده کړه او ګډونوالو ته یې ښه راغلاست ووایه، نوموړي د لوړو زده کړو پر دوام او پرمختګ ټینګار وکړ او ګډونوال یې وهڅول چي په دې برخه کي دي خپلي هڅي نه درېغوي.
د ويناوو په دوام د هلمند ولایت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست محترم ریس شیخ عمري صاحب وینا وکړه چي د عصري او دیني زده کړو په پرمختګ او دوام يې ټینګار وکړ، نوموړي وویل: د پوهنتون استادان باید نوښتونه ایجاد کړي تر څو د هیواد اړتیاوو ته پر وخت
رسیده ګي وسي.
د ویناوو په لړ کي، د هلمند ولایت د پوهني محترم ریس شیخ مولوي محمد عوض انصاري صاحب هم ګډونوالو ته خپله ارزښتناکه وینا وکړه، نوموړي د پوهنتون او مدرسې ترمنځ د واټن په لیري کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: چي پوهنتون ، مدرسه او ښوونځی د یوه هدف لپاره کار کوي چي هغه د ولس د بچیانو د روزلو او په ښه توګه د روزني مسولیت دی او په دې چاره کي باید هیڅوک خپل وس ونه سپموي.
د سیمنار لومړۍ برخه د لمانځه او ډوډۍ خوړلو وقفې ته په رسېدو، پای ته ورسېده.
د سیمنار دوهمه برخه د ماسپښین له لمانځه وروسته پيل، لومړۍ موضوع " يې د ټولني په جوړښت کي د ښه نیت او اخلاص اغېز " تر عنوان لاندي، د شیخ الحدیث و التفسیر مولوي عبدالحنان دیوبندي صاحب له خوا وړاندي سوه، او په ټولنه او ټولنیزو چارو کي، د ښه نیت او اخلاص د اغېزو او ګټو په اړوند یې ګډونوالو ته، هر اړخیزه او ارزښتناکه وینا وکړه.
وروسته د مناقشې پړاو پیل سو او د ګډونوالو له لوري د یادي موضوع په اړوند بېلابېلي پوښتني مطرح سوې چي، د شیخ مولوي عبدالحنان دیوبندي صاحب له خوا ورته قناعت بخښونکي ځوابونه ورکړل سول.
د سیمنار دوهمه موضوع " د امام ابو حنیفه رحمه الله ژوند د مثالي امام او استاد په توګه " تر عنوان لاندي د شیخ الحدیث والتفسیر مولوي روح الله صاحب له خوا وړاندي سوه ، چي د امام ابوحنیفه رحمه الله ژوند، زده کړي، د استادۍ مرحله، ټولنیز ژوند، له خپلو شاګردانو او نورو خلکو سره يې چلند په اړه عالمانه او هر اړخیزه وینا وکړه، او زیاته یې کړه چي موږ او تاسو ته په کار ده چي د امام ابو حنیفه رحمه الله تقوی، خوی او خاصیت په خپلو ځانو کي راولو.
وروسته د مناقشې مرحله پیل سوه، چي د یادي موضوع په اړه پوښتني مطرح سوې، چي د محترم شیخ مولوي روح الله صاحب له لوري ورته منطقي او مدلل ځوابونه ورکړل سول.
د یاد سیمنار دا لومړۍ ورځ په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۶
Background image

د هلمند پوهنتون او چاپېریال ساتني ریاستونو د وچو سیمو د زرغونولو لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او د هلمند ولایت د چاپېریال ساتني رئیس الحاج ملا محمد عیسی اغا، په یوه لیدنه کي د چاپېریال ساتني، سرسبزه کولو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۴
Background image

په هلمند پوهنتون کي ۲۱۰ عدده استهلاک سوي چوکۍ ترمیم او بېرته ګټي اخیستني ته وسپارل سوې.

د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتو مدیریت له لوري، د خدماتو مدیریت په همکارۍ، ۲۱۰ عدده استهلاک سوي چوکۍ ترمیم او بېرته ګټي اخیستني ته وسپارل سوې.

د مسؤلینو په وینا، د یادو چوکیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴۶
Background image

د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتوب پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي.

د هلمند پوهنتون د روان ۱۴۰۵ مالي کال د ساتني او خوندیتوب پروژه، چي د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجې څخه د څه باندي ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي، چاري یې په چټکۍ سره رواني دي.

د. . .

BACK TO NEWS