د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ژباړي ریاست پلاوي هلمند پوهنتون څخه لیدنه وکړه!

helu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۰:۵۴
a
د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ژباړي ریاست پلاوي هلمند پوهنتون څخه لیدنه وکړه!
نېټه ۱/۳/۱۴۴۵
ورځ: شنبه
د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق او تالیف او ژباړي ریاست څخه راغلي پلاوي چي پوهنمل استاد شاه جهان خوبان او ورسره محمد اسلم سلیم د علمي مجلي دانسجام عمومي مدیر، قادر ناصري، عبدالرحمن ادیب د علمي مجلو کارپوه یې ملتیا کوله د هلمند پوهنتون له رهبري سره تر کتني وروسته یې د یاد پوهنتون څېړنیز مرکز، هلمند پوهنتون کتابتون او لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه.
د هلمند پوهنتون اکاډمیکي هڅي یې وستایلي او د علمي ژورنال قوي کېدو او علمي اعتبار ترلاسه کولو په موخه یې مشورتي ناسته وکړه.
یاد پلاوي درسي ټولګیو څخه د لیدني تر څنګ د هلمند پوهنتون د فزیک، کیمیا، انجینري پوهنځي او زراعت پوهنځي لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه.
همدارنګه د هلمند پوهنتون د نوي کتابتون او کمپیوټر لب د نوي تجهیزاتو څخه یې د نژدې کتنه وکړه او کتابونو د کمښت ستونزي د حل ډاډ یې ورکړ.
هلمند پوهنتون نشراتو کمېټه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS