هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
فراغت

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره پیل سوه.

په غونډه کي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، استادانو، غداري همکارانو، د رسنیو استازو، محصلینو او عامو مېلمنو شتون درلود.

د هلمند پوهنتون رئیس ښاغلي ابو احمد صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل: دا زیات د خوښۍ ځای دی چي موږ الله تعالی د دې جوګه کړي یو، چي د ځوانانو د روزني په برخه کي کار کوو او د هري ورځي په تېرېدو سره مو د ځوانانو په پوهه کي نوښت او پرمختګ رامنځته کیږي.

همدا راز نوموړي زیاته کړه د لوړو زده کړو وزارت لا هڅه کوي چي د ځوانانو د زده کړو او روزني په برخه کي تر دې نور په لوړه کچه پروګرامونه تطبیق کړي تر څو وټولني ته پوهه او مسلکي ځوانان وړاندي کړي، ده د زده کړیالانو څخه وغوښتل چي د هیواد په پرمختګ کي هڅه وکړي ځکه چي نن ورځ نړۍ خورا د پرمختګ په حال کي ده نو لازمه ده چي د اسلامي شریعت په رڼا کي د مملکت پرمختګ ممکن کړو او دې برخه کي نه ستړي کېدونکي هڅي وکړو.

وروسته د محصلانو چارو آمر مولوي عبدالقدوس حنفي صاحب وینا وکړه، نوموړي وویل: موږ د ټولو زده کړیالانو او استادانو څخه ځانګړې مننه کوو، چي زده محصلین په هر وخت کي خپلو زده کړو ته حاضر سوي او استادانو خپلو زده کړیالانو ته په پوره توګه درسونه ویلي دي، همدا راز نوموړي د فارغانو څخه وغوښتل، چي د ترلاسه سوو زده کړو څخه په ښه ډول استفاده وکړي او تر نورو ځوانانو پوري یې ورسوي، تر څو ټول په ګډه د تعلیم په پرمختګ کي فعاله ونډه واخلو.

د هلمند پوهنتون استاد پوهنیار نذیر احمد رښتیني وویل: دا زیات د خوښۍ ځای دی چي نن موږ د هلمند پوهنتون څخه ۱۸۰ تنه زده کړیالان د یو کلني تقویتي زده کړو څخه فارغ کړو، چي دغه زده کړي په څلورو (پښتو، دري، عربي او انګلیسي) ژبو برخو کي وي.

 همدا راز نوموړي د تقویتي زده کړو پر ارزښت خبري وکړې او دا زده کړي یې د زده کوونکو لپاره زیاتي مهمي وبللې.

نوموړي زیاته کړه، چي په یادو فارغ کړل سوو زده کوونکو کي زیات او کم د هلمند پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو د ۲۰ شلو څانګو محصلین شامل دي، چي الحمد الله په دوی کي زیات مثبت تغیر راغلی دی.

فارغ سوو زده کړیالانو د هلمند پوهنتون د رهبرۍ او له ټولو استادانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د زده کړیالانو د تقویې لپاره یې زده کړه ییز بهیر راپیل کړی دی، دوی زیاته کړه دا زده کړي زموږ لپاره زیاتي مهمي دي موږ هیله لرو چي د تقویتي زده کړو بهیر همداسي ادامه پیدا کړي، تر څو ټول زده کړیالان له دغو زده کړو څخه برخمن سي.

په ورستیو کي فارغ کړل سویو زده کړیالانو ته د مسؤلینو له لوري فراغت لیکونه ورکړل سوه او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۶
Background image

د هلمند پوهنتون او چاپېریال ساتني ریاستونو د وچو سیمو د زرغونولو لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او د هلمند ولایت د چاپېریال ساتني رئیس الحاج ملا محمد عیسی اغا، په یوه لیدنه کي د چاپېریال ساتني، سرسبزه کولو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۴
Background image

په هلمند پوهنتون کي ۲۱۰ عدده استهلاک سوي چوکۍ ترمیم او بېرته ګټي اخیستني ته وسپارل سوې.

د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتو مدیریت له لوري، د خدماتو مدیریت په همکارۍ، ۲۱۰ عدده استهلاک سوي چوکۍ ترمیم او بېرته ګټي اخیستني ته وسپارل سوې.

د مسؤلینو په وینا، د یادو چوکیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴۶
Background image

د هلمند پوهنتون د ساتني او خوندیتوب پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي.

د هلمند پوهنتون د روان ۱۴۰۵ مالي کال د ساتني او خوندیتوب پروژه، چي د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجې څخه د څه باندي ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي، چاري یې په چټکۍ سره رواني دي.

د. . .

BACK TO NEWS